0:00 / 0:00

د هجرت کتاب

درویشتم فصل

عدالت او انصاف

۱ د دروغو خبر مه خپروئ. د دروغو په شاهدۍ ورکولو سره د بدکاره سړي سره مرسته مه کوئ. ۲ په بد کار کې د اکثریت څخه پیروي مه کوئ. کله چې تاسو په یوه دعوه کې شاهدي ورکوئ، د اکثریت څخه د طرفدارۍ په کولو سره عدالت تر پښو لاندې مه کوئ. ۳ د یو غریب سړي په محاکمه کې په دې خاطر چې هغه غریب دی، د هغه طرفداري مه کوئ.

۴ که چېرې تاسو ناڅاپه د خپل دښمن غویی یا خر ووینئ چې لار یې غلطه کړې ده، هغه بېرته ورولئ. ۵ که چېرې تاسو ولیدل چې ستاسو د دښمن خر د بار لاندې پرېوتی دی، هغه هلته مه پرېږدئ، د هغه سره مرسته وکړئ چې خر یې بېرته پاڅیږي.

۶ په محکمه کې د غریب سره بې انصافي مه کوئ. ۷ په دروغو تهمت مه لګوئ او د یو بې ګناه یا صادق سړي د مړینې سبب کېږئ مه. ځکه چې زه به ګناهکار ونه بخښم. ۸ رشوت مه اخلئ، ځکه چې رشوت بینا خلک ړندوي او د بې ګناه خلکو حق ورباندې تر پښو لاندې کیږي.

۹ په یو مسافر سړي باندې تېری مه کوئ. ځکه چې تاسو خپله په مصر کې مسافران وئ او د مسافرانو د حال څخه خبر یئ.

د سبت قوانین

۱۰ تاسو باید شپږ کاله خپلې ځمکې وکرئ او حاصل یې ورېبئ. ۱۱ خو په اووم کال هغه ځمکه شاړه پرېږدئ او څه شی چې په کې شنه شوي وي، هغه ورڅخه مه رېبئ. څه چې په کې پاتې وي هغه به غریبان خلک او وحشي حیوانات وخوري. خپل د انګورو باغونو او د زیتونو د ونو د باغونو سره همداسې کار وکړئ.

۱۲ په هفته کې شپږ ورځې خپل کار وکړئ، خو په اوومه ورځ کار مه کوئ، ترڅو ستاسو غلامان او پردي خلک چې ستاسو دپاره کار کوي او حتی ستاسو حیوانات هم وکولای شي ارام وکړي.

۱۳ هرڅه چې ما څښتن درته ویلي دي، په هغو باندې عمل کوئ. د نورو خدایانو په نوم دعا مه کوئ، حتی د هغوی نومونه هم په ژبه مه اخلئ.

درې لوی اخترونه

(هجرت ۳۴: ۱۸ - ۲۶ او تثنیه ۱۶: ۱ - ۱۷)

۱۴ زما د درناوي په خاطر په کال کې درې ځله اخترونه لمانځئ، ۱۵ لومړی د فطیرې ډوډۍ اختر. لکه څنګه چې ما درته حکم کړی دی اووه ورځې فطیره ډوډۍ وخورئ. دا کار د ابیب په میاشت کې وکړئ، ځکه چې په دې میاشت کې تاسو له مصر څخه راووتلئ. په دې اختر کې دې هېڅوک زما حضور ته خالي لاس نه راځي.

۱۶ تاسو د لو کولو اختر د خپلو لومړنیو حاصلاتو سره چې په خپلو پټیو کې مو کرلي دي، ولمانځئ.

د کال په اخر کې د حاصل د راټولولو اختر ولمانځئ، یعنې کله چې تاسو د پټیو څخه حاصل راټولوئ. ۱۷ هر کال باید په دغو درېو اخترونو کې ستاسو ټول نارینه زما یعنې ستاسو د څښتن تعالی د عبادت دپاره راشي.

