د اول سموییل کتاب

شپږویشتم فصل

داود بیاهم نه غواړي شاوول ووژني

۱ بیا د زیف خلک شاوول ته چې په جبعې کې اوسېده لاړل او هغه ته یې وویل: «داود د حخیله په غره کې چې د یهودا دښتې ته مخامخ دی پټ شوی دی.» ۲ نو شاوول د اسراییلو د درې زره غوره شویو عسکرو سره د داود د لټولو دپاره د زیف دښتې ته لاړ. ۳ شاوول د حخیله په غره کې چې دښتې ته مخامخ په لاره کې دی خپلې خېمې ودرولې، خو داود په دښته کې پاتې شو. کله چې هغه خبر شو چې شاوول د هغه د لټولو دپاره راغلی دی، ۴ هغه جاسوسان واستول او پوه شو چې شاوول په رښتیا رارسېدلی دی. ۵ داود سمدلاسه هغه ځای ته روان شو چې شاوول په کې خپلې خېمې ودرولې وې. نو داود هغه ځای ولید چې شاوول او د هغه د لښکرو قوماندان ابنیر د نیر زوی په کې ویده وو. د شاوول کسان د ده په شاوخوا کې پراته وو او شاوول د هغوی په منځ کې پروت ؤ.

۶ نو داود د حیتي اخیملک او د یوآب د ورور ابیشای څخه (د دوی مور زرویه وه) پوښتنه وکړه: «ستاسو دواړو څخه به کوم یو زما سره د شاوول قرارګاه ته ننوځي؟»

ابیشای ځواب ورکړ: «زه درسره ځم.»

۷ بیا د شپې په وخت داود او ابیشای د شاوول قرارګاه ته ورغلل او ویې لیدل چې شاوول د هغې په منځ کې ویده دی او نېزه یې خپل سرته نژدې په ځمکه کې ټومبلې ده. ابنیر او عسکر د هغه په شاوخوا کې ویده وو. ۸ ابیشای داود ته وویل: «نن شپه خدای ستا دښمن ستا په لاس کې درکړی دی. اوس اجازه راکړه چې هغه په یو ګوزار د هغه په خپله نېزه د ځمکې سره مېخ کړم او دوهم ګوزار به پرې ونه کړم.»

۹ خو داود ابیشای ته وویل: «هغه له منځه مه وړه! څښتن به په یقین سره هغه چاته سزا ورکړي چې د هغه غوره شوي پاچا ته زیان ورسوي.» ۱۰ داود زیاته کړه: «په ژوندي څښتن قسم، هغه ورځ به راشي چې څښتن شاوول ووژني. یا په خپل اجل مړ شي او یا په جګړه کې ووژل شي. ۱۱ څښتن دې داسې نه کړي چې زه دې هغه چاته د زیان رسولو هڅه وکړم چې څښتن پاچا کړی دی! اوس هغه نېزه او د اوبو کوزه چې د ده سرته ایښې دي راواخله او ځه چې لاړ شو.» ۱۲ نو داود نېزه او د اوبو کوزه چې د شاوول سرته ایښې وې راواخیستلې او هغه او ابیشای لاړل. هېچا ونه لیدل او پوه نه شول چې څه پېښ شول او هېڅوک راویښ نه شو. هغوی ټول ویده وو، ځکه چې څښتن په هغو ټولو باندې دروند خوب راوستلی ؤ.

۱۳ بیا داود د درې بلې خواته تېر شو او د غونډۍ په سر باندې ودرېده. د دوی ترمنځ زیاته فاصله وه. ۱۴ داود ابنیر او د شاوول لښکرو ته نارې ووهلې: «ای ابنیره! ته زما اواز اورې؟»

ابنیر ځواب ورکړ: «ته څوک یې چې نارې وهې او پاچا راپاڅوې؟» ۱۵ داود ځواب ورکړ: «ای ابنیره! په اسراییلو کې ستا په شان تکړه سړی څوک شته؟ نو بیا ولې د خپل بادار یعنې پاچا ساتنه نه کوې؟ همدا اوس یو څوک قرارګاه ته ننوتی ؤ چې ستا بادار ووژني. ۱۶ ای ابنیره! ته په خپله وظیفه کې ناکام شوې، زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم چې تاسو ټول د مرګ لایق یئ، ځکه چې تاسو د خپل بادار چې څښتن هغه پاچا کړی دی ساتنه نه ده کړې. وګوره! چېرته ده د پاچا نېزه؟ چېرته ده د اوبو هغه کوزه چې د هغه سرته ایښې وه؟»

۱۷ شاوول د داود اواز وپېژانده او ویې ویل: «ای زما زویه داوده، ایا دا ستا اواز دی؟»

داود ځواب ورکړ: «هو، اعلیحضرته! دا زما اواز دی.» ۱۸ او هغه زیاته کړه: «ای باداره، تاسو ولې خپل نوکر تعقیبوئ؟ ما څه کړي دي؟ کوم جرم مې کړی دی؟ ۱۹ ای اعلیحضرته، زما خبرې واورئ، که چېرې داسې وي چې څښتن تاسو زما په ضد لمسولی یئ، نو یوه نذرانه دې قبوله کړي. خو که چېرې دا د ځینو خلکو کار وي، نو د څښتن لعنت دې په هغوی باندې نازل شي، ځکه چې هغوی زه د څښتن د وطن څخه چېرته چې زما کور ؤ بل هېواد ته وشړلم. یعنې دا چې هغوی ما مجبوروي چې د پردیو خدایانو عبادت وکړم. ۲۰ اوس مه پرېږدئ چې د څښتن د حضور څخه لېرې په پردۍ خاوره کې ووژل شم. د اسراییلو پاچا د څه دپاره راوځي چې زما په شان یوه ورږه ووژني؟ هغه ولې لکه د یوې زرکې په شان ما لټوي؟»

۲۱ شاوول ځواب ورکړ: «ما ګناه کړې ده! بېرته راشه، ای زما زویه داوده! په دې خاطر چې نن شپه دې زه ژوندی پرېښودم، زه به بیا هېڅکله تاته زیان ونه رسوم. زما رفتار احمقانه ؤ! ما ډېره لویه غلطي کړې ده.»

۲۲ داود ځواب ورکړ: «ای اعلیحضرته! ستاسو نېزه دلته ده، ستاسو د سړیو څخه دې یو کس راشي او هغه دې واخلي. ۲۳ څښتن هر هغه چاته اجر ورکوي چې نېک او وفادار وي. هغه نن ته ماته په لاس راکړی وې، خو ما ونه غوښتل هغه چاته زیان ورسوم چې څښتن د پاچا په توګه غوره کړی دی. ۲۴ لکه څنګه چې نن ما ستا ژوند وژغوره، نو څښتن دې هم زما ژوند وژغوري او ما دې د ټولو مصیبتونو څخه خلاص کړي.»

۲۵ نو شاوول داود ته وویل: «ای زما زویه داوده! خدای دې تاته برکت درکړي، ته به مهم کارونه وکړې او په هغو کې به بریالی یې.» نو داود په خپله لاره لاړ او شاوول خپل کور ته ستون شو.