د اول سموییل کتاب

نهم فصل

شاوول د سموییل سره ملاقات کوي

۱ د بنیامین د قبیلې څخه یو شتمن او با نفوذه سړی ؤ چې قیس نومېده. هغه د ابي ییل زوی او د صرور لمسی ؤ. د بکورت په کورنۍ پورې یې اړه درلودله چې د افیح د خېل یوه برخه وه. ۲ قیس یو زوی درلود چې شاوول نومېده، هغه یو ښکلی ځوان ؤ چې په اسراییلو کې له هغه څخه څوک زیات ښکلی نه ؤ او قد یې د یو سر په اندازه د نورو څخه لوړ ؤ.

۳ د قیس خرې ورکې شوې وې، نو هغه شاوول ته وویل: «یو نوکر د ځان سره واخله، لاړ شه او خرې ولټوه.» ۴ هغوی د افرایم په غرنۍ سیمې او د شلیشې په سیمه کې وګرځېدل، خو هغه یې پیدا نه کړې. نو د شعلیم د سیمې څخه تېر شول، خو خرې هلته نه وې. بیا د بنیامین په ځمکه کې وګرځېدل خو ویې نه موندلې. ۵ کله چې هغوی د صوف سیمې ته ورسېدل شاوول خپل نوکر ته چې ورسره ؤ وویل: «راځه چې بېرته کور ته لاړ شو، که نه، نو پلار به مې خرې هېرې کړي او زمونږ په اړه به اندېښمن شي.»

۶ خو نوکر په ځواب کې وویل: «ګوره! په دې ښار کې یو نبي دی چې د هغه ډېر درناوی کیږي، هغه چې هرڅه وایي رښتیا کیږي. راځه چې هغه ته ورشو، کېدای شي هغه مونږ ته ووایي چې هغه خرې چېرته موندلی شو.»

۷ شاوول ورته وویل: «که چېرې هغه ته ورشو، نو هغه سړي ته به څه ورکړو؟ ځکه چې زمونږ په بوجیو کې خواړه خلاص شوي دي او زمونږ سره سوغات هم نشته چې هغه نبي ته یې ورکړو. نو څه یوسو؟»

۸ نوکر هغه ته په ځواب کې وویل: «ګوره! ما سره نیم مثقال سپین زر شته، هغه به نبي ته ورکړم، ترڅو هغه مونږ ته لاره وښایي.»

۹ (په پخوا زمانه کې چې کله به په اسراییلو کې چا غوښتل چې د خدای څخه سوال وکړي نو داسې به یې ویل: «راځئ چې غیب ویونکي ته ورشو.» ځکه چې اوسنی نبي به پخوا د غیب ویونکي په نوم یادېده.) ۱۰ شاوول خپل نوکر ته وویل: «ښه خبره ده، راځه چې ځو.» نو دوی هغه ښار ته لاړل چې نبي په کې ؤ. ۱۱ هغه وخت چې هغوی ښار ته په غونډۍ باندې پورته کېدل ویې لیدل چې یو څو نجونې د اوبو وړلو دپاره راروانې دي. د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «ایا غیب ویونکی دلته دی؟»

۱۲ هغوی ځواب ورکړ: «هو، هغه ستاسو څخه مخکې روان دی، زر کوئ هغه نن زمونږ ښار ته راغلی دی، ځکه چې نن ورځ خلک د عبادت په ځای کې چې په غونډۍ باندې ده قرباني کوي. ۱۳ څنګه چې تاسو ښار ته ننوځئ، نو مخکې له دې چې هغه د عبادت ځای ته د خوړلو دپاره پورته وخېژي، تاسو به یې پیدا کړئ. ترڅو پورې چې هغه راغلی نه وي خلک به ډوډۍ ونه خوري، ځکه چې هغه باید اول قربانۍ ته برکت ورکړي. وروسته به رابلل شوي خلک ډوډۍ وخوري. اوس پورته وخېژئ، نو په همدې وخت کې به یې پیدا کړئ.» ۱۴ نو شاوول او د هغه نوکر ښار ته روان شول او څنګه چې هغوی ښار ته ورننوتل، سموییل د دوی خواته راروان ؤ چې د عبادت ځای ته وخېژي.

