د اول سموییل کتاب

اووه ویشتم فصل

داود بیا په فلسطینیانو کې پناه اخلي

۱ خو داود د خپل ځان سره فکر وکړ: «یوه ورځ به شاوول ما ووژني، زما دپاره تر ټولو ښه خبره دا ده چې د فلسطینیانو خاورې ته وتښتم. نو شاوول به په اسراییلو کې زما د لټون څخه لاس واخلي او زه به د هغه له لاسه خلاص شم.» ۲ نو داود د خپلو شپږ سوه نفرو سره د اسراییلو د سرحد څخه تېر شو او د جت پاچا آخیش ته چې د معوک زوی ؤ ورغی. ۳ داود او د هغه کسان په جت کې د آخیش سره ځای په ځای شول. د هر سړي سره خپله کورنۍ وه. همدارنګه د داود سره خپلې دوه ښځې یعنې یزرعیلي اخینوعم او د نابال کونډه ابیجایل کرملي وې. ۴ کله چې شاوول واورېدل چې داود جت ته تښتېدلی دی، هغه د داود د لټولو هڅه پرېښودله.

۵ داود آخیش ته وویل: «که زما څخه خوشحاله یئ ماته یو وړوکی ښار راکړئ چې په کې واوسېږم. باداره! زما دپاره دا لازمه نه ده چې ستاسو سره په پایتخت کې واوسېږم.» ۶ نو آخیش په هغه ورځ داود ته د صقلغ ښار ورکړ او له دې امله د صقلغ ښار تر نن ورځې پورې د یهودا د پاچاهانو دی. ۷ داود یو کال او څلور میاشتې د فلسطینیانو په خاوره کې ژوند وکړ.

۸ په دې دوران کې به داود او د هغه نفرو په جشوریانو، جرزیانو او عمالیقیانو باندې حملې کولې. دغه قومونه د ډېرې اوږدې مودې راهیسې په هغه خاوره کې چې د شور څخه تر مصر پورې رسېدله اوسېدل. ۹ کله به چې داود په یوې سیمې باندې حمله کوله نو یو سړی یا ښځه به یې هم ژوندی نه پرېښود. همدارنګه د هغوی پسونه، غویان، خره، اوښان او حتی کالي به یې اخیستل. بیا به بېرته آخیش ته راستنېده. ۱۰ کله به چې آخیش پوښتنه کوله: «دا ځل دې په کوم ځای باندې حمله کړې ده؟» داود به ورته ویل: «زه د یهودا جنوبي برخې ته» یا «د یرحمییل سیمې ته» یا «هغې سیمې ته تللی وم چې قینیان په کې اوسیږي.» ۱۱ داود به هر یو سړی او ښځه وژل، ترڅو هېڅوک ونه شي کولای بېرته جت ته لاړ شي او خبر ورکړي چې داود او د هغه سړیو په رښتیا سره څه کړي دي. تر هغه وخته پورې چې داود په فلسطین کې اوسېده همداسې به یې کول. ۱۲ آخیش په داود باندې باور کاوه او د ځان سره به یې ویل: «د هغه خپل قوم اسراییل د هغه څخه دومره زیاته کرکه کوي چې هغه به ټول عمر زما خدمت کوي.»