Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ خو سلیمان د خپلې ماڼۍ په جوړولو باندې دیارلس کاله تېر کړل او هغه یې پوره کړه. ۲ د ماڼۍ هغه سالون چې د لبنان د ځنګل د سالون په نوم یادېده څلورڅلوېښت متره اوږدوالی، دوه ویشت متره سور او دیارلس نیم متره لوړوالی درلود. هغه د سبر د ونو د ستنو څلور قطاره درلودل چې د سبر تیران ورباندې پراته وو. ۳ د دې سالون د سبر د لرګیو بام د تیرانو دپاسه ؤ او دا تیران په ستنو باندې پراته وو. ټول پنځه څلوېښت تیران او په هر یو قطار کې پنځلس تیران وو. ۴ د هغې کړکۍ ګانې په درې قطارونو کې یو بل ته مخامخ ایښودل شوې وې. ۵ دروازو او کړکیو مستطیل شکله چوکاټونه درلودل او په هر دېوال کې د کړکیو درې قطاره یو بل ته مخامخ وو.
۶ بل سالون چې د ستنو د سالون په نوم یادېده، دوه ویشت متره اوږد او دیارلس نیم متره یې سور ؤ. د هغه مخې ته یو دالان ؤ چې بام یې درلود او په ستنو باندې ټینګ شوی ؤ.
۷ د پاچا د تخت کوټه چې د قضاوت د سالون په نوم هم یادېدله، یعنې هغه ځای چې سلیمان به په کې د دعوو پرېکړې کولې، د غولي څخه تر چته پورې یې د سبر د لرګیو تختې درلودلې.
۸ د سلیمان خپل کور په بله حوېلۍ کې د قضاوت د سالون شاته ؤ چې د نورو ودانیو په شان جوړ شوی ؤ. همدارنګه سلیمان د فرعون د لور دپاره چې هغه ورسره واده کړی ؤ د دې کور په شان یو کور جوړ کړ.
۹ دا ټولې ودانۍ د باندې څخه تر لویې حوېلۍ پورې او د بنیاد څخه تر بامه پورې د ډېرو ښو تیږو د تختو څخه چې په ټاکلو اندازو غوڅې شوې وې او باندیني او دننني مخونه یې په ارو باندې غوڅ شوي وو، جوړې شوې وې. ۱۰ بنیادونه یې په ډېرو ښو لویو تیږو باندې چې ځینې یې څلورنیم متره او ځینې یې درې نیم متره اوږدوالی درلود ایښودل شوي وو. ۱۱ د هغو دپاسه په ټاکلو اندازو غوڅې شوې ډېرې ښې تیږې او د سبر د لرګیو تیران وو. ۱۲ د ماڼۍ د لویې حوېلۍ دېوال چې د حوېلۍ څخه چاپېره شوی ؤ، د څښتن د کور د داخلي حوېلۍ او د هغه د دالان په شان درې طبقې توږل شوې تیږې او یوه طبقه د سبر د لرګیو تیران یې درلودل.
۱۳ سلیمان پاچا یو سړی راوغوښت چې حورام نومېده او د صور په ښار کې اوسېده. ۱۴ هغه د نفتالي د قبیلې څخه د یوې کونډې زوی ؤ او د هغه پلار د صور څخه ؤ او د برنجو کسبګر ؤ. حورام ډېر ماهر او پوه سړی ؤ او د برنجو په هر ډول کار کې یې تجربه درلودله. هغه سلیمان پاچا ته راغی او ټول هغه کارونه چې ورته سپارل شوي وو، سرته یې ورسول.
۱۵ حورام دوه برنجي ستنې په قالب کې جوړې کړې چې د هرې یوې لوړوالی اته متره او ګردچاپېر یې پنځه متره او دېرش سانتي ؤ. ۱۶ همدارنګه هغه د قالب شویو برنجو څخه دوه تاجونه جوړ کړل او د ستنو په سرونو باندې یې کېښودل. هر تاج دوه متره او شل سانتي لوړ ؤ. ۱۷ د اوبدل شویو زنځیرونو یوه جالۍ وه چې د ستنو سرونه يې په تاجونو باندې ښکلي کړي وو. د هر تاج دپاره اووه دانې زنځیرونه وو. ۱۸ هغه په دوه قطارونو کې برنجي انار جوړ کړل چې د هر جال څخه راتاو شي او هغه تاجونه چې د ستنو په سر باندې وو، ښکلي کړي. ۱۹ هغه تاجونه چې په دالان کې د ستنو په سرونو باندې وو، د سوسن د ګلونو په شکل وو او یو متر او اتیا سانتي لوړوالی یې درلود. ۲۰ د دواړو ستنو په تاجونو باندې د کاسه شکله برخې دپاسه چې د جال په څنګ کې وه، په چارچاپېره قطارونو کې دوه سوه برنجي انار وو. ۲۱ حورام د خدای د کور د دروازې په مخکې دا دوه برنجي ستنې ودرولې. د جنوبي خوا ستن یې د یاکین په نوم او د شمالي خوا ستن یې د بوعز په نوم یاده کړه. ۲۲ د ستنو په سرونو باندې د سوسن د ګلونو په شکل برنجي تاجونه وو. په دې توګه د ستنو کار سرته ورسېده.
