د اول سموییل کتاب

یوولسم فصل

شاوول د یابیش ښار ازادوي

۱ په دې وخت کې د عمون پاچا ناحاش روان شو او د یابیش ښار یې چې په جلعاد کې ؤ کلابند کړ. د یابیش خلکو ناحاش ته وویل: «زمونږ سره یو تړون وکړه، مونږ به تا د خپل مشر په توګه ومنو.»

۲ ناحاش په ځواب کې وویل: «زه به ستاسو سره په یو شرط د سولې تړون وکړم، چې ستاسو د هر یو ښي سترګه وباسم، ترڅو د ټولو اسراییلو دپاره د رسوایۍ سبب شي.»

۳ د یابیش سپین ږیرو وویل: «مونږ ته اووه ورځې وخت راکړه چې مونږ ټولو اسراییلو ته استازي ولېږو. که چېرې هېچا مونږ ونه ژغورلو، نو بیا به مونږ تاسو ته تسلیم شو.»

۴ کله چې استازي جبعې ته چې شاوول په کې اوسېده ورسېده، نو خلکو ته یې خبر ورکړ او هغوی په لوړ اواز سره وژړل. ۵ په دغه وخت کې شاوول د خپلو غویانو شاته د پټي څخه راغی، هغه پوښتنه وکړه: «څه پېښ شوي دي؟ دا خلک ولې ژاړي؟» نو هغوی د یابیش د استازو خبره ورته بیان کړه. ۶ کله چې شاوول د هغوی خبرې واورېدلې، د خدای روح ناڅاپه په هغه باندې نازل شو او هغه ډېر زیات په قهر شو. ۷ هغه یوه جوړه غویان ووژل، هغه یې ټوټې، ټوټې کړل او د استازو په وسیله یې ټولو اسراییلو ته واستول او اخطار یې ورکړ: «هر هغه څوک چې د شاوول او سموییل پسې جګړې ته لاړ نه شي، نو د هغوی د غویانو سره به همداسې عمل وشي.»

په دې وخت کې په قوم باندې د څښتن وېره راغله او هغوی ټول سره یوځای راغلل. ۸ کله چې شاوول هغوی په بازق کې سره راغونډ کړل، د اسراییلو د خلکو شمېر درې لکه او د یهودیانو شمېر دېرش زره تنه وو. ۹ دوی هغو استازو ته چې د یابیش څخه راغلي وو وویل: «خپلو خلکو ته ووایئ چې تاسو به سبا د غرمې څخه مخکې وژغورل شئ.» کله چې د یابیش خلکو پیغام تر لاسه کړ، هغوی ډېر خوشحاله شول. ۱۰ نو عمونیانو ته یې وویل: «سبا به مونږ تاسو ته تسلیم شو، څه چې ستاسو خوښه وي زمونږ سره یې وکړئ.»

۱۱ په هماغه شپه شاوول خپل خلک په درې ډلو باندې ووېشل، د سباوون په وخت کې یې د عمونیانو په کمپ باندې حمله وکړه او د ورځې تر غرمې پورې یې هغوی ووژل. هغه عمونیان چې ژوندي پاتې شوي وو داسې خواره واره شول، چې د هغوی دوه نفره هم سره یوځای پاتې نه شول.

۱۲ بیا د اسراییلو خلکو سموییل ته وویل: «هغه خلک څوک وو چې ویل یې چې شاوول باید زمونږ پاچا نه شي؟ هغوی مونږ ته راوسپارئ چې ویې وژنو!»

۱۳ خو شاوول وویل: «نن به هېڅوک نه وژل کیږي، ځکه چې دا هغه ورځ ده چې څښتن اسراییل ژغورلي دي.» ۱۴ نو سموییل خلکو ته وویل: «راشئ چې ټول جلجال ته لاړ شو او یوځل بیا شاوول د خپل پاچا په توګه اعلان کړو.» ۱۵ بیا ټول قوم جلجال ته لاړ او د څښتن په حضور کې یې شاوول د خپل پاچا په توګه اعلان کړ. په هغه ځای کې دوی څښتن ته د سولې نذرانې قرباني کړې او شاوول او د اسراییلو ټولو خلکو یو لوی جشن ونیوه.