د هجرت کتاب

دوه دېرشم فصل

د سرو زرو خوسی

(تثنیه ۹: ۶ - ۲۹)

۱ کله چې خلکو ولیدل چې موسی په غره کې ډېر وخت تېر کړ، نو هغوی د هارون په شاوخوا راټول شول او هغه ته یې وویل: «مونږ نه پوهېږو چې په دې موسی باندې چې مونږ یې له مصر څخه راوویستلو، څه وشول. نو مونږ ته یو خدای جوړ کړه چې لارښوونه راته وکړي.» ۲ هارون هغوی ته په ځواب کې وویل: «د خپلو ښځو، زامنو او لورګانو څخه د سرو زرو غوږوالۍ راوباسئ او ماته یې راوړئ.» ۳ نو ټولو خلکو خپلې د سرو زرو غوږوالۍ راوویستلې او هارون ته یې راوړې. ۴ هغه له هغوی څخه غوږوالۍ واخیستلې او په یو قالب کې یې ورڅخه د سرو زرو د خوسي په شکل د سرو زرو یو بت جوړ کړ. بیا خلکو وویل: «ای اسراییلو، دا زمونږ خدای دی چې مونږ یې د مصر څخه راوویستلو!» ۵ بیا هارون د هغه طلایي خوسي په مخکې د قربانۍ یو ځای جوړ کړ او اعلان یې وکړ: «سبا به څښتن ته د درناوي کولو په خاطر اختر وي.» ۶ نو بله ورځ خلک وختي پاڅېدل او سوځېدونکې نذرانې یې قرباني کړې او د سلامتۍ نذرانې یې وړاندې کړې. بیا هغوی دومره وخوړل او وڅښل چې په مستۍ او عیاشۍ کې ګډا وکړله.

۷ بیا څښتن موسی ته وویل: «همدا اوس لاندې ښکته شه، ځکه چې ستا خلک چې تا له مصر څخه راوویستل، فاسد شوي دي. ۸ هغوی له هغې لارې څخه چې ما ورته ښودلې ده، ګرځېدلي دي او د ځان دپاره یې د طلایي خوسي په شکل یو بت جوړ کړی دی او سجده ورته کوي. هغه ته یې قربانۍ وړاندې کړې دي او داسې وایي چې ای اسراییلو، دا زمونږ هغه خدای دی چې مونږ یې له مصر څخه راوویستلو.» ۹ څښتن موسی ته وویل: «زه پوهېږم چې دا سرزوري او سرکښه خلک دي. ۱۰ اوس ته ما مه منع کوه. زه هغوی ته په قهر یم او غواړم چې هغوی له منځه یوسم. بیا به ستا او ستا د اولادې څخه یو لوی قوم جوړ کړم.»

۱۱ خو موسی خپل څښتن خدای ته زارۍ وکړې او ویې ویل: «څښتنه، ته ولې په خپل قوم باندې چې په خپل قوي مټ سره دې له مصر څخه راوویست، دومره په قهر کېږې؟ ۱۲ مصریان ولې ووایي چې تا خپل قوم د دې دپاره له مصر څخه راوویست چې په غرونو کې یې ووژنې او د ځمکې له مخ څخه یې ورک کړې؟ د خپل سخت قهر څخه تېر شه، خپله اراده بدله کړه او په خپل قوم باندې دا افت مه نازلوه. ۱۳ خپل خدمتګاران ابراهیم، اسحاق او یعقوب در په یاد کړه چې تا ورته په خپل ذات باندې دا قسم خوړلی ؤ: زه به ستاسو اولاده د اسمان د ستورو په شان زیاته کړم او ستاسو اولادې ته به هغه ټوله ځمکه ورکړم چې ما د هغوی سره لوظ کړی دی او هغه ځمکه به تر ابده پورې د هغوی ملکیت وي.» ۱۴ نو څښتن خپله اراده بدله کړه او په خپل قوم باندې یې هغه افت نازل نه کړ چې هغوی ته یې خبرداری ورکړی ؤ.

