د اول سموییل کتاب

دولسم فصل

د سموییل د خدای په امانۍ خبرې

۱ سموییل ټولو اسراییلو ته وویل: «هرڅه چې تاسو زما څخه وغوښتل ما هغه سرته ورسول او تاسو ته مې یو پاچا وټاکه. ۲ تاسو اوس د خپل مشر په توګه یو پاچا لرئ. زه زوړ او سپین ږیری شوی یم او دا دی زما زامن ستاسو سره دي. زه د خپلې ځوانۍ څخه تر نن ورځې پورې ستاسو مشر وم. ۳ زه حاضر یم، که چېرې ما کوم غلط کار کړی وي ماته د څښتن او د هغه غوره شوي پاچا په مخکې دا حقیقت ووایئ. ایا ما د چا څخه غویی یا خر اخیستی دی؟ ایا ما له چا سره ټګي کړې ده یا په چا باندې مې ظلم کړی دی؟ ایا ما د چا څخه رشوت اخیستی دی؟ که چېرې ما داسې کوم کار کړی وي، نو څه چې ما اخیستي وي هغه به بېرته ورکړم.»

۴ قوم ځواب ورکړ: «نه! تا نه زمونږ سره ټګي کړې ده او نه دې په مونږ باندې ظلم کړی دی. د هېچا څخه دې څه نه دي اخیستي.»

۵ سموییل ځواب ورکړ: «څښتن او د هغه غوره شوی پاچا نن شاهدان دي چې تاسو خلک پوه شوئ چې زه په پوره توګه بې ګناه یم.»

هغوی ځواب ورکړ: «هو، څښتن زمونږ شاهد دی.»

۶ سموییل زیاته کړه: «دا څښتن ؤ چې موسی او هارون یې وټاکل او ستاسو نیکونه یې له مصر څخه راوویستل. ۷ اوس په خپل ځای باندې ودرېږئ. زه غواړم چې تاسو د خدای په وړاندې د شواهدو سره حاضر کړم او تاسو ته هغه ښېګڼې در په یاد کړم چې خدای ستاسو او ستاسو د نیکونو د ژغورلو دپاره کړې دي. ۸ کله چې یعقوب او د هغه کورنۍ مصر ته لاړل او مصریانو په هغو باندې ظلم کاوه، ستاسو نیکونو د مرستې دپاره څښتن ته فریاد وکړ. نو هغه موسی او هارون ورواستول او ستاسو نیکونه یې له مصر څخه راوویستل او هغوی یې په دې خاوره کې ځای په ځای کړل. ۹ خو خلکو خپل څښتن خدای هېر کړ. نو هغه دوی فلسطینیانو، د موآب پاچا او د حاصور د ښار د لښکر قوماندان سیسرا ته په لاس ورکړل او هغوی ورسره جنګ وکړ. ۱۰ نو هغوی د مرستې دپاره څښتن ته فریاد وکړ او ویې ویل: مونږ ګناه کړې ده ځکه چې ای څښتنه، ستا څخه مونږ مخ اړولی دی او د بعل او عشتاروت د بتانو عبادت مو کړی دی. مونږ د خپلو دښمنانو څخه وژغوره نو مونږ به ستا عبادت وکړو! ۱۱ بیا څښتن جدعون، باراق، یفتاح او په اخره کې یې زه راواستولم. تاسو یې د خپلو شاوخوا دښمنانو له لاسه وژغورلئ، ترڅو په امن کې واوسېږئ. ۱۲ خو کله چې تاسو ولیدل چې د عمون پاچا ناحاش په تاسو باندې حمله کوي، تاسو ماته وویل: مونږ پاچا غواړو چې په مونږ باندې حکومت وکړي. که څه هم څښتن ستاسو پاچا ؤ خو هغه مو رد کړ.

۱۳ اوس دا دی هغه پاچا چې تاسو غوره کړی دی او غوښتی مو دی. وګورئ، څښتن تاسو ته پاچا ټاکلی دی ترڅو په تاسو باندې حکومت وکړي. ۱۴ که چېرې د خپل څښتن خدای درناوی وکړئ، د هغه خدمت وکړئ، هغه ته غوږ ونیسئ او د هغه حکمونو ته غاړه کېږدئ او که چېرې تاسو او ستاسو پاچا د هغه پیروي وکړئ، نو ستاسو هرڅه به ښه وي. ۱۵ خو که تاسو څښتن ته غوږ ونه نیسئ او د هغه د حکمونو څخه سرغړونه وکړئ هغه به ستاسو او ستاسو د پاچا په ضد شي. ۱۶ نو اوس په خپل ځای باندې ودرېږئ. تاسو به د څښتن هغه لوی کار ووینئ چې ستاسو په مخکې به یې وکړي. ۱۷ تاسو پوهېږئ چې د دې موسم په دوران کې چې د غنمو د لو وخت دی باران نه وریږي. زه به دعا وکړم چې څښتن تندر او باران راولېږي. څه وخت چې داسې وشي تاسو به پوه شئ چې د پاچا په غوښتلو سره مو د څښتن په وړاندې لویه ګناه کړې ده.»

۱۸ بیا سموییل دعا وکړه او په هماغه ورځ څښتن تندر او باران راولېږه. نو ټول قوم د څښتن او سموییل څخه ډېر ووېرېد ۱۹ او هغوی سموییل ته وویل: «ښاغلیه! مهرباني وکړه زمونږ په خاطر خپل څښتن خدای ته دعا وکړه چې مونږ مړه نه شو. اوس مونږ پوه شو چې مونږ په خپلو نورو ټولو ګناهونو برسېره د پاچا په غوښتلو سره بله ګناه هم وکړه.»

۲۰ سموییل ځواب ورکړ: «مه وېرېږئ. که څه هم تاسو ډېر بد کار کړی دی، خو د څښتن څخه مخ مه اړوئ، بلکې د زړه له کومي د هغه خدمت وکړئ. ۲۱ په خوشې بتانو پسې مه ګرځئ هغه تاسو ته ګټه نه رسوي او تاسو ژغورلی نه شي، ځکه چې هغه بې فایدې دي. ۲۲ څښتن به د خپل لوی نوم په خاطر خپل قوم پرېنږدي، ځکه چې د هغه رضا وه چې ستاسو څخه خپل ځانګړی قوم جوړ کړي. ۲۳ باقي پاتې شوه زما خبره، څښتن دې داسې ونه کړي چې زه د هغه په وړاندې ګناه وکړم او ستاسو دپاره نوره دعا ونه کړم بلکې زه به تاسو ته سمه او ښه لاره دروښایم. ۲۴ یوازې د څښتن څخه ووېرېږئ او په وفادارۍ سره د زړه له کومي د هغه خدمت وکړئ. د هغو لویو کارونو په اړه فکر وکړئ چې ستاسو دپاره یې کړي دي. ۲۵ خو که چېرې تاسو خپلو بدو کارونو ته دوام ورکړئ تاسو به د خپل پاچا سره له منځه لاړ شئ.»