کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ د هارون اولاده په لاندېنیو ډلو وېشل شوې وه.
هارون څلور زامن درلودل چې ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار نومېدل. ۲ خو ناداب او ابیهو د خپل پلار نه مخکې مړه شول او زامن یې نه درلودل. له دې امله العازار او ایتامار د کاهنانو په توګه خدمت کاوه. ۳ داود د هارون اولاده د هغوی له دندو سره سم په ډلو کې تنظیم کړه. صادوق چې د العازار د اولادې څخه ؤ او اخیملک چې د ایتامار د اولادې څخه ؤ، هغوی د داود سره مرسته کوله. ۴ د العازار اولاده په شپاړسو ډلو او د ایتامار اولاده په اتو ډلو ووېشل شوه، ځکه چې د العازار د کورنیو مشران زیات وو. ۵ د هرې ډلې دنده د پچې له مخې څرګندېده، ترڅو د دوی په منځ کې اختلاف پیدا نه شي، ځکه چې د دواړو ډلو العازار او ایتامار مامورینو او روحاني مشرانو د خدای په کور کې خدمت کاوه. ۶ د العازار او ایتامار اولادې په خپل وار سره پچې واچولې. بیا د نتنییل زوی شمعیه چې د لاویانو یو منشي ؤ د هغوی نومونه ثبتول. داود پاچا، د هغه درباریان، صادوق کاهن، د ابیاتار زوی اخیملک او د کاهنانو او د لاویانو د کورنیو مشران ټول د دې کار شاهدان وو.
۷-۱۸ د کاهنانو هره ډله د خپلې کورنۍ د مشر په نوم لاړه او د پچې له مخې په لاندې ډول سره هغوی ته خپلې دندې وسپارل شوې: یهویاریب، یدعیا، حاریم، سعوریم، ملکیا، میامین، هقوس، ابیا، یشوع، شکنیا، الیاشیب، یاقیم، حفه، یشباب، بلجه، یمیر، حیزیر، هفسیس، فتحیا، یحزقییل، یاکین، جامول، دلایا او معزیا. ۱۹ دغو کسانو ته د څښتن په کور کې خپلې دندې وروسپارل شوې، لکه څنګه چې د اسراییلو څښتن خدای د هغوی نیکه یعنې هارون ته حکم کړی ؤ.
۳۰ موشي درې زامن درلودل چې محلي، عیدر او یریموت نومېدل. دا د لاوي اولاده وه د هغوی د خپلو طایفو له مخې. ۳۱ لکه د هارون د اولادې په شان هغوی هم د پچې له مخې د داود پاچا، صادوق، اخیملک او د کاهنانو او د لاویانو د کورنیو د مشرانو په حضور، پرته له کوم ویشه او تبعیضه چې څوک مشر دی او څوک کشر دی، وټاکل شول.