Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ موسی د اسراییلو د قوم سره خپلو خبرو ته دوام ورکړ ۲ او ویې ویل: «زه اوس د یوسلو شل کالو په عمر یم او نور د دې توان نه لرم چې ستاسو مشري وکړم او څښتن ماته ویلي دي چې ته به د اردن د سیند څخه تېر نه شې. ۳ ستاسو څښتن خدای به په خپله ستاسو په مخکې روان وي او هغه قومونه به چې هلته اوسیږي له منځه یوسي، ترڅو تاسو د هغوی خاوره ونیسئ. لکه څنګه چې څښتن ویلي دي، یوشع به ستاسو مشر وي. ۴ څښتن به هغه خلک داسې له منځه یوسي لکه څنګه چې هغه د اموریانو پاچاهانو سیحون او عوج ته ماتې ورکړه او د هغوی هېواد یې وران کړ. ۵ څښتن به تاسو ته په هغوی باندې بری درکړي او تاسو باید د هغوی سره هماغه شان عمل وکړئ لکه څنګه چې ما درته ویلي دي. ۶ قوي او زړور اوسئ. د هغوی څخه مه وېرېږئ. ستاسو څښتن خدای به تل ستاسو سره روان وي او تاسو به هېڅکله یوازې نه پرېږدي او تاسو به نه هېروي.»
۷ بیا موسی یوشع راوغوښت او د اسراییلو د ټول قوم په حضور کې یې ورته وویل: «قوي او زړور اوسه. د هغې خاورې په نیولو کې به ته د دغو خلکو مشري کوې چې څښتن یې د هغوی د نیکونو سره وعده کړې ده. ۸ څښتن به په خپله تاته لارښوونه کوي او درسره مل به وي. هغه به ستا سره مرسته کوي او تا به یوازې نه پرېږدي. نو جرات له لاسه مه ورکوه او مه وېرېږه.»
۹ نو موسی د شریعت حکمونه ولیکل او هغو لاوي کاهنانو ته چې د څښتن د لوظ صندوق یې انتقالاوه او د اسراییلو ټولو مشرانو ته یې ورکړل. ۱۰ موسی هغوی ته داسې امر وکړ: «د هر اووم کال په اخر کې یعنې کله چې د پورونو د بخښلو کال راځي هغه د جونګړو په اختر کې په لوړ اواز لولئ. ۱۱ دا په هغه وخت کې د اسراییلو قوم ته لولئ کله چې هغوی د څښتن خدای د عبادت دپاره هغه ځای ته راځي چې هغه یې ټاکي. ۱۲ ټول سړي، ښځې او ماشومان او هغه پردي خلک چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي راوغواړئ، ترڅو هرڅوک هغه واوري او د خپل څښتن خدای درناوی کول زده کړي او په وفادارۍ سره د هغه د ټولو قوانینو څخه پیروي وکړي. ۱۳ په دې ډول به ستاسو اولاده چې د خپل څښتن خدای شریعت یې نه دی اورېدلی، واوري. نو هغوی به ټول ژوند په هغه خاوره کې چې تاسو به یې زر د اردن د سیند په بله غاړه ونیسئ، د څښتن اطاعت کول زده کړي.»
۱۴ بیا څښتن موسی ته وویل: «ستا د مړینې وخت رانژدې شوی دی. یوشع راوغواړه او سپېڅلې خېمې ته یې راوله، ترڅو هغه د اسراییلو مشر وټاکم.» موسی او یوشع خېمې ته لاړل ۱۵ او څښتن هغوی ته هلته د ستنې په شان ورېځې کې چې د خېمې د دروازې په سر باندې ولاړه وه، ښکاره شو.
