Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ نو حنا دعا وکړه او ویې ویل:
څښتن ډک کړ زما زړه له خوشحالۍ نه
زیات کړ څښتن قوت زما
خاندم په خپلو دښمنانو او خوشحاله یمه
ځکه وژغورلم خدای زه
۲ پاک نه دی هېڅوک د څښتن په شان
نشته بل خدای بې له هغه نه
نشته ساتونکی بل زمونږ د خدای په شان
۳ مه کوئ ډېرې د غرور خبرې
مه راوباسئ خپلې خولې نه د غرور خبرې
ځکه څښتن دی هغه خدای چې په هرڅه پوهیږي
هغه د خلکو په کارونو باندې کړي قضاوت
۴ د زورورو لیندې ماتیږي
خو کمزوري قوي کیږي
۵ چې وو ماړه، شول مزدوران
د یو مړۍ ډوډۍ دپاره
خو چې وو وږي، هغوی شول ماړه
هغه ښځه چې وه شنډه اووه اولادونه یې راوړل
خو شوه کمزورې هغه ښځه چې لرل یې ډېر بچي
۶ څښتن اخلي ژوند او ورکوي ژوندون
کوزوي ګور ته خلک، راپورته کوي یې هم
۷ څوک غریبوي او ځینې نور شتمنوي څښتن
ځینې ټیټوي او ځینې نور سرلوړوي څښتن
۸ غریبان پورته کوي هغه له خاورو څخه
له نېستۍ نه خلاصوي محتاجان
کښېنوي هغوی د شهزادګانو سره
جوړوي هغوی د تخت خاوندان
ځکه بنیاد د ځمکې دی د څښتن
په هغه باندې یې ځمکه جوړه کړې
۹ ساتي ژوند هغه د خپلو وفادارو
خو ورکیږي به تیارو کې بدکاران
انسان نه بریالی کیږي په خپل زور
۱۰ له منځه لاړ به شي هغه څوک
مخالفت چې د څښتن کړي
د اسمان نه به راوغورځوي تندر په هغوی باندې
کړي څښتن به عدالت ټولې دنیا باندې
ورکوي به خپل پاچا لره قوت
بریالی به کړي هغه خپل غوره کړی پاچا
۱۱ بیا القانه خپل کور ته چې په رامه کې ؤ لاړ، خو هغه هلک سموییل په شیلوه کې پاتې شو او د عیلي کاهن تر نظر لاندې یې د څښتن خدمت کاوه.
۱۲-۱۳ د عیلي زامن بدکاره وو، هغوی د څښتن درناوی نه کاوه، مذهبي اصول به یې تر پښو لاندې کول. په هغه وخت کې د قوم سره د کاهنانو داسې رواج ؤ چې کله به چا قرباني کوله، نو غوښه به لا په دېګي کې خوټېدله چې د کاهن نوکر به د درې غاښي پنجې سره راته. ۱۴ هغه به دا پنجه په دېګي کې غوټه کوله او هرڅه به چې د پنجې سره راپورته شول، هغه به کاهن د خپل ځان دپاره واخیستل. هغوی به د ټولو اسراییلیانو سره چې شیلوه ته راتلل همداسې چلند کاوه. ۱۵ برسېره پردې حتی مخکې له دې چې دوی به وازګې سوځولې، د کاهن نوکر به راغی او هغوی چې قرباني کوله، ورته ویل به یې: «د کاهن دپاره داسې غوښه راکړه چې کباب شي، هغه به خوټېدلې غوښه قبوله نه کړي بلکې یوازې خامه غوښه به قبوله کړي.» ۱۶ که قرباني کوونکي به ځواب ورکړ: «پرېږده چې لومړی وازګې وسوځل شي بیا هرڅه چې غواړې هغه واخله،» نو د کاهن نوکر به ویل: «نه! اوس یې راکړه او که نه، نو په زور به یې در نه واخلم.» ۱۷ د عیلي د زامنو ګناه د څښتن په نظر کې ډېره لویه وه، ځکه چې دوی به هغو قربانیو ته په سپک نظر کتل چې څښتن ته به وړاندې کېدلې.
۱۸ خو سموییل به د څښتن خدمت کاوه، په داسې حال کې چې هغه وړوکی ماشوم ؤ او سپېڅلی کتاني پېشبند به یې اغوست. ۱۹ مور به یې هر کال د هغه دپاره یوه وړه چپنه جوړوله او کله چې به د خپل مېړه سره د کلنۍ قربانۍ دپاره تلله، هغه به یې سموییل ته ورکوله. ۲۰ عیلي القانه او د هغه ښځې ته برکت ورکاوه او القانه ته به یې ویل: «څښتن دې د دې ښځې څخه تاته نور اولادونه درکړي چې د هغه ځای ونیسي، هغه چې تا څښتن ته وقف کړی دی.» بیا به القانه او حنا خپل کور ته ستنېدل. ۲۱ څښتن حنا ته برکت ورکړ او هغې ته یې نور درې زامن او دوه لورګانې ورکړې. په همدې حال کې هغه هلک سموییل د خدای په خدمت کې لویېده.
