0:00 / 0:00

د هجرت کتاب

دوه ویشتم فصل

د تاوان په هکله قوانین

۱ که چېرې یو سړی یو غویی یا یو پسه غلا کړي او هغه حلال یا خرڅ کړي، نو هغه باید د هر غویي په بدل کې پنځه غویان او د هر پسه په بدل کې څلور پسونه ورکړي. ۲‏-۴ څه چې هغه غلا کړي دي، باید د هغه تاوان ورکړي. که چېرې هغه هېڅ شی ونه لري، نو د غلام په توګه دې خرڅ شي چې د غلا شوي شي تاوان ورکړي. که غلا شوی حیوان چې هغه غویی، یا خر یا پسه وي، د هغه سره ژوندی وموندل شي، نو هغه باید د هغه دوه چنده بیه ورکړي.

که چېرې غل د شپې له خوا کور ته د ننوتلو په وخت کې ونیول شي او هغه ووژل شي، نو چا چې هغه وژلی دی هغه د ده د قتل په خاطر مجرم نه دی. خو که دا کار د ورځې له خوا وشي، نو هغه به د دې قتل په خاطر مجرم وګڼل شي.

۵ که چېرې یو سړی خپل حیوانات په یو پټي یا د انګورو په باغ کې څروي او هغه پرېږدي چې وګرځي او د بل سړي په پټي کې وڅریږي، نو هغه باید د خپل پټي یا د انګورو د باغ تر ټولو ښه حاصل په تاوان کې ورکړي.

۶ که چېرې یو څوک په خپل پټي کې اور ولګوي او دا اور د اغزیو په وسیله د بل چا پټي ته خپور شي او د هغه ګېډۍ یا ولاړې غلې دانې وسوځوي، نو هرچا چې اور لګولی وي، باید پوره تاوان یې ورکړي.

۷ که چېرې یو سړی بل چاته پیسې یا قیمتي شیان د امانت په توګه ورکړي او هغه د هغه سړي د کور څخه غلا شي، که چېرې غل ونیول شي، نو هغه باید دوه چنده بیه ادا کړي. ۸ خو که چېرې هغه غل پیدا نه شي، د کور خاوند باید د قاضي په حضور کې ځان حاضر کړي او په دې ځای کې به هغه قسم خوري چې هغه د دې سړي شتمني نه ده غلا کړې.

۹ فرض کړئ د دوه کسانو ترمنځ د غویي، خره، پسه، کالیو یا نورو شیانو په سر شخړه ده او هر یو وایي چې هغه زما دي. نو دواړه خواوې دې د پرېکړې کولو دپاره قاضي ته لاړ شي. نو کوم یو چې د قاضي له خوا مجرم وګڼل شو، هغه بل کس ته باید دوه چنده تاوان ورکړي.

۱۰ که چېرې یو سړی خپل خر، غویی، پسه یا کوم بل حیوان بل چاته د امانت په توګه ورکړي او هغه مړ یا زخمي شي یا په داسې وخت کې غلا شي چې هېڅوک یې ونه ویني، ۱۱ د هغوی ترمنځ به دا شخړه د څښتن په نوم په قسم خوړلو سره حل شي چې هغه سړي د دې بل سړي حیوان نه دی غلا کړی. نو خاوند دې دا ومني او هېڅ تاوان ته اړتیا نشته. ۱۲ خو که چېرې دا حیوان غلا شوی وي، هغه سړی باید د هغه خاوند ته تاوان ورکړي. ۱۳ که چېرې هغه د کوم وحشي حیوان له خوا وژل شوی وي، هغه سړی دې د هغه حیوان د بدن پاتې برخه د ثبوت په ډول د هغه خاوند ته راوړي، نو دا لازمه نه ده چې هغه د وژل شوي حیوان په خاطر تاوان ورکړي.

۱۴ که چېرې یو سړی د بل چا څخه یو حیوان په پور واخلي او هغه په داسې وخت کې زخمي یا مړ شي چې د هغه خاوند حاضر نه وي، هغه یې باید تاوان ورکړي. ۱۵ خو که چېرې دا پېښه د هغه د خاوند په شتون کې وشي، نو د تاوان ورکولو اړتیا نشته. که چېرې دا حیوان په کرایه نیول شوی وي، نو د کرایې پیسې چې خاوند ته یې ورکړل شوې دي د هغه تاوان پوره کوي.

اخلاقي او مذهبي قوانین

۱۶ که چېرې یو سړی یوه داسې پېغله چې چاته کوژدن شوې نه وي وغولوي او د هغې سره زنا وکړي، نو هغه باید مهر ورکړي او د هغې سره دې واده وکړي. ۱۷ که چېرې د هغې پلار بیخي راضي نه وي چې خپله لور هغه ته ورکړي، بیاهم باید هغه کس د پېغلې پلار ته د ناوې د مهر په اندازه پیسې ورکړي.

۱۸ کوډګره ژوندۍ مه پرېږدئ.

۱۹ هرڅوک چې د یو حیوان سره جنسي اړیکې لري، باید ووژل شي.

۲۰ هرڅوک چې د څښتن څخه پرته بل خدای ته قرباني وکړي، باید له منځه یووړل شي.

۲۱ د یو پردي سړي سره بد چلند مه کوئ یا ظلم ورباندې مه کوئ، یاد ساتئ چې تاسو هم په مصر کې پردي وئ. ۲۲ د کونډې یا یتیم سره بد چلند مه کوئ. ۲۳ که چېرې تاسو داسې وکړئ او هغوی ماته د مرستې دپاره فریاد وکړي، زه به د هغوی دعا قبوله کړم. ۲۴ زه به په قهر شم او تاسو به په جنګ کې ووژنم. ستاسو ښځې به کونډې شي او اولادونه به مو یتیمان شي.

۲۵ که چېرې تاسو زما د قوم څخه کوم غریب ته پیسې په پور ورکړئ، د یو پور ورکوونکي په شان عمل ورسره مه کوئ او هغه مه مجبوروئ چې سود درکړي. ۲۶ که چېرې تاسو د یو چا چپنه په ضمانت واخلئ، باید هغه د لمرپرېواته څخه مخکې بېرته ورکړئ. ۲۷ ځکه چې دا د هغه یوازېني کالي دي چې هغه ورباندې تود وي. کېدای شي چې د هغه سره بل داسې شی نه وي چې هغه په کې ویده شي. که چېرې هغه ماته د مرستې دپاره فریاد وکړي، زه به د هغه دعا قبوله کړم، ځکه چې زه رحیم یم.

۲۸ د خدای په اړه بدې خبرې مه کوئ او نه د خپل قوم کوم مشر ته ښېرا کوئ.

۲۹ د خپلو غلو دانو، د انګورو د شربتونو او زیتونو د تېلو د نذرانو په ورکولو کې ځنډ مه کوئ.

تاسو باید خپل لومړني زېږېدلي زامن ماته وقف کړئ. ۳۰ د خپلو غویانو او پسونو لومړني زېږېدل شوي بچي ماته راکړئ. پرېږدئ چې لومړني زېږېدل شوي نران بچي د خپلو میندو سره اووه ورځې پاتې شي او په اتمه ورځ یې ماته راکړئ.

۳۱ تاسو باید زما سپېڅلی قوم اوسئ. د داسې حیوان غوښه مه خورئ چې وحشي حیواناتو داړلی وي. هغه سپیانو ته واچوئ.