د تثنیې کتاب

نهم فصل

د اسراییلو د قوم نافرماني

(هجرت ۳۲‏: ۱ ‏- ۳۵)

۱ ای د اسراییلو خلکو واورئ! تاسو به زر د اردن د سیند څخه تېر شئ چې هغې خاورې ته ورننوځئ او هغه قومونه وشړئ چې ستاسو څخه لوی او قوي دي. د هغوی ښارونه لوی لوی دي او داسې دېوالونه لري چې اسمان ته رسیږي. ۲ د دې قومونو څخه ځینې یې د عناقیانو اولاده ده. تاسو پوهېږئ چې هغوی څومره لوړ قدي او قوي خلک دي او تاسو اورېدلي دي چې هېڅوک هغوی ته په جنګ کې ماتې نه شي ورکولای. ۳ خو اوس به تاسو په خپله ووینئ چې ستاسو څښتن خدای به د تباه کوونکي اور په شان ستاسو په مخکې روان شي. کله چې تاسو په هغوی باندې حمله وکړئ هغه به هغوی ته ماتې ورکړي، نو د څښتن د وعدې سره سم به تاسو هغوی وشړئ او زر به یې له منځه یوسئ.

۴‏-۶ کله چې ستاسو څښتن خدای د دې قومونو په شړلو کې ستاسو سره مرسته وکړي او د هغوی هغه حاصلخېزه خاوره ونیسئ، نو په خپل زړه کې داسې مه وایئ چې هغه دا کار په دې خاطر وکړ چې تاسو داسې ښه خلک یئ. تاسو ښه خلک نه یئ، تاسو سرزوري خلک یئ! نه، څښتن په دې خاطر ستاسو سره مرسته کوي چې هغه قومونه چې هلته اوسیږي هغه بدکاره قومونه دي او په دې خاطر چې هغه غواړي خپله هغه وعده پوره کړي چې ستاسو د نیکونو ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره یې کړې ده.

۷ دا خبره هېڅکله هېره نه کړئ چې تاسو خپل څښتن خدای په دښته کې څنګه په قهر کړ. د هغې ورځې څخه نیولې چې تاسو د مصر څخه لاړئ تر هغې ورځې پورې چې دلته راورسېدلئ، د هغه په وړاندې مو سرکښي کړې ده. ۸ تاسو حتی د سینا د غره سره هم څښتن په قهر کړ. هغه مو دومره په قهر کړ چې غوښتل یې تاسو تباه کړي. ۹ زه غره ته وختلم چې د تیږو لوحې راواخلم چې څښتن ورباندې هغه لوظ لیکلی ؤ چې ستاسو سره یې کړی ؤ. هلته څلوېښت شپې او ورځې پاتې شوم او نه مې څه وخوړل او نه مې څه وڅښل. ۱۰ بیا څښتن ماته د تیږو دوه لوحې راکړې چې په خپل لاس یې هغه ټولې خبرې ورباندې لیکلې وې چې ستاسو سره یې د اور د منځ څخه په هغه ورځ کړې وې چې د غره په څنګ کې راټول شوي وئ. ۱۱ هو، د هغو څلوېښتو شپو او ورځو څخه وروسته څښتن ماته د تیږو دوه لوحې راکړې چې هغه حکمونه یې ورباندې لیکلی ؤ.