۲۲ په دې وخت کې عیلي ډېر زوړ شوی ؤ او هرڅه چې د هغه زامنو د اسراییلو سره کول هغه اورېدل او دا یې هم اورېدل چې څنګه هغوی د هغو ښځو سره څملاستل چې د سپېڅلې خېمې په دروازه کې یې خدمت کاوه. ۲۳ نو هغوی ته یې وویل: «تاسو ولې داسې کارونه کوئ؟ زه د ټول قوم څخه ستاسو د بدو کارونو په هکله خبرې اورم. ۲۴ نور بس دی، زما زامنو! هغه څه چې د څښتن د قوم له خوا ستاسو په اړه اورم، ښه خبره نه ده. ۲۵ که یو سړی د بل سړي په وړاندې ګناه وکړي، نو خدای کولای شي چې د هغه شفاعت وکړي، خو که څوک د څښتن په وړاندې ګناه وکړي، نو څوک کولای شي چې د هغه شفاعت وکړي؟» خو د عیلي زامنو د خپل پلار خبره وانه ورېدله، نو ځکه څښتن وغوښتل چې هغوی ووژني.
۲۶ هغه هلک یعنې سموییل لویېده او په څښتن او خلکو باندې ګران ؤ.
۲۷ نو د خدای یو نبي عیلي ته راغی او د څښتن له خوا یې دغه پیغام هغه ته راوړ: «کله چې ستا د نیکونو څخه هارون او د هغه کورنۍ د مصر د فرعون غلامان وو، خپل ځان مې هغوی ته ښکاره کړ. ۲۸ د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه مې هغه غوره کړ چې زما کاهن شي او زما د قربانۍ ځای ته لاړ شي، هلته خوشبویي وسوځوي او زما په مخکې سپېڅلی پېشبند واغوندي. ما هغوی ته دا حق ورکړ، ترڅو د هغه قربانیو یوه برخه د ځان دپاره وساتي چې د قربانۍ په ځای کې سوځیږي. ۲۹ نو ولې زما د هغو قربانیو او نذرانو بې عزتي کوئ چې زه یې د خپل کور دپاره غواړم؟ ولې خپلو زامنو ته زما څخه زیات عزت ورکوې؟ تاسو زما د قوم اسراییلو د ټولو نذرانو د ډېرو ښو برخو په وسیله خپل ځانونه چاغ کړي دي. ۳۰ نو زه د اسراییلو څښتن خدای وایم: ‹ما پخوا وعده کړې وه چې ستاسو کورنۍ او طایفه به تل ترتله د کاهنانو په توګه زما خدمت کوي. خو اوس وایم چې زه به داسې نور ونه کړم! هرڅوک چې زما عزت وکړي زه به د هغه عزت وکړم او هرڅوک چې زما بې عزتي کوي، هغه به بې عزته کړم. ۳۱ وګوره! داسې وخت به راشي چې زه به ستا د کورنۍ او ستا د طایفې ټول ځوانان مړه کړم، ترڅو چې ستا په کورنۍ کې هېڅوک هم د سپین ږیرتوب عمر ته ونه رسیږي. ۳۲ ته به پرېشانه یې او په بخیلۍ سره به هغه برکتونه ووینې چې زه به یې د اسراییلو نورو خلکو ته ورکوم او ستا په کورنۍ کې به هېڅوک هېڅکله د سپین ږیرتوب عمر ته ونه رسیږي. ۳۳ خو که چېرې څوک ستا په اولادې کې ژوندی پاتې شي او د کاهن په توګه زما خدمت کوي، په غم او درد کې به ژوند کوي. ستا ټوله نوره اولاده به په تاوتریخوالي باندې مړه شي. ۳۴ کله چې ستا زامن حفني او فینحاس دواړه په یوه ورځ باندې مړه شي، نو دا به تاته څرګنده شي چې څه چې ما ویلي وو هغه به رښتیا شي. ۳۵ زه به داسې یو کاهن د ځان دپاره غوره کړم چې ماته وفادار وي او هغه کارونه سرته ورسوي چې زه یې غواړم. زه به هغه ته اولاده ورکړم او هغه به تل زما د غوره شوي پاچا خدمت کوي. ۳۶ ستا هر یو اولاد چې ژوندی پاتې شي هغه به کاهن ته ورځي، د پیسو او ډوډۍ دپاره به هغه ته سر ټیټوي او زارۍ به ورته کوي چې ماته د کاهن توب کار راکړه، ترڅو یوه مړۍ ډوډۍ تر لاسه کړم.›»