د تيطوس په نوم د پولوس رسول خط

دوېم باب

صحيح تعليم ورکول

۱خو تۀ هغه تعليم ورکوه کوم چې د صحيح عقيدې په مطابق وى، ۲بوډاګانو سړو ته ووايه چې هغوئ دې پرهيزګاره، دروند خوى لرونکى او شريف وى، او د هغوئ ايمان دې کلک وى، د مينې او صبر نه دې ډک وى. ۳هم دغه شان زړو ښځو ته ووايئ چې حياداره دروند چال چلن دې کوى، هغوئ دې نۀ غېبت کوى او نۀ دې شرابى وى، هغوئ دې نورو ته د ښو خبرو تعليم ورکوى، ۴نو چې هغوئ ځوانانو ښځو ته دا ورزده کړى چې د خپلو خاوندانو او د خپلو بچو سره مينه کوى، ۵او هغوئ دې شريفې، پاک لمنې او د کور ښۀ کار کوونکې او مهربانى کوونکې او د خپلو خاوندانو تابعدارې دې وى، نو د دې دپاره چې د خُدائ پاک کلام بدنام نۀ شى. ۶په زلمو هم دغه شان زور راوړه چې هغوئ دې تقوىٰ دار وى. ۷په ټولو خبرو کښې خپل ځان د نېکو کارونو يو مثال جوړ کړه، او په خپل تعليم کښې پاکوالے او دروندوالے ښکاره کړه. ۸او د حقيقت تعليم داسې ورکړه چې څوک هم په کښې څۀ وئيلے نۀ شى، بيا به هر هغه څوک چې زمونږ مخالفت کوى شرمنده شى او بيا به د هغوئ سره زمونږ په حقله د وئيلو دپاره څۀ اِلزام نۀ وى. ۹غلامانو ته ووايه چې د خپلو مالِکانو حُکم دې منى او په هره خبره کښې دې هغوئ خوشحاله ساتى او د هغوئ سره دې بحث نۀ کوى، ۱۰غلا دې نۀ کوى بلکې پوره وفادار دې وى نو چې د دوئ هره خبره زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک د تعليم ښائست وى. ۱۱ځکه چې د خُدائ پاک فضل د ټولو خلقو د خلاصون دپاره څرګند شوے دے. ۱۲او مونږ ته دا تعليم راکوى چې بې‌دينى او دُنياوى خواهشونه پرېږدو او په موجوده زمانه کښې په پرهيزګارۍ، صداقت او ديندارۍ سره ژوند تېر کړُو، ۱۳نو چې مونږ د هغه مبارک اُميد، او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو. ۱۴نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بې‌شرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى. ۱۵په پوره اختيار سره دغه خبرې کوه، او د خلقو اصلاح کوه او ملامته کوه يې. هيڅ څوک دې تا ته په سپکه سترګه ونۀ ګورى.