د تثنیې کتاب

اتم فصل

څښتن مه هېروئ

۱ په وفادارۍ سره د هغو ټولو قوانینو څخه پیروي وکړئ چې نن یې تاسو ته درکوم ترڅو ژوند وکړئ، شمېر مو زیات شي او هغې خاورې ته چې د هغې وعده څښتن ستاسو د نیکونو سره کړې ده، ورننوځئ او هغه ونیسئ. ۲ در په یاد کړئ چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې ستاسو څښتن خدای څنګه تاسو ته په دښته کې په دې اوږده سفر کې لارښوونه وکړه. په تاسو باندې یې سختۍ راوستلې چې ومو ازمایي، ترڅو هغه پوه شي چې ستاسو په زړونو کې څه دي او د هغه په حکمونو باندې عمل کوئ یا نه. ۳ هغه په تاسو باندې لوږه راوستله او بیا یې د خوراک دپاره من درکړ، یعنې هغه خواړه چې تاسو او ستاسو نیکونو مخکې هېڅکله خوړلي نه وو. هغه د دې دپاره دا کار وکړ چې تاسو ته دا خبره درزده کړي چې انسان یوازې په ډوډۍ نه بلکې په هره خبره باندې ژوندی دی چې د څښتن د خولې څخه راوځي. ۴ د دغو څلوېښتو کلونو په دوران کې ستاسو کالي نه دي زاړه شوي او نه مو پښې پړسېدلې دي. ۵ په یاد لرئ چې ستاسو څښتن خدای تاسو اصلاح کوي او داسې سزا درکوي لکه څنګه چې یو پلار خپل اولادونه اصلاح کوي. ۶ نو بیا هغه کار کوئ چې څښتن یې درباندې امر کړی دی، یعنې د هغه د قوانینو سره سم ژوند کوئ او د هغه څخه وېرېږئ. ۷ ستاسو څښتن خدای تاسو یوې حاصلخېزې ځمکې یعنې داسې ځمکې ته راولي چې سیندونه او چینې لري او د ځمکې لاندې داسې ویالې لري چې اوبه یې درو او غونډیو ته راوځي، ۸ یوه داسې ځمکه چې غنم او اوربشې، انګور، انځر، انار، زیتون او شات په کې پیدا کیږي. ۹ دا داسې وطن دی چې خواړه په کې پرېمانه دي او د هېڅ شي کمی په کې نشته. د دې ځای تیږې د اوسپنې څخه ډکې دي او د غونډیو څخه یې مس راویستلی شئ. ۱۰ هرڅه چې تاسو غواړئ وخورئ هغه به درورسیږي او تاسو به د هغې حاصلخېزې ځمکې دپاره چې ستاسو څښتن خدای درکړې ده د هغه شکر ادا کړئ.

۱۱ پام کوئ چې تاسو به هېڅکله خپل څښتن خدای نه هېروئ. هېڅکله د هغه د هغو قوانینو څخه سرغړونه ونه کړئ چې نن یې تاسو ته درکوم. ۱۲ کله چې تاسو ته د خوراک دپاره هرڅه درورسیږي او د اوسېدلو دپاره ښه ښه کورونه ودان کړئ ۱۳ او کله چې ستاسو پادې او رمې، ستاسو سپین زر او سره زر او نور ټول شیان زیات شي، ۱۴ نو پام کوئ چې تاسو به نه مغروره کېږئ او خپل څښتن خدای به چې تاسو یې د مصر د غلامۍ څخه ازاد کړئ، نه هېروئ. ۱۵ هغه د هغې پراخې او وېروونکې دښتې په لاره تاسو بوتلئ چې زهرجن ماران او لړمان په کې وو. هغه په هغې وچې او بې اوبو ځمکه کې د کلک ګټ څخه ستاسو دپاره اوبه راوویستلې. ۱۶ هغه په دښته کې تاسو ته د خوراک دپاره من درکړ چې داسې خواړه وو چې ستاسو نیکونو هېڅکله خوړلي نه وو. له دې امله هغه په تاسو باندې سختۍ راوستلې چې تاسو وازمایي، ترڅو په اخر کې هغه تاسو ته د ښو ښو شیانو سره برکت درکړي. ۱۷ نو بیا باید هېڅکله داسې فکر ونه کړئ چې تاسو په خپل قدرت او قوت سره خپل ځانونه شتمن کړي دي. ۱۸ په یاد ولرئ چې دا ستاسو څښتن خدای دی چې تاسو ته دا توان درکوي چې شتمن شئ. څښتن ځکه دا کار کوي چې هغه نن هم هغه لوظ ته وفادار پاتې دی چې ستاسو د نیکونو سره یې کړی ؤ. ۱۹‏-۲۰ زه نن تاسو ته خبرداری درکوم که چېرې تاسو خپل څښتن خدای هېر کړئ او د نورو خدایانو عبادت وکړئ، نو څښتن به تاسو لکه د نورو قومونو په شان چې تاسو به ورسره جنګ کوئ له منځه یوسي.