۰:۰۰ / ۰:۰۰

رومیانو ته د پولوس رسول لیک

نهم فصل

د خدای غوره شوی قوم

۱ زه د مسیح سره تړاو لرم، نو رښتیا وایم او دروغ نه وایم. زما وجدان چې د روح القدس تابعداري کوي، د دې شاهد دی ۲ چې زما په زړه کې د خپل قوم یعنې یهودیانو په خاطر چې زما خپلوان دي ډېر لوی غم او نه‌ختمېدونکی خفګان دی. ۳ د هغوی دپاره زه په دې هیله وم چې لعنتي شم او د مسیح نه بېل شم. ۴ هغوی اسراییلیان دي او هغوی ته د خدای اولادونه ویل شوي دي او جلال، لوظونه، شریعت، د عبادت مراسم او وعدې ورکړل شوي دي. ۵ زمونږ نیکونه یعنې ابراهیم، اسحاق او یعقوب هم د هغوی سره تړاو لري او مسیح په انساني لحاظ د هغوی د نسل څخه دی. خدای چې په ټولو باندې حکومت کوي، هغه ته دې تل ترتله ثنا وي. امین.

۶ دا په دې معنی نه ده چې د خدای کلام خپل مقصد ته نه دی رسېدلی. ځکه چې ټول اسراییلیان د خدای غوره شوي خلک نه دي. ۷ او نه هم د ابراهیم ټول نسل د خدای اولادونه دي. ځکه چې خدای ابراهیم ته وویل: «ستا نسل به د اسحاق څخه حساب شي.» ۸ مقصد دا چې هغه ټول اولادونه چې په جسماني لحاظ د ابراهیم د نسل څخه پیدا شوي دي، د خدای اولادونه نه ګڼل کیږي، بلکې یوازې هغوی د خدای په اولادونو کې حسابیږي چې د خدای د وعدې له مخې پیدا شوي دي. ۹ ځکه چې د خدای وعده داسې وه: «کله چې زه په راتلونکي کال کې په همدې وخت بېرته راشم، نو ساره به زوی ولري.»

۱۰ یوازې دا نه، بلکې ربکا د یو کس نه چې هغه زمونږ نیکه اسحاق دی، امیدواره شوه. ۱۱‏-۱۲ خو د دې دپاره چې د خدای مقصد د دې غبرګونکو څخه د یو په غوره کولو کې پوره شي، نو خدای ربکې ته وویل: «مشر زوی به د کشر خدمت کوي.» هغه دا خبره د هغوی د زېږېدلو نه مخکې وکړه او مخکې له دې چې هغوی کوم ښه یا بد کار وکړي. ترڅو دا وښایي چې د خدای غوره کېدل د هغه د بلنې له مخې وو، نه د هغوی د عملونو له مخې. ۱۳ لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

یعقوب راباندې ګران ؤ، خو عیسو مې رد کړ.

۱۴ نو بیا مونږ څه ووایو؟ ووایو چې خدای بې‌انصافه دی؟ هېڅکله نه! ۱۵ ځکه چې خدای موسی ته وویل: «زه چې په هرچا باندې وغواړم رحم وکړم، نو رحم ورباندې کوم او په هرچا باندې چې وغواړم زړه وسوځوم، نو زړه ورباندې سوځوم.» ۱۶ نو دا د انسان د خوښې او کوښښ پورې اړه نه لري، بلکې یوازې د خدای د رحم پورې اړه لري. ۱۷ ځکه چې د خدای کلام فرعون ته وایي: «ته ما د دې دپاره پاچا کړې چې ستا په وسیله خپل قدرت وښایم او زما نوم په ټوله دنیا کې مشهور شي.» ۱۸ نو هغه چې وغواړي په چا باندې رحم وکړي، نو رحم ورباندې کوي او که وغواړي چې د چا زړونه سخت کړي، نو د هغوی زړونه سختوي.

د خدای قهر او رحم

۱۹ نو تاسو به ماته ووایئ: «نو بیا ولې خدای مونږ ملامتوي؟ ځکه څوک کولای شي چې د هغه د ارادې په وړاندې ودریږي؟» ۲۰ ای انسانه، ته څوک یې چې بېرته خدای ته ځواب ورکوې؟ ایا یو لوښی کلال ته ویلی شي چې زه دې ولې داسې جوړ کړی یم؟ ۲۱ ایا یو کلال دا حق نه لري چې د هماغې یو موټي خاورې نه یو لوښی د ځانګړې کارونې دپاره او بل د عادي کارونې دپاره جوړ کړي؟

۲۲ خدای هم همداسې کړي وو. هغه غوښتل چې خپل قهر وښایي او خپل قدرت ښکاره کړي. خو هغه د هغو کسانو په اړه د ډېر صبر او زغم څخه کار واخیست چې باید تباه شي. ۲۳ هغه داسې وکړل، ترڅو خپل لوی جلال هغو خلکو ته ښکاره کړي چې رحم ورباندې وشي، یعنې هغه خلک چې د مخکې نه یې دې ته تیار کړي وو چې د هغه جلال تر‌لاسه کړي. ۲۴ ځکه چې مونږ هغه خلک یو چې هغه رابللي یو، یعنې یوازې هغه خلک نه چې یهودیان دي، بلکې د غیریهودیانو له منځ نه هم رابلل شوي دي.

۲۵ لکه څنګه چې خدای د هوشع نبي په کتاب کې وایي:

هغه خلک چې زما نه وو، زه به هغوی ته خپل خلک ووایم او هغه خلک چې په ما باندې ګران نه وو، هغوی ته وبه وایم «خپل ګران.» ۲۶ هغوی ته په هماغه ځای کې ویل شوي وو: «تاسو زما خلک نه یئ،» نو په هماغه ځای کې به هغوی ته وویل شي: «د ژوندي خدای اولادونه.»

۲۷ او اشعیا نبي هم په لوړ اواز د اسراییلو په هکله داسې وایي:

که څه هم اسراییلیان به لکه د بحیرې د بې‌شمېره شګې په شان وي، خو د هغوی څخه به لږ شمېر یې خلاصون ومومي، ۲۸ ځکه څښتن به د ټولو خلکو په باره کې به په پوره توګه او زر د ځمکې په مخ خپل قضاوت تر‌سره کړي.

۲۹ او لکه څنګه چې اشعیا مخکې پېشګویي کړې وه:

که مونږ ته مطلق قادر څښتن نسلونه پریښي نه وای، نو مونږ به د سدوم او عمورې په شان تباه شوي وای.

د اسراییلو بې‌ایماني

۳۰ نو بیا مونږ څه ووایو؟ که څه هم غیریهودیانو کوښښ نه کاوه چې د خدای په نظر کې عادلان وګڼل شي، خو هغه یې د ایمان په وسیله تر‌لاسه کړ. ۳۱ خو اسراییلیانو چې کوښښ کاوه د شریعت په وسیله عادلان وګڼل شي، نو هغه یې تر‌لاسه نه کړ. ۳۲ ځکه چې د هغوی کوښښ د ایمان له لارې نه، بلکې د هغوی د خپلو عملونو په بنیاد ؤ. نو هغوی په هغې ښویېدونکې تیږې باندې وښویېدل. ۳۳ لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

ګورئ، زه په صهیون کې یوه داسې تیږه ږدم چې د خلکو د ښویېدلو سبب شي او یو داسې ګټ چې هغوی پرې ولویږي. خو هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي، نو هېڅکله به ونه شرمیږي.