Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ کله چې ستاسو څښتن خدای تاسو هغې خاورې ته ورولي چې تاسو به یې ونیسئ، نو هغه به ډېر قومونه ستاسو له مخې څخه لېرې کړي یعنې حیتیان، جرجاشیان، اموریان، کنعانیان، فرزیان، حویان او یبوسیان. دا اووه قومونه ستاسو څخه لوی او ډېر قوي دي. ۲ کله چې ستاسو څښتن خدای دغه قومونه تاسو ته په لاس درکړل او تاسو هغوی ته ماتې ورکړه، نو هغوی ټول باید ووژنئ. د هغوی سره کوم تړون مه کوئ او نه ورباندې رحم وکړئ. ۳ د هغوی سره ودونه مه کوئ. خپلې لورګانې د هغوی زامنو ته مه ورکوئ او د هغوی لورګانې خپلو زامنو ته مه کوئ، ۴ ځکه چې بیا به هغوی ستاسو اولادونه د څښتن څخه د نورو خدایانو عبادت ته راواړوي. که چېرې داسې وشي، نو څښتن به په تاسو باندې په قهر شي او تاسو به زر له منځه یوسي. ۵ نو بیا داسې وکړئ چې د هغوی د قربانۍ ځایونه راوغورځوئ، هغه لویې تیږې چې د هغوی د عبادت دپاره کارول کیږي ټوټې ټوټې کړئ، د اشیره بتان یې راچپه کړئ او نور بتان یې وسوځوئ. ۶ داسې کار وکړئ، ځکه چې تاسو د خپل څښتن خدای سپېڅلي خلک یئ. هغه د ځمکې په مخ د ټولو قومونو څخه تاسو د خپل ځانګړي قوم په توګه غوره کړي یئ.
۷ څښتن د دې په خاطر ستاسو سره مینه نه کوله او د دې په خاطر یې تاسو غوره کړي نه یئ چې ستاسو شمېر د نورو قومونو څخه زیات ؤ، بلکې ستاسو قوم د ځمکې پر مخ تر ټولو کوچنی قوم ؤ. ۸ خو څښتن ستاسو سره مینه کوله او غوښتل یې چې په هغې وعدې باندې ودریږي چې ستاسو د نیکونو سره یې کړې وه. نو په دې خاطر هغه تاسو په خپل قوي مټ سره وژغورلئ او د مصر د پاچا فرعون د غلامۍ څخه یې ازاد کړئ. ۹ زه ستاسو څخه غواړم په دې پوه شئ چې هغه څښتن خدای چې عبادت یې کوئ هغه رښتینی او وفادار خدای دی. هغه به په خپل لوظ باندې ولاړ وي او خپله تلپاتې مینه به د هغو خلکو زرو نسلونو ته وښایي چې د هغه سره مینه کوي او د حکمونو اطاعت یې کوي. ۱۰ خو هغه خلک چې د هغه څخه کرکه کوي، هغوی ته به زر داسې سزا ورکړي چې تباه شي. ۱۱ نو اوس په غور سره د هغو ټولو قوانینو څخه چې نن مې تاسو ته درکړل، پیروي وکړئ.
