۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ رُوميانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

نهم باب

خُدائے دَ بنى اِسرائيلو غوره کول

۱رښتيا وايم ځکه چه زَۀ په مسيح پورے تعلق لرم، دروغ نۀ وايم، اَؤ زما خپل ضمير دَ رُوحُ القُدس په وسيله زما ګواه دے ۲چه زما دَ قومى خپلوانو دَ خاطره زما په زړۀ کښے ډير غم اَؤ نۀ ختميدوُنکے دړد دے. ۳ځکه چه زما خوښه ده چه زَۀ دِ دَ خپلو ورُوڼو دَ خاطره چه زما قومى خپلوان دى، لعنتى شم اَؤ دَ دوئ دَ پاره دِ زَۀ دَ مسيح نه جُدا شم. ۴هغوئ اِسرائيليان دى اَؤ هغوئ دَ خُدائے بچى بللے شوى دى اَؤ دَ جلال حقدار اَؤ دَ وعدے، اَؤ شريعت اَؤ عبادت اَؤ لوظُونه ټول دَ هغوئ دى. ۵دَ قوم بزرګان دَ هغوئ دى اَؤ دَ هغوئ نه په اِنسانى طور مسيح هم پيدا دے چه خُدائے دے اَؤ له ټولو نه اُوچت دے اَؤ تل تر تله دَ ثنا لائق دے، آمين. ۶دا نامُمکنه ده چه دَ خُدائے کلام غلط ثابت شوے وى ځکه چه دَ يعقُوب ټول اَؤلاد غوره اِسرائيليان نۀ دى. ۷اَؤ نۀ دَ اِبراهيم ټول اَؤلاد دَ خُدائے بچى دى، خو لکه چه صحيفے وائى چه :  ”دَ اِسحاق په نسل کښے به ستا اَؤلاد پيدا کيږى.“ ۸مطلب دا چه هغوئ چه دَ جِسم په مُطابق وزيږيدل، هغوئ دَ خُدائے زامن نۀ دى بلکه دَ خُدائے دَ وعدے په مُطابق زيږدلى دَ اِبراهيم اَؤلاد بللے شى. ۹ځکه چه وعده داسے وه چه ”په مُقرر وخت به زَۀ راځم اَؤ ساره به يو زوئے راؤړى.“

۱۰خو خبره تر دے نۀ ده، ځکه چه دَ رِبقه دَ دوؤ زامنو يو پلار وو، يعنے زمُونږ نيکۀ اِسحاق ۱۱نو ربقے ته دَ هغوئ دَ زيږيدو نه آګاهو ووئيلے شول چه په هغه وخت کښے چه هغوئ لا هيڅ ښۀ يا بد نۀ وُو کړى، خو بيا هم دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے هغه ټاکلے مقصد تر سره شى کُوم چه دَ عمل په وسيله نۀ دے بلکه دَ خُدائے په بلنه، ۱۲نو هغے ته وئيلى شوى وُو چه :  ”مشر به دَ کشر خادم وى.“ ۱۳اَؤ دا په صحيفو کښے ليکلى دى چه :  ”يعقُوب سره مے مينه وکړله اَؤ عيساؤ سره کينه.“

۱۴نو په دے باب کښے مُونږ څۀ ووايُو؟ آيا خُدائے بے اِنصافه دے څۀ؟ هيڅ کله نه. ۱۵لکه چه هغۀ مُوسىٰ ته ووئيل چه :  ”په چا چه زَۀ رحم کوم، په هغه به ئے کوم اَؤ په چا چه زَۀ ترس کوم، په هغه به ئے کوم.“ ۱۶نو دا به بيا په خوښوُونکى يا کوُونکى پورے نۀ ده بلکه دَ خُدائے په رحم باندے ده. ۱۷لکه چه صحيفه فرعون ته وائى چه :  ”ما تۀ دَ دے مقصد دَ پاره پيدا کړے ئے چه په تا خپل قُدرت ښکاره کړم اَؤ چه زما نُوم په توله دُنيا کښے ښکاره شى.“ ۱۸دغه شان هغه دَ خپلے رضا په مُطابق په چا رحم کوى اَؤ بعضے سختوى هم.

