بل څپرکۍ

د زکریا نبي کتاب

څوارلسم فصل

اورشلیم او نور قومونه

۱ ای اورشلیمه! ګوره، د څښتن ورځ راروانه ده. ستاسو مال او دولت به درڅخه په زور واخیستل شي او هغه به ستاسو په مخکې په خپل منځ کې سره ووېشي. ۲ څښتن به ټول قومونه سره راټول کړي چې د اورشلیم سره جنګ وکړي. ښار به ونیول شي، کورونه به لوټ کړای شي او د ښځو سره به په زوره زنا وشي. د ښار نیم خلک به جلاوطنه شي، خو پاتې خلک به په ښار کې پرېښودل شي. ۳ بیا به څښتن راووځي او د هغو قومونو په وړاندې به وجنګیږي لکه څنګه چې په پخوا وختونو کې جنګېدلی ؤ. ۴ په هغه ورځ به هغه د اورشلیم ختیځ خواته د زیتونو په غره باندې ودریږي. د زیتونو غر به په منځ کې سره نیم شی او د ختیځ نه لوېدیځ خواته به یوه پراخه دره راپیدا شي. نیم غر به شمال او نیم به جنوب خواته وخوځیږي. ۵ تاسو به د هغې درې په لاره چې اضل ته تللې ده، وتښتئ. تاسو به د خپلو نیکونو په شان چې د یهودا د پاچا عزیا په وخت کې د زلزلې له امله تښتېدلي وو، وتښتئ. بیا به زما څښتن خدای راشي او ټولې فرښتې به د ځان سره راولي.

۶ په هغه ورځ به هلته نه د لمر رڼا وي، نه یخني او نه به یخ نیول، ۷ دا به یوه بې‌مثاله ورځ وي. شپه او ورځ به نه وي، بلکې د ماښام په وخت کې به هم رڼا وي. یوازې څښتن به پوهیږي چې کله به داسې کار وشي.

۸ کله چې هغه ورځ راشي، نو د اورشلیم نه به تازه اوبه بهیږي، نیمې به مړې بحیرې ته او نیمې به د مدیترانې بحیرې ته بهیږي. هغه به ټول کال بهیږي، هم په اوړي او هم په ژمي کې. ۹ نو په هغه ورځ به بیا څښتن د ټولې دنیا پاچا وي. هرڅوک به د یوازېني څښتن خدای عبادت کوي او په همدې نوم به یې پېژني.

۱۰ په شمال کې د جبعې نه په جنوب کې تر رمون پورې ټوله سیمه به هواره شي. خو اورشلیم به په خپل اصلي ځای باندې لوړ ولاړ وي. د اورشلیم ښار به د بنیامین د دروازې نه د کنج تر دروازې پورې چې پخوانۍ دروازه ده، رسیږي او د حننییل د برج نه د شاهانه شرابو جوړولو ترځایه پورې رسیږي. ۱۱ خلک به په اورشلیم کې اوسیږي. هلته به نور د بربادۍ کوم خطر نه وي او خلک به په امن کې اوسیږي.

۱۲ څښتن به په هغو قومونو باندې چې د اورشلیم سره یې جنګ کړی دی، مرضونه نازل کړي. هغوی به ژوندي وي، خو غوښې به یې ورستې وي، د هغوی سترګې او ژبې به خرابې شي. ۱۳ په هغه ورځ به څښتن هغوی وارخطا کړي او داسې به یې ووېروي چې هغوی به یو بل سره رانیسي او یو په بل باندې به حملې کوي. ۱۴ د یهودا خلک به د اورشلیم نه د دفاع په خاطر جنګیږي. هغوی به د ټولو قومونو مال او دولت په غنیمت یوسي چې په هغو کې به سره زر، سپین زر او پرېمانه کالي وي. ۱۵ همدارنګه د هغو قومونو په اسونو، قچرو، اوښانو، خرو او ټولو حیواناتو باندې به چې د دښمن په کمپ کې دي، خطرناکه مرضونه نازل شي.

۱۶ بیا د قومونو ټول ژوندي پاتې شوي خلک چې په اورشلیم باندې یې حمله کړې وه، هغوی به هر کال هلته ځي چې د پاچا یعنې مطلق قادر څښتن عبادت وکړي او د جونګړو اختر به لمانځي. ۱۷ خو که چېرې کوم قوم د مطلق قادر څښتن یعنې پاچا ته د عبادت دپاره د تللو څخه انکار وکړي، نو د هغوی په وطن باندې به باران نه اوریږي. ۱۸ که چېرې مصریان د جونګړو د اختر د لمانځلو نه انکار وکړي، نو په هغوی باندې به هماغه شان مرض نازل شي لکه څنګه چې څښتن به یې په هغو قومونو باندې نازل کړي چې د تللو نه انکار کوي. ۱۹ دا به هغه سزا وي چې مصر او هغو ټولو قومونو ته به ورکول کیږي چې د جونګړو د اختر د لمانځلو دپاره نه ځي.

۲۰ په هغه ورځ به د اسونو په زنګونو باندې هم دا کلمې لیکل شوې وې چې «څښتن ته وقف شوي.» د خدای د کور دېګونه به د قربانۍ د ځای د کاسو په شان سپېڅلي وي. ۲۱ همدارنګه په اورشلیم او ټوله یهودا کې چې کوم دېګونه دي، هغه به هم د مطلق قادر څښتن د عبادت دپاره وقف کړای شي. کوم خلک چې قربانۍ وړاندې کوي، نو هغوی به دا دېګونه د قربانۍ د غوښې د ایشولو دپاره کاروي. کله چې هغه ورځ راشي، نو د مطلق قادر څښتن په کور کې به نور یو سوداګر هم پاتې نه شي.

بل څپرکۍ