0:00 / 0:00

د هجرت کتاب

پنځه ویشتم فصل

د مقدسې خېمې دپاره نذرانې

(هجرت ۳۵: ۴ - ۹)

۱ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲ <اسراییلیانو ته ووایه چې ماته یوه نذرانه راوړي. ته باید زما دپاره د هغه چا څخه نذرانه واخلې چې زړه یې غواړي وریې کړي. ۳ دا هغه نذرانې دي چې ته یې باید د هغوی څخه واخلې: سره زر، سپین زر او برنج، ۴ ښه کتان، آبي، بانجاني او سرې وړۍ، هغه ټوکر چې د وزو د وړیو څخه جوړ شوی وي، ۵ سره رنګ شوي د پسه پوستکي، ښه څرمن، د غز لرګی، ۶ د څراغونو دپاره د زیتون تېل، د مسح کولو د تېلو او د خوشبویۍ دپاره مسالې، ۷ سلیماني تیږې او نورې قیمتي تیږې چې د مشر کاهن په مقدس پېشبند او د هغه په سینه پوښ باندې ولګول شي. ۸ بیا په خلکو باندې زما دپاره یوه مقدسه خېمه جوړه کړه ترڅو وکولی شم د هغوی په منځ کې واوسېږم. ۹ دا خېمه او د هغې ټول سامان کټ مټ د هغې نقشې په مطابق جوړ کړه چې زه یې درته ښایم.

د لوظ صندوق

(هجرت ۳۷: ۱ - ۹)

۱۰ په هغوی باندې د غز د لرګي څخه یو صندوق جوړ کړه چې یو متر او لس سانتي اوږد وي، پنځه شپېته سانتي پلن وي او پنځه شپېته سانتي لوړ وي. ۱۱ د هغه منځنۍ او بیرونۍ برخې ته د سوچه سرو زرو پوښ ورکړه او ګردچاپېره څنډې یې د سرو زرو څخه جوړې کړه. ۱۲ د هغه دپاره څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه او هغه په څلورو پایو باندې وتړه، یعنې دوه کړۍ ګانې په یو خوا او دوه په بلې خوا. ۱۳ د صندوق د وړلو دپاره د غز د لرګي څخه دوه میلې جوړې کړه او د سرو زرو پوښ ورته ورکړه. ۱۴ هغه میلې هغو کړیو ته چې د صندوق په څنګونو کې دي ورننباسه ترڅو صندوق ورباندې یوړل شي. ۱۵ میلې دې په کړیو کې پاتې شي او هغه باید راونه ایستل شي. ۱۶ بیا به د تیږو هغه دوه لوحې چې حکمونه ورباندې لیکل شوي دي درکړم چې هغه په صندوق کې کېږدې.

۱۷ د صندوق سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي د سوچه سرو زرو څخه جوړ کړه چې یو متر او لس سانتي اوږد وي او پنځه شپېته سانتي پلن وي. ۱۸ د سرپوښ په سرونو کې د ټکول شویو سرو زرو څخه دوه کروبیان جوړ کړه. ۱۹ یو کروب په یو سر او دوهم کروب په بل سر کې جوړ کړه. په دوو سرونو کې د سرپوښ سره کروبیان د سرو زرو د یوې ټوټې څخه جوړ کړه. ۲۰ د کروبیانو وزرونه دې پورته خپاره شوي وي چې په سرپوښ باندې سیوری وکړي. کروبیان دې یو بل ته مخامخ وي او د سرپوښ خواته دې ګوري. ۲۱ په صندوق کې د تیږو دوه لوحې کېږده او هغه سرپوښ د صندوق دپاسه کېږده. ۲۲ زه به د سرپوښ دپاسه د دوو کروبیانو ترمنځ چې د لوظ په صندوق باندې دي ستا سره لیدنه کتنه وکړم او د اسراییلو د قوم دپاره به خپل ټول حکمونه درکړم.

د مقدسې ډوډۍ دپاره مېز

(هجرت ۳۷: ۱۰ - ۱۶)

۲۳ د غز د لرګي څخه یو داسې مېز جوړ کړه چې نوي سانتي اوږد وي، پنځه څلوېښت سانتي پلن وي او پنځه شپېته سانتي لوړ وي. ۲۴ هغه ته د سوچه سرو زرو پوښ ورکړه او د هغه ګردچاپېره څنډې د سرو زرو څخه جوړې کړه. ۲۵ همدارنګه د هغه ګردچاپېره یو چوکاټ جوړ کړه چې پراخوالی یې پنځه اویا ملي متره وي او په چوکاټ باندې د سرو زرو څنډې جوړې کړه. ۲۶ د مېز دپاره څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه او په هغو څلورو کنجونو کې چېرته چې څلور پایې دي وتړه. ۲۷ کړۍ ګانې دې چوکاټ ته نژدې وي، د دې دپاره چې هغه میلې ونیسي چې د مېز په وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. ۲۸ د غز د لرګي څخه میلې جوړې کړه، د سرو زرو پوښ ورته ورکړه او مېز ورباندې وړئ. ۲۹ ټولې کاسې، قابونه او د څښلو د نذرانو دپاره منګي او جامونه دې د سوچه سرو زرو څخه جوړ شي. ۳۰ مېز باید د لوظ د صندوق مخې ته کېښودل شي او په هغه باندې دې همېشه هغه مقدسه ډوډۍ چې ماته نذرانه کیږي پرته وي.

څراغدان

(هجرت ۳۷: ۱۷ - ۲۴)

۳۱ د سوچه سرو زرو څخه یو څراغدان جوړ کړه او د هغه پایه او میله، د هغه د پیالو په شان ګلان، غوټۍ ګانې او ګلپاڼې د ټکول شویو سرو زرو څخه جوړ کړه چې ټول د یوې ټوټې سرو زرو څخه جوړ شوي وي. ۳۲ شپږ څانګې دې د څراغدان د څنګونو څخه غزېدلې وي یعنې درې د یو څنګ څخه او درې د بل څخه. ۳۳ درې پیالې چې شکل یې د بادام د ګل په شان دی، د غوټیو او ګلپاڼو سره باید په یوې څانګې باندې وي، درې په بلې څانګې باندې او همدا ډول د شپږو واړو څانګو دپاره چې د څراغدان څخه غزیږي. ۳۴ په خپله په څراغدان باندې دې څلور د بادام د ګل په شان پیالې وي، د غوټۍ ګانو او ګلپاڼو سره. ۳۵ یوه غوټۍ به د څانګو د اولې جوړې لاندې وي چې د څراغدان څخه غزیږي، دوهمه غوټۍ د دوهمې جوړې لاندې او دریمه غوټۍ د دریمې جوړې لاندې یعنې ټولې شپږ څانګې. ۳۶ غوټۍ ګانې، څانګې او څراغدان دې د ټکول شویو سوچه سرو زرو د یوې ټوټې څخه وي. ۳۷ د څراغدان دپاره اووه څراغونه جوړ کړه او ویې دروه ترڅو مخې ته رڼا ورکړي. ۳۸ د هغه پلته پاکوونکي او پتنوسونه دې د سوچه سرو زرو وي. ۳۹ د څراغدان او د هغه د ټول سامان په جوړولو کې د څلوردېرشو کیلوګرامه سوچه سرو زرو څخه کار واخله. ۴۰ دې خبرې ته پام وکړه چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړ کړې چې ما درته په غره باندې دروښودله.