۰:۰۰ / ۰:۰۰

د غزلو کِتاب

درېم باب

۱ ټوله شپه کله چې زۀ په خپل کټ کښې پرته ومه،

د چا سره چې زۀ مينه کوم ما د هغۀ لټون وکړونه،

خو هغه رانۀ غلونه.

۲ خو بيا ما خپل ځان ته ووئيل،

زۀ به پاڅېږمه او ټول ښار به ولټومه،

د هغه چا پسې به په چوکونو

او سړکونو کښې وګرځېږمه

چا سره چې زۀ مينه کومه.

نو زۀ ورپسې ښۀ وګرځېدمه

خو پېدا مې نۀ کړونه.

۳ چوکيدارانو زۀ ودرولمه،

کله چې هغوئ په ښار کښې ګرځېدل.

ما د هغوئ نه تپوس وکړلو،

”ولې تاسو هغه کس ليدلے دېنه

چا سره چې زۀ مينه کومه؟“

۴ نو چې د هغوئ نه لږ وړاندې لاړمه

ما خپل جانان پېدا کړونه.

هغه مې راټينګ کړونه

او تلو ته مې پرې نۀ‎ ښودلونه

او ما هغه د خپلې مور کور ته راوستونه

هغې کوټې ته په کومه کښې چې زۀ د مور

په ګېډه شوې ومه.

۵ اے د يروشلم جينکو، ما سره ټينګه وعده وکړئينه،

ترڅو چې مونږ پراتۀ يونه مونږ به نۀ په عذابوئينه.

درېم سرود

محبوبه

۶ چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنه

هغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟

چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه،

او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟

۷ دا د سليمان ګاډۍ ده وګورئينه،

چې ورسره شپېتۀ تکړه کسان

په پرګله کښې راروان دينه،

د بنى اِسرائيلو د ټولو نه ښۀ فوجيان ورسره دينه.

۸ هغوئ ټول په تُورو باندې سمبال دينه،

او په جنګ کښې هم ماهر دينه،

هر يو سره په ترخ کښې تُوره ده،

او هغوئ په شپه کښې د بادشاه د

حفاظت کولو جوګه هم دينه.

۹ سليمان بادشاه شاهى ګاډۍ ځان دپاره

د لبنان د دِيار د لرګو نه جوړه کړې ده نه.

۱۰ د هغې ستنې هغۀ د سپينو زرو نه جوړې کړې دينه،

او د هغې چت يې د سرو زرو نه جوړ کړے دېنه،

او د هغې بالښتونه کاسنى دينه.

هغه د يروشلم د پېغلو په مينې سره ښائسته شوې وه نه.

۱۱ اے د يروشلم پېغلو راشئ کنه،

او سليمان بادشاه وګورئينه

هغۀ هغه تاج په سر کړے دېنه

کوم چې د وادۀ په ورځ مور ورکړے وونه،

ډېره د خوشحالۍ ورځ وه د هغۀ د ټولو نه.