کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څښتن موسی ته وویل: ۲ «اسراییلیانو ته ووایه چې ماته یوه نذرانه راوړي. ته باید زما دپاره د هغه چا څخه نذرانه واخلې چې زړه یې غواړي وریې کړي. ۳ دا هغه نذرانې دي چې ته یې باید د هغوی څخه واخلې: سره زر، سپین زر او برنج، ۴ ښه کتان، ابي، بانجاني او سرې وړۍ، هغه ټوکر چې د وزو د وړیو څخه جوړ شوی وي، ۵ سره رنګ شوي د پسه پوستکي، ښه څرمن، د اکاسۍ لرګی، ۶ د څراغونو دپاره تېل، د مسح کولو د تېلو او د خوشبویۍ دپاره مواد، ۷ عقیق او نورې قیمتي تیږې چې د لوی کاهن په سپېڅلي پېشبند او د هغه په سینه پوښ باندې ولګول شي. ۸ بیا په خلکو باندې زما دپاره یوه سپېڅلې خېمه جوړه کړه، ترڅو وکولای شم د هغوی په منځ کې واوسېږم. ۹ دا خېمه او د هغې ټول سامان کټ مټ د هغې نقشې له مخې جوړ کړه چې زه یې درته ښایم.
۱۰ په هغوی باندې د اکاسۍ د لرګي څخه یو صندوق جوړ کړه چې یو متر او لس سانتي اوږد وي، پنځه شپېته سانتي پلن وي او پنځه شپېته سانتي لوړ وي. ۱۱ د هغه منځنۍ او باندېنۍ برخې ته د سوچه سرو زرو پوښ ورکړه او ګردچاپېره څنډې یې د سرو زرو څخه جوړې کړه. ۱۲ د هغه دپاره څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه او هغه په څلورو پایو باندې وتړه، یعنې دوه کړۍ ګانې په یوې خوا او دوه په بلې خوا. ۱۳ د صندوق د وړلو دپاره د اکاسۍ د لرګي څخه دوه میلې جوړې کړه او د سرو زرو پوښ ورته ورکړه. ۱۴ هغه میلې هغو کړیو ته چې د صندوق په څنګونو کې دي، ورننباسه ترڅو صندوق ورباندې یووړل شي. ۱۵ میلې دې په کړیو کې پاتې شي او هغه باید راونه ویستل شي. ۱۶ بیا به د تیږو هغه دوه لوحې چې حکمونه ورباندې لیکل شوي دي، درکړم چې هغه په صندوق کې کېږدې.
۱۷ د صندوق سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي، د سوچه سرو زرو څخه جوړ کړه چې یو متر او لس سانتي اوږد وي او پنځه شپېته سانتي پلن وي. ۱۸ د سرپوښ په دواړو خواوو باندې د ټکول شویو سرو زرو څخه دوه اسماني مخلوقات جوړ کړه. ۱۹ یو یې په یوې خوا او دوهم یې په بلې خوا باندې جوړ کړه. په دوو خواوو باندې د سرپوښ سره اسماني مخلوقات د سرو زرو د یوې ټوټې څخه جوړ کړه. ۲۰ د اسماني مخلوقاتو وزرونه دې پورته خپاره شوي وي چې په سرپوښ باندې سیوری وکړي. مخلوقات دې یو بل ته مخامخ وي او د سرپوښ خواته دې ګوري. ۲۱ په صندوق کې د تیږو دوه لوحې کېږده او هغه سرپوښ د صندوق دپاسه کېږده. ۲۲ زه به د سرپوښ دپاسه د دوو مخلوقاتو ترمنځ چې د لوظ په صندوق باندې دي، ستا سره لیدنه کتنه وکړم او د اسراییلو د قوم دپاره به خپل ټول حکمونه درکړم.
۲۳ د اکاسۍ د لرګي څخه یو داسې مېز جوړ کړه چې نوي سانتي اوږد وي، پنځه څلوېښت سانتي پلن وي او پنځه شپېته سانتي لوړ وي. ۲۴ هغه ته د سوچه سرو زرو پوښ ورکړه او د هغه ګردچاپېره څنډې د سرو زرو څخه جوړې کړه. ۲۵ همدارنګه د هغه ګردچاپېره یو چوکاټ جوړ کړه چې پراخوالی یې نیمه لوېشت وي او په چوکاټ باندې د سرو زرو څنډې جوړې کړه. ۲۶ د مېز دپاره څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه او په هغو څلورو کنجونو کې چېرته چې څلور پایې دي وتړه. ۲۷ کړۍ ګانې دې چوکاټ ته نژدې وي، د دې دپاره چې هغه میلې ونیسي چې د مېز په وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. ۲۸ د اکاسۍ د لرګي څخه میلې جوړې کړه، د سرو زرو پوښ ورته ورکړه چې مېز ورباندې وړئ. ۲۹ ټولې کاسې، قابونه او د څښلو د نذرانو دپاره منګي او جامونه دې د سوچه سرو زرو څخه جوړ شي. ۳۰ مېز باید د لوظ د صندوق مخې ته کېښودل شي او په هغه باندې دې تل هغه سپېڅلې ډوډۍ چې ماته نذرانه کیږي، پرته وي.
۳۱ د سوچه سرو زرو څخه یو څراغدان جوړ کړه او د هغه پایه او میله، د هغه د پیالو په شان ګلان، غوټۍ ګانې او ګلپاڼې د ټکول شویو سرو زرو څخه جوړ کړه چې ټول د یوې ټوټې سرو زرو څخه جوړ شوي وي. ۳۲ شپږ څانګې دې د څراغدان د څنګونو څخه غزېدلې وي، یعنې درې د یو څنګ څخه او درې د بل څخه. ۳۳ درې پیالې چې شکل یې د بادام د ګل په شان دی، د غوټیو او ګلپاڼو سره باید په یوې څانګې باندې وي، درې په بلې څانګې باندې او همدا ډول د شپږو واړو څانګو دپاره چې د څراغدان څخه غزیږي. ۳۴ په خپله په څراغدان باندې دې د غوټۍ ګانو او ګلپاڼو سره څلور د بادام د ګل په شان پیالې وي. ۳۵ یوه غوټۍ به د څانګو د لومړۍ جوړې لاندې وي چې د څراغدان څخه غزیږي، دوهمه غوټۍ د دوهمې جوړې لاندې او درېمه غوټۍ د درېمې جوړې لاندې یعنې ټولې شپږ څانګې. ۳۶ غوټۍ ګانې، څانګې او څراغدان دې د ټکول شویو سوچه سرو زرو د یوې ټوټې څخه وي. ۳۷ د څراغدان دپاره اووه څراغونه جوړ کړه او ویې دروه، ترڅو مخې ته رڼا ورکړي. ۳۸ د هغه پلته پاکوونکي او پتنوسونه دې د سوچه سرو زرو وي. ۳۹ د څراغدان او د هغه د ټول سامان په جوړولو کې د څلوردېرشو کیلو ګرامه سوچه سرو زرو څخه کار واخله. ۴۰ دې خبرې ته پام وکړه چې دا د هغې نمونې له مخې جوړ کړې چې ما درته د غره په سر باندې دروښودله.