چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ پرانیزه خپلې دروازې لبنانه
ترڅو وسوځوي اور ستا د سبر ونې
۲ وکړئ ژړا او انګولا ای د سروې ونو
دي رالوېدلې د سبر ونې
له منځه تللې هغه د شان او د شوکت ونې
وکړئ ژړا او انګولا ای د باشان د څېړیو ونو
له منځه تللي هغه ګڼ ځنګلونه
۳ له خفګانه کړي ژړا او انګولا شپانه
ځکه چې تللی دی جلال د دوی
د زمریانو غورېدل واورئ
ځکه تباه شوي د اردن ځنګلونه
۴ زما څښتن خدای ما ته داسې وویل: «د هغو پسونو د رمو شپون شه چې حلالیږي به. ۵ کوم کسان چې پسونه اخلي او حلالوي یې، سزا ورته نه ورکول کیږي. کوم کسان چې هغه خرڅوي، هغوی وایي: «د څښتن ثنا او صفت دې وي! مونږ شتمن یو! حتی د هغوی خپل شپانه هم په هغو باندې رحم نه کوي.»
۶ څښتن وایي: «زه به د دې ځمکې په خلکو باندې نور رحم نه کوم او زه به هر یو خپل ګاونډي او خپلو حاکمانو ته په لاس ورکړم. هغوی به په دې وطن باندې ظلم کوي او زه به یې د هغوی د لاسونو څخه نه خلاصوم.»
۷ هغو سوداګرانو چې پسونه اخیستي او خرڅ کړي دي، هغوی زه مزدور کړی یم او د هغو پسونو شپون کړی یې یم چې حلالیږي به. ما دوه لرګي راخیستي دي: په یو باندې مې د مهربانۍ نوم ایښی او په بل باندې مې د یووالي نوم ایښی دی. او ما په رمې باندې پام کاوه ۸ او په یوه میاشت کې مې د هغو درېو شپنو څخه ځان خلاص کړ. ما د پسونو د سوداګرانو سره خپله حوصله له لاسه ورکړه او هغوی هم زما څخه کرکه کوله. ۹ بیا ما وویل: «زه به نور ستاسو شپون نه یم. که تاسو مړه کېږئ، نو مړه دې شئ. که له منځه ځئ، نو له منځه دې لاړ شئ. کوم کسان چې ژوندي پاتې کیږي، پرېږده چې یو بل سره وخوري.» ۱۰ بیا ما هغه لرګی چې د مهربانۍ په نوم یادېده راواخیست او مات مې کړ، ترڅو هغه لوظ مات کړم چې څښتن د ټولو قومونو سره کړی ؤ. ۱۱ نو په هماغه ورځ تړون مات شو. د پسونو سوداګرانو ما ته کتل او هغوی پوه شول چې ما چې کوم کار وکړ هغه د خدای پیغام ؤ. ۱۲ ما هغوی ته وویل: «که ستاسو خوښه وي، نو ما ته خپله مزدوري راکړئ. که نه، نو ویې ساتئ.» نو هغوی ما ته په مزدورۍ کې د سپینو زرو دېرش سکې راکړې.
۱۳ بیا څښتن ما ته وویل: «هغه د عبادتځای په خزانه کې کېږده. نو ما هغه د سپینو زرو دېرش سکې چې د هغو په نظر کې زه د هغو وړ وم واخیستې او هغه مې د عبادتځای په خزانه کې کېښودلې. ۱۴ بیا مې هغه دوهم لرګی چې د یووالي په نوم یادېده مات کړ، نو د یهودا او اسراییلو یووالی ټوټې ټوټې شو.
۱۵ بیا څښتن ما ته وویل: «دا ځل بیا د کمعقل شپون سامان راواخله. ۱۶ ځکه ما یو شپون د خپلې رمې مسوول ټاکلی دی، خو هغه به په هغو پسونو باندې پام نه کوي چې مړه کیږي، نه به ورک شوي پسونه لټوي او نه به د زخمي شویو پسونو علاج کوي او نه به روغو پسونو ته خوراک ورکوي، بلکې هغه به د چاغو پسونو غوښې خوري او سومونه به یې وباسي.
۱۷ افسوس په حال د هغه شپون
چې پرېږدي خپله رمه
توره دې ووهي ښي لاس او د هغه ښي سترګه
د هغه مټ دې وچ شي په پوره توګه
او بیخي ړنده دې شي د هغه ښي سترګه