چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د سلیمان ښکلي غزلونه
پنځم فصل
عاشق
۱ ای زما محبوبې ای زما ناوې
راغلم زه تا ته یعنې خپل باغ ته
راټولوم زه مر او عطر خپل
زه خورمه خپل شات د ګبین سره
څښمه شراب او شیدې خپلې
د اورشلیم پېغلې
ای عاشقانو وخورئ او وڅښئ
او شئ نشه مینه کې
څلورم غزل: د بېلتون رنځ او پېوستون ته لېوالتیا
معشوقه
۲ زه وم ویده خو زړه مې ؤ بېداره
اواز مې واورېده د خپل جانان
چې ټکوي دروازه او وایي
عاشق
زما مینې زما محبوبې ما پرېږده چې راننوځم
زما محبوبې ای زما کوترې ته چې کامله یې
لوند شوی سر زما په پرخه باندې
او د شپې پرخې مې لامده کړي دي ویښتان
معشوقه
۳ ما خپل کالي وویستل
څنګه کولای شم چې بیا یې واغوندم؟
ومې وینځلې خپلې پښې
څنګه کولای شم چې بیا یې کړم چټلې؟
۴ هڅه وکړه زما جانان چې کړي خلاصه دروازه
نو لړزېده مې زړه هغه دپاره
۵ زه راپاڅېدم چې کړم خلاصه دروازه
د خپل جانان دپاره
زما د لاسونو نه په څڅېدو شول مر
زما له ګوتو څڅېدل ښکلي مر
کله چې ما راښکلو د دروازې قلفک
۶ ما دروازه خلاصه کړه خپل جانان ته
خو هغه تللی ؤ
ډېر مې غوښته چې اواز د هغه واورم
هغه مې ولټاوه خو پیدا مې نه کړ
ما ورته وکړ اواز خو هغه رانه کړ ځواب
۷ څوکیداران چې ګرځېدل په ښار کې
زه یې پیدا کړم
هغوی زه ووهلم او زخمي یې کړمه
زما نه یې لېرې کړ پوړنی څوکیدارانو
چې ساتنه یې د ښار د دېوالو کوله
۸ ای د اورشلیم پېغلو ما سره وکړئ قسم
که مو پیدا کړلو جانان زما
نو ورته ووایئ چې
زه ستا په مینه کې ناروغه یمه
د اورشلیم پېغلې
۹ ای په ټولو ښځو کې ښکلې ښځې
ولې د نورو نه بهتر دی جانان ستا
ستا جانان څه برتري لري له نورو څخه
چې مونږ ته د هغه په سر قسم راکوې؟
معشوقه
۱۰ زما جانان دی ښکلی او صحتمند دی
او دی ډېر غوره هغه د زرګونو خلکو څخه
۱۱ د هغه مخ ځلیږي سوچه سرو زرو په شان
ویښتان یې دي ول په ول
او دي تور لکه کارغه په شان
۱۲ د هغه سترګې دي لکه کوترو په شان
چې وي ناستې د ویالو په غاړه
داسې سپینې لکه شیدو په شان
چې وي ناستې د ډنډ په غاړه
۱۳ اننګي دي د هغه خوشبویه د هغه باغ په شان
چې وي ډک د خوشبویه بوټو څخه
تولیدوي هغه خوشبویه عطر
د هغه شونډې دي د لاله ګلونو په شان
چې ترې څاڅي عطر د مر
۱۴ د هغه مټې دي د سرو زرو میلو په شان
چې سینګار شوې په جواهرو باندې
بدن یې ښوی دی د فیل غاښونو په شان
چې سینګار شوی په لاجوردو باندې
۱۵ د هغه پښې دي د مرمرو د ستنو په شان
چې لګېدلې د سرو زرو په پایو کې
د هغه شکل دی لبنان د غرونو
او د سبر د لوړو ونو په شان
۱۶ ډېر خواږه دي ښکلول د هغه
په هر لحاظ دی زړه راښکونکی هغه
نو ای د اورشلیم پېغلو
زما جانان دی هغه او دی ملګری زما