۱۲ بیا څښتن ماته وویل: ‹پاڅېږه، همدا اوس د غره څخه ښکته شه، ځکه چې ستا قوم چې د مصر څخه دې راوویست، فاسد شوی دی او بد کار یې کړی دی. هغوی لا پخوا زما د امرونو څخه سرغړونه کړې ده او د ځانونو دپاره یې یو فلزي بت جوړ کړی دی.› ۱۳ څښتن ماته دا هم وویل: ‹ما دا خلک لیدلي دي چې هغوی څومره سرزوري دي. ۱۴ پرېږده چې هغوی له منځه یوسم، ترڅو د هغوی نومونه د ځمکې د مخ څخه ورک شي. بیا به زه تا د یو داسې قوم پلار کړم چې د دوی څخه به لوی او قوي وي.› ۱۵ نو زه بېرته د غره څخه راښکته شوم. په داسې حال کې چې د غره څخه د اور لمبې پورته کېدلې، ما د تیږو هغه دوه لوحې په خپلو لاسونو کې نیولې وې چې لوظ ورباندې لیکل شوی ؤ. ۱۶ ما ولیدل چې تاسو لا پخوا د خپل څښتن خدای د هغه امر څخه سرغړونه کړې وه چې هغه درکړی ؤ او د ځانونو دپاره مو د خوسي په شکل کې د طلایي بت په جوړولو سره د هغه په وړاندې ګناه کړې وه. ۱۷ نو هلته مې ستاسو په مخکې د تیږو هغه دوه لوحې وغورځولې او ټوټې ټوټې مې کړې. ۱۸ نو زه یوځل بیا د څښتن په حضور کې څلوېښت شپې او ورځې پړمخې پرېوتم او خوراک او څښاک مې ونه کړ. ما دا کار د دې دپاره وکړ چې تاسو د څښتن په وړاندې ګناه کړې وه او هغه مو په قهر کړی ؤ. ۱۹ زه د څښتن د سخت قهر څخه ووېرېدم، ځکه چې هغه دومره ډېر په قهر ؤ چې تاسو تباه کړي، خو یوځل بیا یې زما دعا قبوله کړه. ۲۰ څښتن په هارون باندې دومره په قهر ؤ چې هغه ووژني، نو په هماغه وخت کې مې د هارون دپاره هم دعا وکړه. ۲۱ ما هغه خوسی چې تاسو د سرو زرو څخه جوړ کړی ؤ او ستاسو د ګناه نتیجه وه راواخیست او اور ته مې واچاوه. بیا مې هغه ټوټې ټوټې کړ، په خاورو مې بدل کړ او هغه خاوره مې په هغې ویالې کې وغورځوله چې د غره څخه رابهېدله.

۲۲ کله چې تاسو په تبعیره، مسا او قبروت هتاوه کې وئ تاسو هلته هم خپل څښتن خدای په قهر کړ. ۲۳ بیا کله چې هغه تاسو د قادش برنیع څخه ولېږلئ او داسې حکم یې وکړ چې لاړ شئ او هغه خاوره ونیسئ چې څښتن تاسو ته درکړې ده، نو د هغه په وړاندې مو سرکښي وکړه. تاسو نه په هغه اعتبار وکړ او نه مو د هغه اطاعت وکړ. ۲۴ د هغه وخت راهیسې چې څښتن تاسو پېژندلي یئ، تاسو د هغه په وړاندې سرکښي کوئ.

۲۵ نو زه د څښتن په حضور کې هغه څلوېښت شپې او ورځې پړمخې پرېوتم، ځکه زه پوهېدم چې هغه ستاسو د تباه کولو اراده لري. ۲۶ او ما داسې دعا وکړه: ‹څښتن تعالی، خپل قوم یعنې هغه قوم چې تا په قوي مټ او ټول قدرت سره وژغوره او د مصر څخه دې راوویست، مه تباه کوه. ۲۷ خپل خدمتګاران یعنې ابراهیم، اسحاق او یعقوب در په یاد کړه او د دې قوم سرزورۍ، بدکارۍ او ګناه ته مه ګوره. ۲۸ که نه، نو مصریان به وایي چې تا نه شو کولای خپل قوم هغې ځمکې ته بوځې چې تا ورسره وعده کړې وه. هغوی به وایي چې تا د دې دپاره خپل قوم دښتې ته یووړ چې هغوی ووژنې، ځکه چې ته ورڅخه کرکه کوې. ۲۹ اخر دا هغه خلک دي چې تا د خپل قوم په توګه غوره کړل او په خپل قوي مټ او ټول قدرت سره دې د مصر څخه راوویستل.›