د دوهم سموئیل کتاب

پنځم فصل

داود د ټولو اسراییلو پادشاه

(اول تواریخ ۱۱: ۱ - ۹، ۱۴: ۱ - ۷)

۱ د اسراییلو د ټولو قبیلو مشران داود ته چې په حبرون کې ؤ ورغلل او هغه ته یې وویل: <مونږ ستاسو خپل هډوکي او وینه یو. ۲ مخکې چې کله شائول زمونږ پادشاه ؤ، همدا تاسو وئ چې په عسکري عملیاتو کې به مو اسراییلو ته لارښوونه کوله او څښتن تاسو ته وویل: ته به د یو شپون په توګه زما د قوم لارښوونه کوې او د هغوی ټاکلی مشر به یې.>

۳ کله چې د اسراییلو ټول مشران داود پادشاه ته ورغلي وو، داود د څښتن په مخ کې د هغوی سره یو تړون وکړ. بیا هغوی د داود سر په تېلو غوړ کړ او هغه یې د اسراییلو د پادشاه په توګه غوره کړ.

۴ داود دېرش کلن ؤ چې پادشاه شو او څلوېښت کاله یې پادشاهي وکړه. ۵ په حبرون کې هغه په یهودا باندې اووه کاله او شپږ میاشتې پادشاهي وکړه او په اورشلیم کې یې په ټولو اسراییلو او یهودا باندې دري دېرش کاله پادشاهي وکړه.

داود او د اورشلیم فتح

۶ هغه وخت راورسېد چې داود پادشاه او د هغه عسکر په اورشلیم باندې د حملې کولو دپاره روان شول. یبوسیان چې په هغه سیمه کې اوسېدل هغوی خیال کاوه چې داود به دا ښار فتح نه کړي، نو هغوی داود ته وویل: <ته به هیڅ کله دې ښار ته دننه نه شې، ځکه ړانده او شلان هم کولی شي ستا د ننوتو مخه ونیسي.> ۷ (مګر داود د صهیون د غره طبعي کلا ونیوله او هغه د داود د ښار په نوم مشهوره شوه.)

۸ په هغه ورځ داود خپلو نفرو ته وویل: <هرڅوک چې غواړي په یبوسیانو باندې حمله وکړي هغه دې د کارېز له لارې هغو ړاندو او شلانو ته چې د داود ډېر سخت دښمنان دي ځانونه ورسوي.> هغوی ځکه داسې وایي: <هیڅ ړوند او شل ماڼۍ ته ننوتلی نه شي.>

۹ نو داود په کلا کې ځای په ځای شو او په هغې باندې یې د داود ښار نوم کېښود. د هغه شاوخوا ته یې ښار جوړ کړ، په هغه ځای کې یې کار شروع کړ چې ځمکه یې د غونډۍ له ختیځې خوا څخه نوې راډکه شوې وه. ۱۰ د داود قوت ورځ په ورځ زیاتېده ځکه چې مطلق قادر څښتن خدای ورسره ؤ.

۱۱ نو بیا د صور پادشاه حیرام، داود ته خپل استازي ورولېږل. د هغوی سره ترکاڼان او خټګران هم وو. هغوی د صبر د ونو ډډونه راوړل او داود ته یې ماڼۍ جوړه کړه. ۱۲ نو داود پوه شو چې څښتن د هغه پادشاهي په اسراییلو باندې ټینګه کړې ده او د هغه پادشاهي د خپل قوم یعنې د اسراییلو په خاطر نېکمرغه کوي.

۱۳ وروسته له هغې چې داود د حبرون څخه اورشلیم ته کډه وکړه هغه نورې ښځې او وینځې وکړې او نور زامن او لورګانې یې پیدا شول. ۱۴ دا د داود اولادونه دي چې په اورشلیم کې زېږېدلي دي: شموع، شوباب، ناتان، سلیمان، ۱۵ ایبحار، الیشوع، نفج، یافیع، ۱۶ الیشمع، الیاداع او الیفلط.

داود او د فلسطینیانو ماتې

(اول تواریخ ۱۴: ۸ - ۱۷)

۱۷ کله چې فلسطینیانو واورېدل چې داود د اسراییلو پادشاه شوی دی، هغوی په پوره ځواک سره ووتل چې داود ونیسي. مګر داود د دې څخه خبر شو او محفوظ ځای ته لاړ. ۱۸ نو فلسطینیان راغلل او د رفایم په دره کې یې مورچلې ونیولې. ۱۹ داود د څښتن څخه پوښتنه وکړه: <آیا په فلسطینیانو باندې حمله وکړم؟ آیا ماته به بری راکړې؟>

څښتن ځواب ورکړ: <هو، ورباندې حمله وکړه! زه به په یقین سره تاته بری درکړم!>

۲۰ نو داود بعل فراصیم ته لاړ او هلته یې فلسطینیانو ته ماتې ورکړه. هغه وویل: <څښتن زما دښمنان د سیلاب په شان له منځه یوړل.> نو هغه ځای د بعل فراصیم په نوم یاد شو. ۲۱ فلسطینیانو خپل بتان هلته پرېښودل، وروسته داود او د هغه نفرو هغه د ځان سره یوړل.

۲۲ فلسطینیان یو ځل بیا لاړل او د رفایم په دره کې یې مورچلې ونیولې. ۲۳ داود یو ځل بیا د څښتن سره مشوره وکړه، څښتن ځواب ورکړ: <له دې ځای څخه حمله مه کوه، بلکه د شا له خوا ورباندې راتاو شه او د بلسام ونو ته مخامخ په هغوی باندې حمله وکړه. ۲۴ کله چې دې د بلسام د ونو په سر کې د قدمونو اواز واورېد نو بیا په بیړه حمله وکړه، ځکه چې دا به دا معنیٰ ولري چې زه ستا په مخ کې روان یم چې د فلسطینیانو لښکرو ته ماتې ورکړم.> ۲۵ نو څنګه چې څښتن داود ته حکم کړی ؤ هماغسې یې وکړل او فلسطینیان یې د جبع څخه تر جازر پورې په ټوله لاره کې تعقیب کړل او ویې وژل.