۱۲ که چېرې تاسو دغو امرونو ته غوږ ونیسئ او په وفادارۍ سره د هغو اطاعت وکړئ، بیا به ستاسو څښتن خدای لکه څنګه یې چې زمونږ د نیکونو سره وعده کړې ده په خپل هغه لوظ باندې ودریږي چې ستاسو سره یې کړی دی او هغه به ستاسو سره په دوامداره توګه مینه کوي. ۱۳ هغه به ستاسو سره مینه وکړي او برکت به درکړي، ترڅو ستاسو شمېر زیات شي او ډېر اولادونه مو پیدا شي. ستاسو په پټیو کې به برکت واچوي، ترڅو تاسو غلې دانې، شراب او د زیتونو تېل ولرئ او د ډېرو پادو او رمو په درکولو سره به تاسو ته برکت درکړي. هغه به دا ټول برکتونه په هغه خاوره کې درکړي چې زمونږ د نیکونو سره یې وعده کړې وه چې تاسو ته به یې درکړي. ۱۴ په نړۍ کې به د هېڅ قوم سره ستاسو په شان زیات برکت نه وي. ستاسو او ستاسو د حیواناتو څخه به هېڅ یو شنډ نه وي. ۱۵ څښتن به تاسو د ټولو ناروغیو څخه وساتي او هغه به تاسو په هېڅ داسې وېروونکې ناروغۍ باندې اخته نه کړي چې په مصر کې ورسره بلد وئ، بلکې ستاسو ټول دښمنان به ورباندې اخته کړي. ۱۶ هغه به ټول قومونه له منځه یوسي چې خپل څښتن خدای به یې تاسو ته په لاس درکړي او په هغوی باندې هېڅ رحم مه کوئ. د هغوی د خدایانو عبادت مه کوئ، ځکه چې دا به ستاسو دپاره یو وژونکی دام وي.
۱۷ د ځان سره داسې مه وایئ چې د دې قومونو شمېر زمونږ څخه زیات دی او مونږ هغوی شړلی نه شو. ۱۸ د هغوی څخه مه وېرېږئ. هغه کارونه په یاد ساتئ چې ستاسو څښتن خدای په فرعون او د مصر په ټولو خلکو باندې وکړل. ۱۹ هغه هیبتناکه بلاګانې په یاد ساتئ چې تاسو په خپلو سترګو ولیدلې، هغه معجزې او عجیبه عجیبه کارونه او هغه قوي مټ او ټول قدرت چې ستاسو څښتن خدای تاسو ورباندې ازاد کړئ. هغه به په هماغه ډول چې مصریان یې تباه کړل، دا ټول قومونه به چې تاسو اوس ورڅخه وېرېږئ، هم تباه کړي. ۲۰ هغه به حتی د هغوی په منځ کې سخته وېره پیدا کړي او هغه ټول خلک به له منځه یوسي چې تښتي او پټیږي. ۲۱ نو د دغو خلکو څخه مه وېرېږئ، ځکه چې ستاسو څښتن خدای ستاسو سره مل دی. هغه لوی او هیبتناکه خدای دی. ۲۲ ستاسو څښتن خدای به دا قومونه ورو ورو ستاسو له مخې څخه لېرې کړي. تاسو به ونه شئ کولای چې هغوی په یو وار سره له منځه یوسئ، ځکه که چېرې داسې وکړئ، د وحشي حیواناتو شمېر به زیات شي او دا به تاسو ته د خطر سبب وګرځي. ۲۳ څښتن به تاسو ته خپل دښمنان په لاس درکړي او په هغوی باندې به داسې سخته وېره راولي، ترڅو چې تباه شي. ۲۴ هغه به د هغوی پاچاهان تاسو ته په لاس درکړي او تاسو به د هغوی نوم او نښان د ځمکې د مخ څخه ورک کړئ. هېڅوک به ونه شي کولای چې ستاسو په وړاندې ودریږي، تاسو به هغوی له منځه یوسئ. ۲۵ د هغوی بتان وسوځوئ. هغو سرو او سپینو زرو ته چې دا بتان ورڅخه جوړ شوي دي، تمه مه کوئ او هغه د خپلو ځانونو دپاره مه اخلئ. که چېرې داسې وکړئ، دا به وژونکی دام وي، ځکه چې څښتن د بت پرستۍ څخه کرکه کوي. ۲۶ د دغو بتانو څخه هېڅ یو یې خپلو کورونو ته مه راوړئ. که نه، نو په تاسو باندې به هم هماغسې لعنت وویل شي لکه څنګه چې په هغو باندې ویل شوی دی. تاسو باید له دغو بتانو څخه کرکه وکړئ او په سپکه سترګه ورته وګورئ، ځکه چې په هغو باندې د څښتن لعنت ویل شوی دی.