۱۵ موسی بېرته له غره څخه راښکته شو او د تیږو هغه دوه لوحې چې په دواړو خواو باندې یې د خدای حکمونه لیکل شوي وو، په لاس کې وې. ۱۶ خدای په خپله هغه لوحې جوړې کړې وې او په هغو باندې یې حکمونه لیکلي وو. ۱۷ کله چې یوشع د خلکو د چیغو اواز واورېده، هغه موسی ته وویل: «د کمپ څخه د جګړې اواز راځي.» ۱۸ موسی په ځواب کې وویل: «دا د بري یا د ماتې اواز نه دی، بلکې دا د سندرې اواز دی.»

۱۹ کله چې موسی کمپ ته نژدې شو او هغه خوسی او د خلکو نڅا یې ولیدله، نو ډېر په قهر شو او لوحې یې وغورځولې او هغه یې د غره په لمن کې ټوټې ټوټې کړې. ۲۰ موسی هغه خوسی چې هغوی جوړ کړی ؤ، راواخیست او په اور کې یې وسوځاوه. بیا یې هغه د پوډرو په شان میده میده کړ او د اوبو سره یې ګډ کړل او په اسراییلیانو باندې یې وڅښل. ۲۱ موسی هارون ته وویل: «دغو خلکو تا سره څه کړي دي چې په دومره لویه ګناه باندې دې اخته کړل؟»

۲۲ هارون په ځواب کې وویل: «زما باداره، مه په قهرېږه، ته دا خلک پېژنې چې د بدو کارونو سره څومره شوق لري. ۲۳ هغوی ماته وویل: مونږ نه پوهېږو چې په دې موسی باندې چې مونږ یې له مصر څخه راوویستلو څه وشول، نو مونږ ته یو خدای جوړ کړه چې لارښوونه راته وکړي. ۲۴ نو ما هغوی ته وویل: هرڅوک چې د سرو زرو ګاڼې لري هغه دې راوباسي. بیا هغوی ماته سره زر راکړل او ما هغه په اور کې واچول او دا خوسی ورڅخه راووت!»

۲۵ موسی ولیدل چې هارون دا خلک په خپل سر پریښي وو، نو هغوی د خپلو دښمنانو د خندا شول. ۲۶ نو موسی د کمپ د دروازې په خوله کې ودرېده او داسې غږ یې وکړ: «هرڅوک چې د څښتن په خوا وي، ماته دې راشي!» نو ټول لاویان د هغه په شاوخوا راټول شول. ۲۷ بیا موسی هغوی ته وویل: «د اسراییلو څښتن خدای حکم کوي چې هرڅوک دې خپله توره د ځان سره واخلي او په کمپ کې دې له دې دروازې څخه تر بلې دروازې پورې لاړ شي او خپل ورونه، ملګري او ګاونډیان دې ووژني.» ۲۸ لاویانو د موسی امر په ځای کړ او په هغه ورځ یې نژدې درې زره کسان ووژل. ۲۹ بیا موسی لاویانو ته وویل: «تاسو نن څښتن ته وقف شوي یئ، ځکه چې خپل ورونه او زامن مو ووژل، نو څښتن تاسو ته خپل برکت درکړی دی.»

۳۰ بله ورځ موسی خلکو ته وویل: «تاسو لویه ګناه کړې ده. خو اوس به زه بیا څښتن ته غره ته وروخېژم، کېدای شي چې زه وکولای شم د خدای څخه ستاسو د ګناهونو دپاره بخښنه وغواړم.» ۳۱ نو موسی بېرته څښتن ته ورغی او ویې ویل: «دغه قوم لویه ګناه کړې ده او د ځانونو دپاره یې د سرو زرو خدای جوړ کړی دی. ۳۲ خو اوس د هغوی ګناه وبخښه. که چېرې دا کار نه کوې، بیا زما نوم د هغه کتاب څخه چې د خپل قوم د خلکو نومونه دې په کې لیکلي دي، لېرې کړه.» ۳۳ څښتن موسی ته په ځواب کې وویل: «هرچا چې زما په وړاندې ګناه کړې وي، زه به د هغه نوم د خپل کتاب څخه لېرې کړم. ۳۴ اوس لاړ شه، دغه قوم هغه ځای ته بوځه چې ما درته وویل او زما فرښته به ستا لارښوونه کوي. نو کله چې د هغوی د سزا وخت راشي، زه به هغوی ته د خپلې ګناه سزا ورکړم.»

۳۵ بیا څښتن په قوم باندې بلا نازله کړه، ځکه چې هغوی په هارون باندې د سرو زرو خوسی جوړ کړی ؤ.