د اول سموییل کتاب

لسم فصل

۱ نو سموییل د زیتونو د تېلو بوتل راواخیست او د شاوول په سر یې تېل توی کړل، هغه یې ښکل کړ او ویې ویل: «ته څښتن د خپل قوم اسراییلو د مشر په توګه وټاکلې. ته به د هغه په خلکو پاچاهي کوې او د ټولو ګردچاپېر دښمنانو نه به یې وژغورې. دا هغه نښه ده چې ته څښتن غوره کړی یې چې د هغه د خلکو پاچا شې: ۲ نن کله چې ته لاړ شې نو د بنیامین په سیمه یعنې په صلصح کې به د راحیل د قبر تر څنګه د دوه سړیو سره مخامخ شې. هغوی به تاته ووایي: هغه خرې چې ته د هغو د لټولو دپاره تللی وې پیدا شوې دي، اوس ستا پلار د خرو خبره پریښې ده او ستاسو دپاره اندېښنه کوي. هغه وایي: د خپل زوی په اړه څه وکړم؟ ۳ بیا به له هغه ځای نه لاړ شې، ترڅو هغه غټې د څېړۍ ونې ته چې په تابور کې دی ورسېږې. هلته به د درېو سړیو سره مخامخ شې چې خدای ته د عبادت کولو دپاره بیت ییل ته روان دي. د یو سره به درې سېرلي، د بل سره درې ډوډۍ او د درېم سره به د شرابو ژی وي. ۴ هغوی به تاته سلام ووایي او تاته به دوه ډوډۍ درکړي، ته باید هغه قبولې کړې. ۵ وروسته له هغې به په جبعه کې د خدای د عبادت غونډۍ ته لاړ شې چې هلته د فلسطینیانو پوځي پوسته ده. د ښار په دروازه کې به ته د نبیانو له یوې ډلې سره مخامخ شې چې د غونډۍ څخه راښکته کیږي. نبیان به په جذبه کې نبوت کوي او نور خلک به د هغوی په وړاندې چنګ، چمبه، شپېلۍ او رباب غږوي. ۶ د څښتن روح به ناڅاپه په تا باندې نازل شي او ته به په ګډه د نبیانو سره نبوت کوې. ته به هغه شان نه یې لکه څنګه چې مخکې وې. ۷ هرکله چې دې دغه نښې ولیدلې هرڅه چې ته یې ښه ګڼې هغه وکړه، ځکه چې خدای ستا سره دی. ۸ زما څخه مخکې جلجال ته لاړ شه. زه به درشم چې سوځېدونکې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړم. خو ته باید اووه ورځې هلته انتظار وباسې، ترڅو زه راشم او تاته ووایم چې څه وکړې.»

۹ څنګه چې شاوول د سموییل څخه رخصت شو، خدای د شاوول شخصیت بدل کړ. هغه ټولې نښې په هماغه ورځ پوره شوې. ۱۰ کله چې شاوول او د هغه نوکر جبعې ته ورسېدل، شاوول د نبیانو د یوې ډلې سره مخامخ شو. د خدای روح ناڅاپه په هغه باندې نازل شو او د هغوی سره یې یوځای په نبوت پیل وکړ. ۱۱ هغو خلکو چې هغه یې له پخوا څخه پېژانده ویې لیدل چې هغه نبوت کوي. یو د بل څخه یې پوښتنه وکړه: «د قیس په زوی شاوول باندې څه وشول؟ ایا شاوول هم د نبیانو څخه دی؟» ۱۲ د هغه ځای یو اوسېدونکي پوښتنه وکړه: «د دې نورو نبیانو په هکله څه وایئ، ستاسو په فکر د هغوی پلرونه څوک دي؟» نو دا یو متل شو: «ایا شاوول هم د نبیانو څخه دی؟» ۱۳ وروسته له دې چې شاوول نبوت پای ته ورساوه هغه د عبادت ځای ته وخوت.

۱۴ څه موده وروسته چې د شاوول کاکا هغه او د هغه نوکر ولیدل د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «تاسو چېرې وئ؟»

شاوول ځواب ورکړ: «خرې مو لټولې، خو چې کله هغه مو پیدا نه کړې، نو سموییل ته ورغلو.»

۱۵ د شاوول کاکا پوښتنه وکړه: «هغه تاسو ته څه وویل؟» ۱۶ شاوول ځواب ورکړ: «سموییل مونږ ډاډه کړو چې خرې پیدا شوې دي.» خو شاوول هغه څه چې سموییل د ده د پاچا کېدو په اړه ویلي وو خپل کاکا ته څه ونه ویل.

شاوول د پاچا په توګه غوره کیږي

۱۷ سموییل د اسراییلو قوم په مصفې کې د څښتن حضور ته راغونډ کړ ۱۸ او ورته ویې ویل: «د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: ما تاسو د مصر څخه راوویستلئ او تاسو مې د مصریانو او هغو ټولو قومونو څخه وژغورلئ چې په تاسو باندې یې ظلم کاوه. ۱۹ خو تاسو نن خپل خدای چې تاسو یې د ټولو مصیبتونو او سختیو څخه ژغورلي یئ، ردوئ او ورته وایئ چې مونږ ته پاچا راکړه چې په مونږ باندې حکومت وکړي. ډېر ښه، نو اوس د خپلو قبیلو او خېلونو سره د څښتن په مخکې حاضر شئ.»

۲۰ کله چې سموییل د اسراییلو ټولې قبیلې د څښتن حضور ته راټولې کړې، د بنیامین قبیله یې د پچې په ذریعه غوره کړه. ۲۱ بیا هغه د بنیامین قبیله د هغې د خېلونو سره وړاندې راوستله او د مطري خېل وټاکل شو. په پای کې د قیس زوی شاوول غوره کړای شو، خو کله چې هغوی شاوول ولټاوه هغه پیدا نه شو. ۲۲ هغوی د څښتن څخه پوښتنه وکړه: «ایا هغه سړی تر اوسه دلته راغلی دی؟»

څښتن وویل: «هو، هغه خپل ځان د بارونو په منځ کې پټ کړی دی.»

۲۳ نو دوی په منډه لاړل، هغه یې راوست او څنګه چې هغه د خلکو په منځ کې ودرېده، نو قد یې د یو سر په اندازه د نورو څخه لوړ ؤ. ۲۴ سموییل ټول قوم ته وویل: «دا هغه سړی دی چې څښتن غوره کړی دی، زمونږ په منځ کې د هغه په شان هېڅوک نشته.»

خلکو چیغې کړې: «ژوندی دې وي پاچا!»

۲۵ سموییل قوم ته د پاچاهۍ حقونه او فرایض بیان کړل. هغه یې په سند کې ولیکل او سند یې د عبادت په ځای کې کېښود. وروسته یې هر یو خپل کور ته رخصت کړ. ۲۶ شاوول هم خپل کور ته چې په جبعه کې ؤ لاړ او د هغه سره ځینې زړور سړي چې خدای د هغوی زړونه بدل کړي وو لاړل. ۲۷ خو ځینو بېکاره خلکو وویل: «دغه سړی به څنګه مونږ وژغوري؟» هغوی شاوول ته په سپکه سترګه وکتل او هغه ته یې سوغاتونه رانه وړل، خو شاوول غلی پاتې شو.