کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ په دې وخت کې د عمون پاچا ناحاش روان شو او د یابیش ښار یې چې په جلعاد کې ؤ، کلابند کړ. د یابیش خلکو ناحاش ته وویل: «زمونږ سره یو تړون وکړه، مونږ به تا د خپل مشر په توګه ومنو.» ۲ ناحاش په ځواب کې وویل: «زه به ستاسو سره په یو شرط د سولې تړون وکړم، چې ستاسو د هر یو ښي سترګه وباسم، ترڅو د ټولو اسراییلو دپاره د رسوایۍ سبب شي.»
۳ د یابیش سپین ږیرو وویل: «مونږ ته اووه ورځې وخت راکړه چې مونږ ټولو اسراییلو ته استازي ولېږو. که چېرې هېچا مونږ ونه ژغورلو، نو بیا به مونږ تاسو ته تسلیم شو.»
۴ کله چې استازي جبعې ته چې شاوول په کې اوسېده ورسېده، نو خلکو ته یې خبر ورکړ او هغوی په لوړ اواز سره وژړل. ۵ په دې وخت کې شاوول د خپلو غویانو شاته د پټي څخه راغی، هغه پوښتنه وکړه: «څه پېښ شوي دي؟ دا خلک ولې ژاړي؟» نو هغوی د یابیش د استازو خبره ورته بیان کړه. ۶ کله چې شاوول د هغوی خبرې واورېدلې، د خدای روح ناڅاپه په هغه باندې نازل شو او هغه ډېر زیات په قهر شو. ۷ هغه یوه جوړه غویان ووژل، هغه یې ټوټې، ټوټې کړل او د استازو په وسیله یې ټولو اسراییلو ته واستول او خبرداری یې ورکړ: «هر هغه څوک چې د شاوول او سموییل پسې جګړې ته لاړ نه شي، نو د هغوی د غویانو سره به همداسې عمل وشي.» په دې وخت کې په قوم باندې د څښتن وېره راغله او هغوی ټول سره یوځای راغلل. ۸ کله چې شاوول هغوی په بازق کې سره راټول کړل، د اسراییلو د خلکو شمېر درې لکه او د یهودیانو شمېر دېرش زره تنه وو. ۹ دوی هغو استازو ته چې د یابیش څخه راغلي وو، وویل: «خپلو خلکو ته ووایئ چې تاسو به سبا د غرمې څخه مخکې وژغورل شئ.» کله چې د یابیش خلکو پیغام تر لاسه کړ، هغوی ډېر خوشحاله شول. ۱۰ نو عمونیانو ته یې وویل: «سبا به مونږ تاسو ته تسلیم شو، څه چې ستاسو خوښه وي زمونږ سره یې وکړئ.»
۱۱ په هماغه شپه شاوول خپل خلک په درې ډلو باندې ووېشل، سهار وختي یې د عمونیانو په کمپ باندې حمله وکړه او د ورځې تر غرمې پورې یې هغوی ووژل. هغه عمونیان چې ژوندي پاتې شوي وو داسې خواره واره شول، چې د هغوی دوه کسان هم سره یوځای پاتې نه شول.
۱۲ بیا د اسراییلو خلکو سموییل ته وویل: «هغه خلک څوک وو چې ویل یې چې شاوول باید زمونږ پاچا نه شي؟ هغوی مونږ ته راوسپارئ چې ویې وژنو!» ۱۳ خو شاوول وویل: «نن به هېڅوک نه وژل کیږي، ځکه چې دا هغه ورځ ده چې څښتن اسراییل ژغورلي دي.» ۱۴ نو سموییل خلکو ته وویل: «راشئ چې ټول جلجال ته لاړ شو او یوځل بیا شاوول د خپل پاچا په توګه اعلان کړو.» ۱۵ بیا ټول قوم جلجال ته لاړ او د څښتن په حضور کې یې شاوول د خپل پاچا په توګه اعلان کړ. په هغه ځای کې دوی څښتن ته د سلامتۍ نذرانې قرباني کړې او شاوول او د اسراییلو ټولو خلکو یو لوی جشن ونیوه.