Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ تاسو ته مې اوس د برکت او لعنت د غوره کولو حق درکړی دی. کله چې په تاسو باندې دا ټولې پېښې وشي او تاسو د هغو قومونو په منځ کې ژوند وکړئ چې خپل څښتن خدای هلته شړلي یئ، نو زما هغه خبره به در په یاده شي. ۲ که چېرې تاسو او ستاسو اولاده بېرته څښتن ته رجوع وکړئ او د زړه له کومي د هغه د ټولو حکمونو چې نن یې درکوم اطاعت وکړئ، ۳ بیا به خپل څښتن خدای په تاسو باندې رحم وکړي. هغه به تاسو د هغو قومونو څخه چې تاسو یې په کې خپاره کړي یئ، بېرته راولي او بېرته به مو نېکمرغه کړي. ۴ حتی که تاسو د دنیا په بل سر کې هم اوسئ، ستاسو څښتن خدای به تاسو راپیدا کړي او بېرته به مو راولي، ۵ ترڅو ستاسو اولاده بیا هغه خاوره تر لاسه کړي چې یو وخت د هغوی نیکونه په کې اوسېدل. هغه به ستاسو اولاده د خپلو نیکونو څخه نوره هم نېکمرغه او زیاته کړي. ۶ تاسو او ستاسو اولادې ته به خپل څښتن خدای منونکي زړونه درکړي، ترڅو د زړه له کومي د هغه سره مینه وکړئ او په هغه خاوره کې خپل ژوند وکړئ. ۷ هغه به دا ټول لعنتونه ستاسو په دښمنانو باندې چې ستاسو څخه یې کرکه کوله او تاسو یې ځورولئ، راولي ۸ او تاسو به بیا د څښتن او د هغه د ټولو حکمونو اطاعت کوئ چې زه یې نن درکوم. ۹ څښتن به تاسو ته په خپلو ټولو کارونو کې زیات بریالیتوبونه درکړي. تاسو به ډېر اولادونه او حیوانات ولرئ او ستاسو پټي به پرېمانه فصلونه کوي. هغه به ستاسو په نېکمرغه کولو باندې هماغسې خوشحاله وي لکه څنګه چې ستاسو د نیکونو په نېکمرغه کولو باندې خوشحاله ؤ، ۱۰ خو تاسو به مجبور یئ چې د څښتن اطاعت وکړئ او د هغو ټولو قوانینو څخه پیروي وکړئ چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي. تاسو به مجبور یئ چې د زړه له کومي هغه ته رجوع وکړئ.
۱۱ هغه امرونه چې نن یې تاسو ته درکوم په هغو باندې پوهېدل او عمل کول ډېر سخت کار نه دی. ۱۲ هغه امرونه پورته په اسمان کې نه دي، ترڅو تاسو دې ته مجبور شئ چې داسې پوښتنه وکړئ: ‹څوک به پورته وخېژي چې هغه مونږ ته لاندې راوړي، ترڅو هغه واورو او عمل ورباندې وکړو؟› ۱۳ نه هغه د بحیرې په بلې غاړې باندې دي، ترڅو دې ته مجبور شئ چې داسې پوښتنه وکړئ: څوک به د بحیرې څخه تېر شي چې هغه مونږ ته راوړي، ترڅو هغه واورو او عمل ورباندې وکړو؟ ۱۴ نه، دا حکمونه تاسو ته نژدې دي. هغه ستاسو په خوله او ستاسو په زړونو کې دي، نو تاسو باید ورباندې عمل وکړئ.
۱۵ نن زه تاسو ته د نېکمرغۍ او بدبختۍ او ژوند او مرګ د غوره کولو حق درکوم. ۱۶ که چېرې تاسو د خپل څښتن خدای حکمونو ته چې زه یې نن درکوم غاړه کېږدئ، که چېرې د هغه سره مینه وکړئ، اطاعت یې وکړئ او د هغه د ټولو قوانینو څخه پیروي وکړئ، بیا به تاسو نېکمرغه شئ او یو لوی قوم به درڅخه جوړ شي. تاسو ته به خپل څښتن خدای په هغه خاوره کې چې تاسو به یې زر ونیسئ، برکت درکړي. ۱۷ خو که چېرې سرغړونه وکړئ او غوږ ورته ونه نیسئ او نور خلک تاسو بې لارې کړي او د نورو خدایانو عبادت وکړئ، ۱۸ نو تاسو به تباه شئ. زه تاسو ته اوس همدلته خبرداری درکوم. تاسو به په هغه خاوره کې چې د اردن د سیند په بلې غاړې باندې پرته ده او زر به یې ونیسئ، ډېره موده ژوند ونه کړئ. ۱۹ زه اوس تاسو ته د ژوند او مرګ، د خدای د برکت او لعنت د غوره کولو حق درکوم او زه ځمکه او اسمان د دې خبرې دپاره شاهدان نیسم چې تاسو کوم شی غوره کوئ. تاسو ژوند غوره کړئ، ترڅو تاسو او ستاسو اولاده ژوندي پاتې شئ. ۲۰ خپل څښتن خدای ته پوره وفادار اوسئ، د هغه سره مینه کوئ او څه چې درته وایي هغه کوئ. یوازې څښتن دی چې ژوندون ورکولای شي. هغه به تاسو ته په هغه خاوره کې چې ستاسو د نیکونو ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره یې وعده کړې ده، زیات عمر درکړي.»