دَ خُدائے غضب اَؤ رحم

۱۹نو تۀ به ما ته وايئے چه بيا خُدائے سړے ولے ملامتوى ځکه چه دَ هغۀ دَ مرضئ مُخالفت څوک کولے شى؟ ۲۰اَئے صاحبه! تۀ څوک يئے چه خُدائے ته به واپس جواب ورکوے؟ ”آيا يو لوښے کُلال ته دا وئيلے شى چه تا زَۀ په دے رنګ ولے ساز کړلم؟“ ۲۱بے شکه کُلال چه دَ خټے سره څۀ کول غواړى، هغه کولے شى. آيا هغه دَ مرضئ خاوند نۀ دے چه دَ دغه خاؤرے نه دوه لوښى جوړ کړى، يو دَ خاص اِستعمال دَ پاره اَؤ بل دَ عام اِستعمال دَ پاره؟

۲۲خو څۀ خبره ده، که دَ خُدائے مرضى وه چه خپل غضب وښائى اَؤ خپل طاقت څرګند کړى نو ځکه ئے دَ غضب هغه لوښو سره ډير صبر وکړو چه دَ ورک کيدو دَ پاره تيار شوى وُو، ۲۳له پاره دَ دے چه دَ خپلے لويئ دولت دَ رحم په لوښو څرګند کړى کُوم ئے چه اول دَ لويئ دَ پاره ساز کړى وُو. ۲۴هغه مُونږ يُو چه هغۀ نۀ يواځے دَ يهُوديانو نه خو هم ئے دَ غير يهُوديانو نه رابللى يُو. ۲۵لکه چه ئے دَ هوشع په کتاب کښے ليکلى دى چه : 

”څوک چه زما اُمت نۀ وو، هغوئ ته به خپل اُمت ووايم،

اَؤ کُوم قام چه محبُوب نۀ وو، هغۀ ته به خپل محبُوب ووايم.

۲۶ځکه چه په کُوم ځائے کښے چه هغوئ ته

دا وئيلے شوى وُو چه تاسو زما اُمت نۀ يئ،

هغوئ ته به دَ رب الحئ زامن ووئيلے شى.“

۲۷خو يشعياه دا خبره دَ بنى اِسرائيلو په حق کښے په چغو وائى چه :  ”سره دَ دے چه بنى اِسرائيل به دَ سمندر دَ شګو په شان بے شميره وى، خو لږ به ئے خلاصُون ومُومى، ۲۸ځکه چه دَ رب په مزکه عدالت به لنډ اَؤ آخرى وى.“ ۲۹لکه چه يشعياه وړاندے هم وئيلى وُو چه :  ”که رب العاسکر مُونږ ته زمُونږ دَ نسل نه څۀ باقى نۀ وے پريښے نو مُونږ به دَ صدُوم دَ ښار په شان شوى وُو اَؤ دَ عُموره دَ ښار په حساب به راغلى وُو.“

اِسرائيل اَؤ زيرے

۳۰نو بيا مُونږ څۀ ووايُو؟ چه غير يهُودى قومُونه چه دَ خُدائے سره دَ صادِق کيدلو کوشِش ئے ونۀ کړو خو هغۀ هغوئ دَ ايمان په وسيله صادِق کړل. ۳۱خو بل پلو چه بنى اِسرائيلو چه دَ شريعت په وسيله دَ خُدائے سره دَ صادِق کيدلو کوشِش وکړو نو هغوئ کامياب نۀ شول. ۳۲داسے ولے وشول؟ دَ دے وجه دا وه چه دَ هغوئ کوشِش دَ ايمان په وسيله نۀ وو بلکه په عمل وو. هغوئ په کاڼى تيندک وخوړلو. ۳۳لکه چه صحيفے وائى چه : 

”ګورئ، زَۀ دلته په صيُون کښے

دَ تيندک يو کاڼے اَؤ دَ غورزولو دَ پاره يو ګټ ږدم،

خو څوک چه په هغۀ ايمان لرى، هغه به شرمولے نۀ شى.“