Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ په هغو ورځو کې حزقیا پاچا ناروغ شو او مرګ ته نژدې ؤ. د آموص زوی اشعیا نبي ورغی چې هغه وویني او هغه ته یې وویل: «څښتن داسې وایي چې خپل ټول کارونه دې سم او برابر کړه، ځکه چې ته مړ کېږې او روغ به نه شې.» ۲ حزقیا خپل مخ دېوال ته واړاوه او دعا یې وکړه: ۳ «ای څښتنه، دا در په یاد کړه چې ما د زړه له کومي ستا خدمت کړی دی، تاته وفادار وم او تل مې دا کوښښ کړی دی چې هغه کار وکړم چې تا راڅخه غوښتنه کړې ده.» بیا یې ډېر سخت وژړل. ۴ اشعیا د پاچا څخه لاړ، خو مخکې له دې چې هغه د ماڼۍ د منځنۍ حوېلۍ څخه تېر شي، څښتن هغه ته وویل: ۵ «بېرته لاړ شه او زما د قوم مشر حزقیا ته ووایه: ستا د نیکه داود څښتن خدای داسې وایي: ما ستا دعا قبوله کړه او ستا اوښکې مې ولیدلې، زه به تاته شفا درکړم. په درېمه ورځ به ته زما په کور کې عبادت وکړې. ۶ زه به ستا ژوند پنځلس کاله نور هم زیات کړم. زه به تا او دغه ښار د آشور د پاچا له لاسه وژغورم. زه به د دې ښار څخه د خپل ځان او خپل خدمتګار داود په خاطر دفاع وکړم.» ۷ بیا اشعیا د حزقیا خدمتګارانو ته وویل: «د انځرو مرهم تیاره کړئ.» هغوی همداسې وکړل او هغه یې د هغه په دانه باندې کېښودل او هغه روغ شو.
۸ حزقیا د اشعیا څخه پوښتنه وکړه: «هغه به کومه نښه وي چې څښتن به ما روغ کړي او زه به په درېمه ورځ د څښتن کور ته لاړ شم؟» ۹ اشعیا ځواب ورکړ: «څښتن به تاته یوه داسې نښه درکړي چې دا ثابته کړي چې هغه په خپلې وعدې باندې ولاړ دی. نو اوس ووایه چې په زینه باندې دې د لمر سیوری لس پوړۍ مخکې لاړ شي یا لس پوړۍ وروسته؟» ۱۰ حزقیا ورته وویل: «سیوری تل مخکې ځي او دا اسانه کار دی. زه غواړم چې سیوری دې لس پوړۍ شاته لاړ شي.» ۱۱ نو اشعیا نبي په څښتن باندې غږ وکړ او څښتن هغه سیوری چې د آحاز په زینه باندې راښکته شوی ؤ، لس پوړۍ وروسته کړ.
۱۲ په همدې وخت کې د بابل پاچا د بلدان زوی مرودک بلدان خبر شو چې حزقیا پاچا ناروغ ؤ، نو هغه د خپلو استازو په لاس حزقیا ته لیکونه او سوغات ورولېږل. ۱۳ حزقیا استازو ته هرکلی ووایه او هغوی ته یې د خپلو شتمنېو تحویلخانې، یعنې خپل سپین او سره زر، خپلې مسالې او عطرونه او خپل ټول عسکري سامان وروښودل. د هغه په ماڼۍ يا پاچاهۍ کې داسې شی نه ؤ چې هغوی ته یې نه وي ښودلی. ۱۴ بیا اشعیا نبي حزقیا پاچا ته ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «دا خلک د کوم ځای څخه راغلي وو او تاته یې څه وویل؟» حزقیا ځواب ورکړ: «هغوی د یو ډېر لېرې وطن یعنې د بابل څخه راغلي وو.» ۱۵ اشعیا پوښتنه وکړه: «ستا په ماڼۍ کې هغوی څه ولیدل؟» حزقیا ځواب ورکړ: «هغوی هرڅه ولیدل. په تحویلخانو کې داسې شی نه ؤ چې هغوی ته مې نه وي ښودلی.»
۱۶ بیا اشعیا حزقیا پاچا ته وویل: «څښتن داسې وایي: ۱۷ داسې وخت راتلونکی دی چې هرڅه چې ستا په ماڼۍ کې دي او هرڅه چې ستا نیکونو تر نن ورځې پورې ذخیره کړي دي، هغه به بابل ته یووړل شي. هېڅ شی به پاتې نه شي. ۱۸ ستا د خپلې اولادې څخه به ځینې په اسیرتوب بوتلل شي او هغوی به خصیان شي چې د بابل د پاچا په ماڼۍ کې خدمت وکړي.» ۱۹ حزقیا پاچا فکر وکړ چې دا خبره دا معنی لري چې د هغه په ژوند کې به سوله او امنیت وي، نو هغه ځواب ورکړ: «هغه پیغام چې تا د څښتن له خوا ماته راکړ، ښه پیغام دی.»
۲۰ نور ټول هغه کارونه چې حزقیا پاچا کړي وو، هغه د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. په هغو کې د هغه د زړورتوب کارونه او دا چې هغه څنګه حوض او کارېز جوړ کړ چې اورشلیم ته په کې اوبه راوړل کېدلې، هم شامل دي. ۲۱ حزقیا مړ شو او د هغه زوی منسي د هغه په ځای پاچا شو.