۱۵ د شاوول د راتګ څخه یوه ورځ مخکې څښتن سموییل ته ویلي وو: ۱۶ «سبا شاوخوا په دغه وخت کې به یو سړی د بنیامین د قبیلې څخه تاته درولېږم. ته به زما د قوم د مشر په توګه د هغه سر په تېلو غوړ کړې، هغه به زما قوم د فلسطینیانو څخه وژغوري. ما د خپل قوم تکلیف لیدلی دی او د مرستې په خاطر مې د هغوی فریاد اورېدلی دی.»

۱۷ کله چې سموییل شاوول ولید، څښتن هغه ته وویل: «دا هماغه سړی دی چې تاته مې د هغه په اړه ویلي وو. هغه به زما په قوم باندې حکومت کوي.» ۱۸ شاوول د دروازې په خوله کې سموییل ته ورنژدې شو او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: «مهرباني وکړئ ماته ووایئ چې د غیب ویونکي کور چېرې دی؟»

۱۹ سموییل ځواب ورکړ: «زه غیب ویونکی یم، زما څخه مخکې عبادت ځای ته لاړ شئ، تاسو دواړه به نن زما سره ډوډۍ وخورئ. هغه څه چې ته غواړې پوه به شې، سبا سهار به یې درته ووایم او تا به رخصت کړم. ۲۰ د هغو خرو په اړه چې درې ورځې مخکې ورکې شوې دي اندېښنه مه کوه هغه پیدا شوې دي. هغه څوک چې د اسراییلو قوم یې زیات غواړي، هغه ته او ستا د پلار کورنۍ ده.»

۲۱ شاوول په ځواب کې وویل: «زه د بنیامین د قبیلې پورې تړلی یم، چې په اسراییلو کې یوه ډېره کوچنۍ قبیله ده او زما کورنۍ د بنیامین د قبیلې یوه ډېره عادي کورنۍ ده. نو ولې ماته داسې خبرې کوې؟»

۲۲ سموییل شاوول او د هغه نوکر لویې کوټې ته دننه راوستل او هغوی ته یې د دسترخوان په سر کې ځای ورکړ چې هلته نژدې دېرش تنه مېلمانه ناست وو. ۲۳ سموییل اشپز ته وویل: «هغه د غوښې ټوټه چې تاته مې درکړې وه او درته ویلي مې وو چې بېل یې کېږده، هغه اوس راوړه.» ۲۴ نو اشپز ورون راوړ او د شاوول په مخکې یې کېښود. سموییل وویل: «ګوره، دا هغه غوښه ده چې ستا دپاره ساتل شوې ده. ویې خوره! دا مې ستا دپاره ساتلې وه چې اوس یې د رابلل شویو خلکو سره وخورې.» نو شاوول په هغه ورځ د سموییل سره ډوډۍ وخوړله.

۲۵ وروسته له دې چې هغوی د عبادت ځای څخه ښار ته راښکته شول، سموییل په خپل بام باندې د شاوول سره خبرې وکړې. ۲۶ هغوی سهار وختي پاڅېدل او سموییل شاوول ته چې په بام باندې ؤ غږ وکړ: «پاڅه! زه به تا رخصت کړم.» کله چې شاوول تیار شو، هغه او سموییل سره یوځای ووتل.

سموییل شاوول د پاچا په توګه ټاکي

۲۷ کله چې دوی د ښار پولې ته راښکته شول، سموییل شاوول ته وویل: «خپل نوکر ته ووایه چې زمونږ څخه مخکې لاړ شي.» نوکر مخکې شو او سموییل زیاته کړه: «دلته یوه شېبه ودرېږه، ترڅو د خدای پیغام درته ووایم.»