۱۸ کله چې تاسو ماته یو حیوان قرباني کوئ، د هغه سره خمیره ډوډۍ مه وړاندې کوئ. هغه حیوانات چې په دغو اخترونو کې ماته قرباني کیږي، د هغې وازګه باید تر سهاره پورې پاتې نه شي.

۱۹ هر کال د خپل څښتن خدای کور ته د خپل لومړني حاصل ډېرې ښې غلې دانې راوړئ.

یو سېرلی د خپلې مور په شیدو کې مه پخوئ.

وعدې او لارښوونې

۲۰ ګورئ، زه ستاسو مخې ته یوه فرښته درلېږم چې په لاره کې ستاسو ساتنه وکړي او هغه ځای ته مو راولي چې ستاسو دپاره مې تیار کړی دی. ۲۱ هرڅه چې هغه فرښته وایي په غور سره ورڅخه اطاعت وکړئ. د هغې په وړاندې سرکښي مه کوئ، هغه به ستاسو سرکښي ونه بخښي، ځکه چې پوره اختیار مې ورته ورکړی دی. ۲۲ که چېرې تاسو په غور سره د هغې خبرو ته غوږ ونیسئ او هرڅه چې زه درته وایم هغه وکړئ، نو زه به ستاسو د دښمنانو دښمن شم او زه به د هغه چا په خلاف شم چې ستاسو په خلاف وي. ۲۳ زما فرښته به ستاسو په مخکې روانه وي او تاسو به د اموریانو، حیتیانو، فرزیانو، کنعانیانو، حویانو او یبوسیانو خاورې ته بوځي او زه به هغوی ټول له منځه یوسم. ۲۴ د هغوی خدایانو ته سجده یا عبادت مه کوئ او د هغوی د رواجونو څخه پیروي مه کوئ. د هغوی بتان له منځه یوسئ او هغه لویې تیږې چې د هغوی د عبادت دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي، ټوټې ټوټې کړئ. ۲۵ که چېرې تاسو زما یعنې د خپل څښتن خدای عبادت وکړئ، نو زه به ستاسو په خوراک او اوبو کې برکت واچوم او ستاسو ټولې ناروغۍ به لېرې کړم. ۲۶ ستاسو په خاوره کې به هېڅ یوه ښځه خپل اولاد نقصان نه کړي او نه به شنډه شي. زه به تاسو ته اوږده عمرونه درکړم.

۲۷ زه به په هغو قومونو باندې سخته وېره راولم او ستاسو دښمنان به دومره وارخطا کړم چې درڅخه وتښتي. ۲۸ زه به ستاسو په دښمنانو کې سخته وېره پیدا کړم او حویان، کنعانیان او حیتیان به ستاسو له مخې څخه لېرې کړم. ۲۹ خو زه به هغوی په یو کال کې ونه باسم، ځکه چې ځمکه به ویجاړه پاتې شي او وحشي حیوانات به ډېر زیات شي. ۳۰ بلکې هغوی به لږ لږ شړم، ترڅو تاسو دومره ډېر شئ چې هغه خاوره ونیسئ. ۳۱ زه به ستاسو د خاورې سرحدونه د سرې بحیرې څخه نیولې د مدیترانې تر بحیرې پورې او د دښتې څخه نیولې د فرات تر سینده پورې وغزوم. زه به تاسو سره مرسته وکړم چې هغو خلکو ته چې اوس په دې خاوره کې اوسیږي، ماتې ورکړئ او هغوی به وشړئ. ۳۲ د هغوی یا د هغوی د خدایانو سره هېڅ ډول تړون مه کوئ. ۳۳ هغوی مه پرېږدئ چې ستاسو په هېواد کې واوسیږي. که چېرې تاسو هغوی پرېږدئ، هغوی به تاسو زما په ضد په ګناه کولو باندې مجبور کړي. که چېرې تاسو د هغوی د خدایانو عبادت وکړئ، نو دا به ستاسو دپاره یو وژونکی دام وي.»