د اول سموییل کتاب

درېم فصل

څښتن سموییل سره خبرې کوي

۱په هغو ورځو کې چې سموییل د عیلي تر لارښودنې لاندې د څښتن خدمت کاوه، د څښتن له خوا پیغامونه او رویاګانې ډېرې لږې وې. ۲یوه شپه عیلي چې سترګې یې ډېرې کمزورې شوې وې او په سختۍ سره یې لیدلی شول په خپل ځای کې ویده ؤ. ۳څراغ لا مړ شوی نه ؤ، خو سموییل د خدای په کور کې ویده ؤ او هلته د خدای د لوظ سپېڅلی صندوق ایښودل شوی ؤ. ۴په دغه وخت کې څښتن غږ وکړ: «سموییله! سموییله!»

سموییل ځواب ورکړ: «زه دلته یم.» ۵هغه عیلي ته ورمنډه کړه او ویې ویل: «تا ماته غږ وکړ، زه دلته یم.»

خو عیلي ځواب ورکړ: «ما غږ نه دی کړی، بېرته لاړ شه او څمله.» نو هغه لاړ او څملاست.

۶څښتن بیا ورباندې غږ وکړ: «ای سموییله!» او سموییل راپاڅېده، عیلي ته ورغی او ویې ویل: «تا ماته غږ وکړ، زه دلته یم.»

عیلي وویل: «ای زما زویه، ما تاته غږ نه دی کړی، بېرته لاړ شه او څمله.» ۷سموییل لا تر دې وخته پورې څښتن نه پېژنده یعنې د څښتن پیغام ورته نه ؤ رسېدلی.

۸څښتن د درېم ځل دپاره په سموییل باندې غږ وکړ. سموییل پاڅېد، عیلي ته ورغی او ویې ویل: «تا ماته غږ وکړ، زه دلته یم.»

نو بیا عیلي پوه شو چې څښتن په هلک باندې غږ کوي. ۹نو بیا عیلي سموییل ته وویل: «لاړ شه، څمله او که چېرې هغه غږ وکړ ووایه: خبره وکړه ای څښتنه، ځکه ستا غلام یې اوري.» نو سموییل لاړ او په خپل ځای کې څملاست.

۱۰څښتن راغی، ودرېده او د مخکې په شان یې غږ وکړ: «ای سموییله! ای سموییله!»

سموییل وویل: «خبره وکړه، ځکه چې ستا غلام یې اوري.»

۱۱څښتن هغه ته وویل: «زه به اوس د اسراییلو په قوم باندې داسې کار وکړم چې هغه به ډېر هیبتناکه وي او هرڅوک یې چې واوري هغه به هک حیران شي. ۱۲زه به هغه ټولې خبرې چې د عیلي د کورنۍ په ضد مې کړې دي د اول نه تر اخره پورې سرته ورسوم. ۱۳ما پخوا هغه ته ویلي وو چې زه به تر ابده پورې د هغه کورنۍ ته سزا ورکوم، په دې خاطر چې زامنو یې زما په ضد کفر ویلی دی. عیلي پوهېده چې هغوی دا کار کوي خو د هغوی مخنیوی یې نه کاوه. ۱۴له دې کبله د عیلي د کورنۍ دپاره مې قسم خوړلی چې د هغه د کورنۍ ګناه به هېڅکله د قربانۍ او یا نذرانو په ورکولو سره لېرې نه شي.»

۱۵سموییل تر سبا پورې پروت ؤ او بیا هغه پاڅېده او د څښتن د کور دروازې یې خلاصې کړې. هغه ووېرېده چې عیلي ته د خپلې رویا په اړه ووایي. ۱۶خو عیلي په هغه باندې غږ وکړ او ویې ویل: «ای سموییله! زما زویه!»

سموییل ځواب ورکړ: «زه دلته یم.»

۱۷عیلي پوښتنه وکړه: «څښتن تاته څه وویل؟ زما څخه یې مه پټوه، که چېرې هغه څه چې خدای تاته ویلي دي ماته ونه وایې، نو خدای دې تاته سخته سزا درکړي.» ۱۸نو سموییل هغه ته هرڅه وویل، د هغه څخه یې هېڅ شی پټ نه کړ. عیلي وویل: «هغه څښتن دی. هرڅه چې د هغه په نظر کې ښه ښکاري هغه دې وکړي.»

۱۹سموییل لویېده او څښتن د هغه سره ؤ. د هرڅه پېشګویي به یې چې کوله هغه رښتیا کېدله. ۲۰ټول اسراییلیان د دان څخه په شمال کې او تر بیرشبع په جنوب کې په دې پوه شول چې سموییل په رښتیا سره د څښتن نبي شو. ۲۱څښتن به په شیلوه کې سموییل ته ځان ښکاره کاوه او خپل پیغام به یې ورته رساوه.