۱۶ څښتن موسی ته وویل: «ته به زر مړ شې او ستا د مړینې څخه وروسته به خلک زما سره بې وفایي وکړي او هغه لوظ به مات کړي چې ما د هغوی سره کړی دی. هغوی به ما پرېږدي او په هغه هېواد کې به چې هغوی ورداخلیږي د پردیو خدایانو عبادت کوي. ۱۷ کله چې داسې وشي، نو زه به په هغوی باندې په قهر شم، د هغوی څخه به مخ واړوم او هغوی به تباه شي. ډېر هیبتناکه افتونه به په هغوی باندې نازل شي او هغوی به په دې پوه شي چې دا پېښې ځکه ورباندې راځي چې زه یعنې د هغوی خدای نور د هغوی سره نه یم. ۱۸ په هغه وخت کې به زه د هغوی سره د مرستې کولو څخه انکار وکړم، ځکه چې هغوی بد کار کړی دی او د نورو خدایانو عبادت یې کړی دی.
۱۹ موسی او یوشع، اوس دا روحاني سندره ولیکئ. موسی، هغه اسراییلیانو ته ورزده کړه. که چېرې هغوی دا سندره زده کړه، نو هغوی به پوه شي چې زه ورڅخه څه غواړم چې ویې کړي او هغوی سره به کومه بهانه نه وي چې زما د امر څخه سرغړونه وکړي. ۲۰ لکه څنګه چې مې د هغوی د نیکونو سره وعده کړې ده، زه به هغوی دې غني او حاصلخېزې ځمکې ته بوځم. څومره خواړه چې هغوی غواړي هلته به ورته ورسیږي او هغوی به ارام ژوند لري. خو هغوی به زما څخه مخ واړوي او د نورو خدایانو عبادت به کوي. هغوی به زما څخه منکر شي او زما لوظ به مات کړي ۲۱ او ډېر هیبتناکه افتونه به ورباندې نازل شي. خو بیاهم دا سندره به ویل کیږي او دا به د هغوی په ضد یوه نښه وي. حتی اوس، مخکې له دې چې زه هغوی هغه هېواد ته بوځم چې ما یې د ورکولو وعده ورسره کړې ده، زه پوهېږم چې هغوی څه پلان سنجوي.»
۲۲ په هماغه ورځ موسی سندره ولیکله او د اسراییلو قوم ته یې ورزده کړله.
۲۳ بیا څښتن د نون زوی یوشع مشر وټاکه او ورته ویې ویل: «قوي او زړور اوسه. ته به د اسراییلو قوم هغه هېواد ته بوځې چې ما یې د هغوی سره وعده کړې ده او زه به ستا سره مل یم.»
۲۴ موسی د شریعت حکمونه په کتاب کې ولیکل او پام یې کاوه چې څه شی ورڅخه پاتې نه شي. ۲۵ کله چې هغه وزګار شو، نو هغه هغو لاوي کاهنانو ته چې د څښتن د لوظ صندوق یې انتقالاوه داسې وویل: ۲۶ «د شریعت دا کتاب یوسئ او د خپل څښتن خدای د لوظ د صندوق په څنګ کې یې کېږدئ. دا کتاب به د دې خبرې یو ثبوت وي چې تاسو پوهېږئ چې څښتن ستاسو څخه څه غواړي چې ویې کړئ. ۲۷ زه په دې پوهېږم چې هغوی څومره سرزوري او سرکښ خلک دي. هغوی زما د ژوندانه په دوران کې د څښتن په وړاندې سرکښي کړې ده او زما د مړینې څخه وروسته به نور هم سرکښه شي. ۲۸ خپل ټول قبیلوي مشران او مامورین زما په مخکې راټول کړئ، ترڅو هغوی ته دا خبرې وکړم. زه به ځمکه او اسمان د اسراییلو د قوم په وړاندې خپل شاهدان ونیسم. ۲۹ زه په دې پوهېږم چې زما د مرګ څخه وروسته به قوم بیخي فاسد شي او د هغې لارې څخه به چې ما ورته حکم کړی دی وګرځي. د وخت په تېرېدلو سره به هغوی د افت سره مخامخ شي، ځکه چې هغوی به څښتن د هغو کارونو په سبب چې هغه منع کړي دي په قهر کړي.»
۳۰ بیا موسی ټوله سندره وویله او د اسراییلو ټول قوم ورته غوږ نیولی ؤ.