د لومړي تواریخ کتاب

څلورویشتم فصل

د کاهنانو دندې

۱ د هارون اولاده په لاندېنیو ډلو وېشل شوې وه.

هارون څلور زامن درلودل چې ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار نومېدل. ۲ خو ناداب او ابیهو د خپل پلار نه مخکې مړه شول او زامن یې نه درلودل. له دې امله العازار او ایتامار د کاهنانو په توګه خدمت کاوه.

۳ داود د هارون اولاده د هغوی له وظیفو سره سم په ډلو کې تنظیم کړه. صادوق چې د العازار له اولادې څخه ؤ او اخیملک چې د ایتامار له اولادې څخه ؤ، هغوی د داود سره مرسته کوله.

۴ د العازار اولاده په شپاړسو ډلو او د ایتامار اولاده په اتو ډلو ووېشل شوه، ځکه چې د العازار د کورنیو مشران زیات وو. ۵ د هرې ډلې وظیفه د پچې له مخې څرګندېده، ترڅو د دوی په منځ کې اختلاف پیدا نه شي، ځکه چې د دواړو ډلو (العازار او ایتامار) مامورانو او روحاني مشرانو د خدای په کور کې خدمت کاوه.

۶ د العازار او ایتامار اولادې په خپل وار سره پچې واچولې. بیا د نتنییل زوی شمعیه چې د لاویانو یو منشي ؤ د هغوی نومونه ثبتول. داود پاچا، د هغه درباریان، صادوق کاهن، د ابیاتار زوی اخیملک او د کاهنانو او د لاویانو د کورنیو مشران ټول د دې کار شاهدان وو.

۷‏-۱۸ د کاهنانو هره ډله د خپلې کورنۍ د مشر په نوم لاړه او د پچې له مخې په لاندینې ترتیب سره هغوی ته خپلې وظیفې وسپارل شوې: یهویاریب، یدعیا، حاریم، سعوریم، ملکیا، میامین، هقوس، ابیا، یشوع، شکنیا، الیاشیب، یاقیم، حفه، یشباب، بلجه، یمیر، حیزیر، هفسیس، فتحیا، یحزقیییل، یاکین، جامول، دلایا او معزیا. ۱۹ دغو کسانو ته د څښتن په کور کې خپلې وظیفې وروسپارل شوې، لکه څنګه چې د اسراییلو څښتن خدای د هغوی په نیکه یعنې هارون باندې امر کړی ؤ.

پاتې لاویان

  • ۲۰ دا د لاوي د نورې اولادې لست دی:
  • عمرام د شوباییل نیکه او شوباییل د یحدیا نیکه ؤ.
  • ۲۱ رحبیا د یشیه نیکه ؤ او یشیه د خپلې کورنۍ مشر ؤ.
  • ۲۲ یزهار د شلوموت نیکه او شلوموت د یحت نیکه ؤ.
  • ۲۳ حبرون څلور زامن درلودل چې په لاندې ډول وو: یریا، امریا، یحزییل او یقمعام.
  • ۲۴ عزییل د میکا او میکا د شامیر نیکه ؤ.
  • ۲۵ د میکا ورور یشیه د زکریا نیکه ؤ.
  • ۲۶ مراري د محلي، موشي او د یعزیا پلار ؤ. یعزیا د بنو پلار ؤ.
  • ۲۷ یعزیا څلور زامن درلودل چې بنو، شوهم، زکور او عبري نومېدل.
  • ۲۸‏-۲۹ محلي د العازار او د قیس پلار ؤ. العازار هېڅ زامن نه درلودل، خو قیس د یرحمییل پلار ؤ.
  • ۳۰ موشي درې زامن درلودل چې محلي، عیدر او یریموت نومېدل.

دا د لاوي اولاده وه د هغوی د خپلو طایفو له مخې. ۳۱ لکه د هارون د اولادې په شان، هغوی هم د پچې له مخې د داود پاچا، صادوق، اخیملک او د کاهنانو او د لاویانو د کورنیو د مشرانو په حضور، پرته له کوم ویشه او تبعیضه چې څوک مشر دی او څوک کشر دی، وټاکل شول.