۲۳ حورام د برنجو څخه یوه ګرده ټانکۍ جوړه کړه چې ژوروالی یې دوه متره او شل سانتي، قطر یې څلورنیم متره او ګردچاپېر یې دیارلس نیم متره ؤ. ۲۴ د ټانکۍ د غاړې ګردچاپېره د برنجي کدوانو دوه قطارونه وو چې د ټانکۍ د نورو برخو سره یوځای قالب شوي وو. ۲۵ ټانکۍ د دولسو برنجي غویانو په شا باندې ولاړه وه چې درې یې شمال ته، درې یې جنوب ته، درې یې ختیځ ته او درې یې لوېدیځ ته مخامخ وو. ټانکۍ د هغو دپاسه وه او د هغو سرونه دباندې خواته وو. ۲۶ د هغه پنډوالی پنځه اویا ملي متره ؤ او څنډه یې د جام د څنډې په شان وه چې د سوسن د غوړېدلي ګل په شان معلومېدله. په دې ټانکۍ کې د څلوېښت زرو لیترو نه زیاتې اوبه ځایېدلې.
۲۷ همدارنګه حورام لس برنجي ګاډۍ جوړې کړې چې هرې یوې یو متر او اتیا سانتي اوږدوالی، یو متر او اتیا سانتي سور او یو متر او دېرش سانتي لوړوالی درلود. ۲۸ د ګاډیو نقشه په دې ډول وه: د ګاډۍ په چوکاټونو کې څلور کنجه تختې ایښودل شوې وې. ۲۹ په څلور کنجه تختو باندې د زمریانو، غویانو او د اسماني مخلوقاتو نقشونه وو. په چوکاټونو باندې د زمریانو او غویانو د نقشونو دپاسه او لاندې د ګلانو د غونچو نقشونه وو چې د ټکول شوي فلز څخه جوړ شوي وو. ۳۰ هرې ګاډۍ د برنجي میلو سره څلور برنجي ارابې درلودلې. د تشت دپاره په څلورو کنجونو کې برنجي کومکي میلې وې. د هغو په هر اړخ کې د ګلانو د غونچو نقشونه وو. ۳۱ د تشت دپاره د ګاډۍ په سر باندې یو ګرد چوکاټ ؤ. هغه د ګاډۍ د سر څخه پنځه څلوېښت سانتي متره پورته خواته او اووه شپېته سانتي متره لاندې دننه خواته غزېدلی ؤ. د خولې چارچاپېره یې چې ګرده وه، نقشونه ویستل شوي وو. د ګاډیو تختې ګردې نه وې، بلکې څلور کنجه وې. ۳۲ څلور ارابې د تختو لاندې وې او د ارابو میلې د ګاډیو پورې نښتي وو. د هرې ارابې قطر اووه شپېته سانتي ؤ. ۳۳ دا ارابې د جنګي ګاډیو د ارابو په شان جوړې شوې وې. د هغوی میلې، څنډې، پرې او د ارابو منځنۍ برخې ټول په قالب کې د برنجو څخه جوړ شوي وو. ۳۴ د هرې ګاډۍ په لاندېنیو څلورو کنجونو کې څلور کومکي ستنې وې چې د ګاډۍ سره نښتې وې. ۳۵ د ګاډۍ په سر باندې یوه ګرده کړۍ وه چې دوه ویشت سانتي متره لوړوالی یې درلود. کومکي ستنې او تختې د ګاډۍ د سر پورې نښتې وې. ۳۶ هغه په کومکي ستنو او تختو باندې په هر خالي ځای کې د اسماني مخلوقاتو، زمریانو او د خرما د ونو نقشونه جوړ کړل او د هغو سره چارچاپېره د ګلانو د غونچو نقشونه وو. ۳۷ په دې ډول هغه لس ګاډۍ جوړې کړې چې ټولې په یو قالب کې جوړې شوې وې او د اندازې او شکل له مخې یوشان وې.
۳۸ همدارنګه حورام لس برنجي تشتونه جوړ کړل چې د هرې ګاډۍ دپاره یو تشت ؤ. د هر تشت قطر یو متر او اتیا سانتي ؤ او شاوخوا اته سوه لیتره اوبه په کې ځایېدلې. ۳۹ هغه پنځه ګاډۍ د خدای د کور په جنوب کې او پنځه یې په شمال کې ځای په ځای کړې. د خدای د کور په جنوب ختیځ کنج کې یې ټانکۍ کېښودله.
۴۰ حورام همدارنګه تشتونه، بېلچې او د وینو د شیندلو کاسې جوړې کړې.
نو حورام هغه ټول کارونه پای ته ورسول چې د سلیمان پاچا دپاره یې د څښتن د کور په خاطر په خپله غاړه اخیستي وو:
د څښتن د کور دا ټول سامان چې حورام د سلیمان پاچا دپاره جوړ کړی ؤ، د صیقل شویو برنجو څخه وو. ۴۶ دا شیان پاچا د اردن په دره کې د سوکوت او زرتان ترمنځ د خاورې په قالبونو کې جوړ کړي وو. ۴۷ سلیمان دا شیان ونه تلل، ځکه چې هغه ډېر زیات وو او د برنجو وزن معلوم نه شو.
۴۸ همدارنګه سلیمان د څښتن د کور دپاره دا شیان جوړ کړل:
۵۱ کله چې سلیمان پاچا د څښتن د کور ټول کارونه پای ته ورسول، بیا سلیمان دا ټول شیان یعنې سپین او سره زر او نور سامان چې د هغه پلار داود څښتن ته وقف کړی ؤ، هغه یې د څښتن د کور په خزانو کې کېښود.