Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ منسي دولس کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې پنځه پنځوس کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم حفصیبه ؤ. ۲ منسي د څښتن په وړاندې ګناه وکړه. هغه د هغو قومونو د ناوړه دودونو څخه پیروي وکړه چې څښتن د خپل قوم د وړاندې تګ سره سم شړلي وو. ۳ منسي د عبادت هغه سیمه ییز ځایونه بېرته جوړ کړل چې د هغه پلار حزقیا وران کړي وو. هغه د بعل دپاره د قربانۍ ځایونه او د اشیره بت جوړ کړ لکه څنګه چې د اسراییلو پاچا اخاب جوړ کړی ؤ. منسي د ستورو عبادت هم کاوه. ۴ هغه په اورشلیم کې د څښتن په کور کې د نورو خدایانو دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل چې د هغو په اړه څښتن ویلي وو: «په دې ځای کې باید زما عبادت وشي.» ۵ هغه د څښتن د کور په دواړو حوېلیو کې ستورو ته د عبادت دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل. ۶ هغه خپل زوی د سوځېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړ. هغه به فالونه کتل او د مړو د ارواحګانو او جادوګرانو سره به یې مشورې کولې. هغه د څښتن په وړاندې ډېره لویه ګناه وکړه او د هغه قهر یې راوپاراوه. ۷ هغه د اشیره بت چې هغه جوړ کړی ؤ، د خدای په کور کې یعنې په هغه ځای کې کېښود چې د هغه په اړه څښتن داود او د هغه زوی سلیمان ته داسې ویلي وو: «دلته په اورشلیم کې په دې کور کې، دا هغه ځای دی چې ما د اسراییلو د دولسو قبیلو د ټولې سیمې څخه غوره کړی دی چې تل به په کې زما عبادت کیږي. ۸ که چېرې د اسراییلو قوم زما ټول حکمونه ومني او د هغه ټول شریعت څخه پیروي وکړي چې زما خپل خدمتګار موسی هغوی ته ورکړی دی، نو زه به پرېنږدم چې هغوی د هغه وطن څخه وشړل شي چې ما د هغوی نیکونو ته ورکړی ؤ.» ۹ خو د یهودا خلکو د څښتن اطاعت ونه کړ او منسي په هغوی باندې د هغې څخه هم لویه ګناه وکړه چې هغو قومونو کړې وه چې څښتن هغه هېواد ته د اسراییلو د قوم د وړاندې تګ سره سم تباه کړي وو.
۱۰ څښتن د خپلو خدمتګارانو یعنې نبیانو په وسیله وویل: ۱۱ «منسي پاچا داسې د کرکې وړ کارونه وکړل چې د اموریانو د کارونو څخه ډېر بد وو او په خپلو بتانو یې د یهودا خلک په ګناه باندې اخته کړل. ۱۲ نو زه د اسراییلو څښتن خدای به په اورشلیم او یهودا باندې داسې بلا راولم چې هرڅوک خبر شي، هغه به هک حیران شي. ۱۳ زه به اورشلیم ته داسې سزا ورکړم لکه څنګه چې مې سامرې او د اسراییلو پاچا اخاب او د هغه اولادې ته ورکړې وه. زه به اورشلیم د هغه د خلکو څخه داسې پاک کړم لکه د یو قاب خواړه چې په پوره توګه خوړل کیږي. ۱۴ هغه خلک چې ژوندي پاتې کیږي د هغو څخه به مخ واړوم او هغوی به خپلو دښمنانو ته په لاس ورکړم. هغوی به ورباندې فتح ومومي او وطن به یې لوټ کړي. ۱۵ زه د خپل قوم سره دا کار ځکه کوم چې هغوی داسې کارونه کړي دي چې زه ورڅخه کرکه لرم. له هغه وخت څخه چې د هغوی نیکونه د مصر څخه راوتلي دي تر نن ورځې پورې یې زما قهر راپارولی دی.»
۱۶ برسېره پردې چې منسي د یهودا خلک د بت پرستۍ خواته واړول او د دې سبب شو چې هغوی د څښتن په وړاندې ګناه وکړي، هغه دومره ډېر بې ګناه خلک ووژل چې د اورشلیم په کوڅو کې یې وینې بهېدلې.
۱۷ نور ټول هغه کارونه چې منسي کړي وو چې په هغو کې هغه ګناهونه هم شامل دي چې هغه کړي وو، هغه د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۱۸ منسي مړ شو او د خپلې ماڼۍ په باغ کې یعنې د عوزا په باغ کې ښخ شو او د هغه زوی آمون د هغه په ځای پاچا شو.
۱۹ آمون دوه ویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او دوه کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم مشلمت ؤ، هغه د حاروز لور وه چې د یطبه د ښارګوټي څخه ؤ. ۲۰ هغه د خپل پلار منسي په شان د څښتن په وړاندې ګناه وکړه. ۲۱ هغه د خپل پلار لاره غوره کړه او د هغو بتانو عبادت یې وکړ چې د هغه پلار یې عبادت کاوه. ۲۲ هغه د خپلو نیکونو څښتن خدای پرېښود او د څښتن د حکمونو څخه یې سرغړونه وکړه. ۲۳ د آمون درباریانو د هغه په وړاندې دسیسه جوړه کړه او هغه یې په خپلې ماڼۍ کې په قتل ورساوه. ۲۴ د یهودا خلکو د آمون ټول قاتلان ووژل او د هغه زوی یوشیا یې د هغه په ځای پاچا کړ.
۲۵ د آمون د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۲۶ آمون په خپله هدیره کې د عوزا په باغ کې ښخ شو او د هغه زوی یوشیا د هغه په ځای پاچا شو.