د اول سموییل کتاب

یوویشم فصل

د شاوول له لاسه د داود تښتېدل

۱ داود اخیملک کاهن ته چې په نوب کې ؤ ورغی. اخیملک په لړزېدلو سره د هغه هرکلي ته راووت او پوښتنه یې ترې وکړه: «ولې یوازې راغلی یې او څوک درسره نشته؟»

۲ داود په ځواب کې وویل: «پاچا ماته یو کار راسپارلی دی او راته ویلي یې دي چې هېڅ څوک باید ستا د وظیفې په هکله پوه نه شي. ما خپلو سړیو ته ویلي دي چې ما سره دې په یوه ټاکلي ځای کې وګوري. ۳ نو اوس ستا سره څه شته؟ پنځه دانې ډوډۍ یا کوم بل څه که لرې ماته یې راکړه.»

۴ خو کاهن هغه ته په ځواب کې وویل: «زما سره عادي ډوډۍ نشته، خو بیاهم یو څه سپېڅلې ډوډۍ شته. تاسو کولای شئ چې هغه وخورئ، خو په دې شرط چې ستاسو سړي په دې نژدې وختونو کې ښځو ته نژدې شوي نه وي.»

۵ داود ځواب ورکړ: «بې له شکه چې مونږ ښځو ته نه یو نژدې شوي. کله چې مونږ په وظیفه کې یو، زه هېڅکله خپلو سړیو ته اجازه نه ورکوم چې داسې کار وکړي. هغوی باید حتی په عادي وظیفو کې خپل ځانونه پاک وساتي او نن خو مونږ په یوې ځانګړې وظیفې کې یو.»

۶ نو کاهن هغه سپېڅلې ډوډۍ چې خدای ته نذرانه کېدله داود ته ورکړه. هلته بل ډول ډوډۍ نه وه. په منظمه توګه به یې دغه ډوډۍ د خدای له حضور څخه لېرې کوله او د هغې په ځای به یې توده ډوډۍ کېښودله. ۷ داسې وشوه چې دواغ ادومی د شاوول د شپنو مشر په هماغه ورځ هلته ؤ، ځکه چې د پاکوالي مراسم یې په ځای کول.

۸ داود اخیملک ته وویل: «ایا ستا سره توره یا نېزه شته چې ماته یې راکړې؟ د پاچا حکم زه مجبور کړم ترڅو په داسې بیړه لاړ شم چې ما دومره وخت پیدا نه کړ چې خپله توره یا کومه بله وسله راواخلم.»

۹ اخیملک ځواب ورکړ: «ما سره د فلسطیني جلیات یعنې د هغه چا توره شته چې تا د ایله په دره کې وواژه. هغه توره ما په یوه ټوکر کې تاوه کړې ده او هغه د کاهن د سپېڅلي پېشبند شاته ده، که چېرې غواړې نو وایې خله. دلته بې له دې تورې بله نشته.» داود وویل: «هغه ماته راکړه، دا تر ټولو ښه توره ده.»

۱۰ نو داود په هماغه ورځ لاړ، د شاوول څخه وتښتېد او د جت پاچا آخیش ته یې ځان ورساوه. ۱۱ خو د آخیش درباریانو هغه ته وویل: «ایا دا داود، د خپل هېواد پاچا نه دی؟ دا هغه سړی دی چې د هغه په اړه به ښځو د ګډا کولو په وخت کې دا سندرې ویلې: شاوول زرګونه وژلي دي، خو داود یو په لس د هغه نه زیات وژلي دي.»

۱۲ د هغوی خبرو په داود باندې ډېره اغیزه وکړه او د آخیش پاچا څخه ډېر زیات ووېرېده. ۱۳ نو کله چې داود د هغوی سره ؤ، هغه خپل ځان په لېونتوب وواهه. کله چې هغوی هڅه وکړه چې دی ونیسي، نو هغه د لېوني په شان عمل کاوه. هغه به په دروازو باندې کرښې ویستلې او په خپله ږیره باندې به یې لاړې تویولې. ۱۴ نو آخیش خپلو درباریانو ته وویل: «ګورئ! دا سړی لېونی دی! هغه مو ولې ماته راوستلی دی؟ ۱۵ ایا کم لېونیان لرم؟ ولې دې بل هم راوست چې خپل د لېونتوب په حرکتونو سره ما وځوروي؟ زه نه غواړم چې هغه زما ماڼۍ ته راننوځي.»