فصل قبلی

د اول سموییل کتاب

لومړی فصل

د سموییل زېږېدنه

۱یو سړی چې القانه نومېده او د افرایم د قبیلې څخه ؤ، د افرایم د غرنۍ سیمې په رامه کې اوسېده. پلار یې یروحام او نیکه یې الیهو ؤ. الیهو د توحو زوی او د صوف د کورنۍ څخه ؤ. ۲القانه دوه ښځې درلودلې، د یوې نوم حنا او د بلې نوم فنینه ؤ. فنینې اولادونه درلودل خو حنا اولاد نه درلود.

۳القانه به هر کال د مطلق قادر څښتن د عبادت او د قربانۍ د ادا کولو دپاره د خپل ښار څخه شیلوه ته تلله. د عیلي دوه زامن حفني او فینحاس هلته د څښتن کاهنان وو. ۴په کومه ورځ به چې القانه قرباني کوله، نو هغه به د غوښې یوه برخه خپلې ښځې فنینې ته او یوه یوه برخه به یې د هغې ټولو زامنو او لورګانو ته ورکوله. ۵څرنګه چې حنا پرې ګرانه وه، که څه هم هغې اولاد نه درلود، خو هغې ته به یې د یوې برخې څخه زیاته غوښه ورکوله. ۶د هغې رقیبې فنینې به هغه ځوروله او سپکوله به یې، ځکه چې څښتن هغه شنډه کړې وه. ۷هر کال به داسې کېدل، چې کله به حنا د څښتن کور ته تلله، نو د هغې رقیبې فنینې به هغه دومره خفه کوله، تر دې پورې چې هغې به ژړل او هېڅ شی به یې نه خوړل. ۸د هغې مېړه القانه به له هغې څخه پوښتنه کوله: «ای حنا، ولې ژاړې؟ ولې څه نه خورې؟ ولې همېشه دومره خفه یې؟ ایا زه د ستا دپاره د لسو زامنو څخه ښه نه یم؟»

حنا او عیلي

۹یوځل کله چې هغوی په شیلوه کې د څښتن په کور کې د خوړلو او څښلو څخه وزګار شول، حنا پاڅېدله. په دې وخت کې عیلي کاهن د څښتن د کور په دروازه کې په خپلې چوکۍ باندې ناست ؤ. ۱۰حنا ډېره خفه وه او ډېر سخت یې وژړل او څښتن ته یې دعا وکړه. ۱۱هغې نذر وکړ او ویې ویل: «ای مطلق قادر څښتنه، که چېرې ته په ما غم ځپلې رحم وکړې او زما دعا قبوله کړې او ماته یو زوی راکړې، نو زه وعده کوم ترڅو چې ژوندی وي هغه به تاته نذرانه کړم او د هغه سر به هېڅکله هم ونه خرایل شي.»

۱۲حنا د زیات وخت دپاره څښتن ته دعا کوله. عیلي کاهن ورته ځیر شو او ویې لیدل چې د هغې شونډې خوځېدلې. ۱۳هغې په خپل زړه کې دعا کوله، یوازې د هغې شونډې خوځېدلې خو اواز یې نه اورېدل کېده. نو عیلي ګومان کاوه چې هغه نشه ده. ۱۴او هغې ته یې وویل: «ترڅو پورې به نشه یې؟ شراب دې پرېږده.»

۱۵حنا ځواب ورکړ: «نه، باداره، زه نشه نه یم. زه هغه ښځه یم چې ډېر کړاوونه مې زغملي دي، ما شراب نه دي څښلي، زه خپلې سختۍ د څښتن حضور ته وړاندې کوم. ۱۶دا فکر مه کوه چې زه خرابه ښځه یم، زه د ډېر غم او خفګان څخه دلته داسې دعا کوم.»

۱۷عیلي ځواب ورکړ: «په خیر لاړه شه، د اسراییلو خدای دې هغه څه درکړي چې تا ورڅخه غوښتي دي.» ۱۸هغې وویل: «په خپلې خدمتګارې باندې مهربانه شې.» بیا هغه په خپله لاره روانه شوه، یو څه یې وخوړل او نوره خفه نه وه.

۱۹القانه او د هغه کورنۍ سبا سهار وختي پاڅېدل، د څښتن عبادت یې وکړ او دوی خپل کور ته چې په رامه کې ؤ بېرته ستانه شول. القانه د خپلې ښځې حنا سره څملاست او خدای د هغې دعا قبوله کړه. ۲۰څه موده وروسته حنا امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو او په هغه باندې یې سموییل نوم کېښود. هغې څرګنده کړه: «ځکه چې هغه مې د خدای څخه غوښتی ؤ.»

حنا سموییل وقفوي

۲۱هغه وخت بیا راغی چې القانه او د هغه کورنۍ شیلوه ته لاړل چې څښتن ته کلنۍ قرباني او خپل نذر وړاندې کړي. ۲۲حنا لاړه نه شوه. هغې خپل مېړه ته وویل: «کله چې هلک د تي څخه بېل کړای شو زه به هغه د څښتن تعالی کور ته بوځم او هغه به هلته ټول عمر پاتې شي.»

۲۳القانه هغې ته وویل: «څه چې ستا په نظر کې ښه ښکاري هغه وکړه. ترڅو چې هلک د تي څخه بېلیږي په کور کې پاتې شه، څښتن دې خپله وعده پوره کړي.» نو ښځه هلته پاتې شوه او خپل زوی ته یې شیدې ورکولې.

۲۴وروسته له هغې چې هغه د تي څخه بېل کړای شو، هلک لا وړوکی ؤ. هغه یې د ځان سره واخېست او د یو درې کلن غویي، لس کیلوګرامه اوړو او د یو ژي د انګورو د شرابو سره یې د څښتن کور ته چې په شیلوه کې ؤ یووړ. ۲۵کله چې هغوی غویی حلال کړ هلک یې عیلي ته راوست. ۲۶حنا هغه ته وویل: «ای صاحبه! ستا په نامه باندې قسم خورم چې زه هغه ښځه یم چې دلته ستا په څنګ کې ولاړه وم او څښتن ته مې دعا کوله. ۲۷ما د همدې ماشوم دپاره دعا کړې وه او څه چې مې د څښتن څخه غوښتی ؤ هغه یې راکړ. ۲۸نو اوس هغه څښتن ته وقفوم، ترڅو چې هغه ژوندی وي هغه به د څښتن وي.»

نو هغوی هلته د څښتن عبادت وکړ.

فصل قبلی