Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ داود اخیملک کاهن ته چې په نوب کې ؤ، ورغی. اخیملک په لړزېدلو سره د هغه هرکلي ته راووت او پوښتنه یې ترې وکړه: «ولې یوازې راغلی یې او څوک درسره نشته؟» ۲ داود په ځواب کې وویل: «پاچا ماته یو کار راسپارلی دی او راته ویلي یې دي چې هېڅ څوک باید ستا د دندې په هکله پوه نه شي. ما خپلو سړیو ته ویلي دي چې ما سره دې په یوه ټاکلي ځای کې وګوري. ۳ نو اوس ستا سره څه شته؟ پنځه دانې ډوډۍ یا کوم بل څه که لرې ماته یې راکړه.» ۴ خو کاهن هغه ته په ځواب کې وویل: «زما سره عادي ډوډۍ نشته، خو بیاهم یو څه سپېڅلې ډوډۍ شته. تاسو کولای شئ چې هغه وخورئ، خو په دې شرط چې ستاسو سړي په دې نژدې وختونو کې ښځو ته نژدې شوي نه وي.» ۵ داود ځواب ورکړ: «بې له شکه چې مونږ ښځو ته نه یو نژدې شوي. کله چې مونږ په دنده کې یو، زه هېڅکله خپلو سړیو ته اجازه نه ورکوم چې داسې کار وکړي. هغوی باید حتی په عادي دندو کې خپل ځانونه پاک وساتي او نن خو مونږ په یوې ځانګړې دنده کې یو.» ۶ نو کاهن هغه سپېڅلې ډوډۍ چې خدای ته نذرانه کېدله داود ته ورکړه. هلته بل ډول ډوډۍ نه وه. په منظمه توګه به یې دغه ډوډۍ د خدای له حضور څخه لېرې کوله او د هغې په ځای به یې توده ډوډۍ کېښودله.
۷ داسې وشوه چې دواغ ادومی د شاوول د شپنو مشر په هماغه ورځ هلته ؤ، ځکه چې د پاکوالي مراسم یې په ځای کول.
۸ داود اخیملک ته وویل: «ایا ستا سره توره یا نېزه شته چې ماته یې راکړې؟ د پاچا حکم زه مجبور کړم، ترڅو په داسې بیړه لاړ شم چې ما دومره وخت پیدا نه کړ چې خپله توره یا کومه بله وسله راواخلم.» ۹ اخیملک ځواب ورکړ: «ما سره د فلسطیني جلیات یعنې د هغه چا توره شته چې تا د ایله په دره کې وواژه. هغه توره ما په یوه ټوکر کې تاوه کړې ده او هغه د کاهن د سپېڅلي پېشبند شاته ده، که چېرې غواړې نو وایې خله. دلته بې له دې تورې بله نشته.» داود وویل: «هغه ماته راکړه، دا تر ټولو ښه توره ده.»
۱۰ نو داود په هماغه ورځ لاړ، د شاوول څخه وتښتېد او د جت پاچا اخیش ته یې ځان ورساوه. ۱۱ خو د اخیش درباریانو هغه ته وویل: «ایا دا داود، د خپل هېواد پاچا نه دی؟ دا هغه سړی دی چې د هغه په اړه به ښځو د ګډا کولو په وخت کې دا سندرې ویلې:
شاوول وژلي دي زرګونه خلک
خو داود لس چنده د هغه نه زیات
۱۲ د هغوی خبرو په داود باندې ډېره اغیزه وکړه او د اخیش پاچا څخه ډېر زیات ووېرېده. ۱۳ نو کله چې داود د هغوی سره ؤ، هغه خپل ځان په لېونتوب وواهه. کله چې هغوی هڅه وکړه چې دی ونیسي، نو هغه د لېوني په شان عمل کاوه. هغه به په دروازو باندې کرښې ویستلې او په خپله ږیره باندې به یې لاړې تویولې. ۱۴ نو اخیش خپلو درباریانو ته وویل: «ګورئ! دا سړی لېونی دی! هغه مو ولې ماته راوستلی دی؟ ۱۵ ایا لږ لېونیان لرم؟ ولې دې بل هم راوست چې خپل د لېونتوب په حرکتونو سره ما وځوروي؟ زه نه غواړم چې هغه زما ماڼۍ ته راننوځي.»