0:00 / 0:00

د هجرت کتاب

یودېرشم فصل

بصلئیل او اهولیاب

(هجرت ۳۵: ۳۰ - ۳۶: ۱)

۱ بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲ <ګوره، ما بصلئیل د اوري زوی او د حور لمسی د یهودا له قبیلې څخه انتخاب کړی دی ۳ او هغه مې د خپل روح څخه ډک کړی دی او په هر ډول هنري کار کې مې ورته مهارت، توان او پوهه ورکړې ده. ۴ هغه کولی شي چې د سرو زرو، سپینو زرو او برنجو څخه ښکلي شیان جوړ کړي، ۵ قیمتي تیږې پرې کړي او تیارې یې کړي، د لرګیو کار او هر ډول هنري کار وکړي. ۶ ما اهولیاب د اخیسامک زوی چې د دان له قبیلې څخه دی، د دې دپاره ټاکلی دی چې د هغه مرستیال وي. برسېره پردې ما ټولو کسبګرو ته چې د هغوی سره کار کوي خاص مهارت ورکړی دی ترڅو وکولی شي هغه ټول شیان جوړ کړي چې په تا باندې مې امر کړی دی: ۷ لکه مقدسه خېمه، د لوظ صندوق د سرپوښ سره چې ورباندې پروت وي او د خېمې نور ټول سامان، ۸ مېز او د هغه سامان، د سوچه سرو زرو څراغدان او د هغه ټول سامان، د خوشبویۍ د سوزولو دپاره قربانګاه، ۹ د سوزېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه ټول لوښي، تشت او د هغه پایه، ۱۰ د هارون کاهن او د هغه د زامنو دپاره ښکلی لباس چې کله هغوی د کاهنانو په توګه خدمت کوي ۱۱ او د مسح کولو تېل او د مقدس ځای دپاره خوشبویي. هغوی دې دا شیان هماغسې جوړ کړي لکه څنګه چې ما درته امر کړی دی.>

سبت یعنې د ارام کولو ورځ

۱۲ بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۱۳ <د اسراییلو خلکو ته داسې ووایه: تاسو باید سبت یعنې د ارام کولو ورځ ولمانځئ. دا به تل ترتله زما او ستاسو ترمنځ یوه نښه وي ترڅو تاسو پوه شئ چې زه څښتن یم او تاسو مې د خپل قوم په توګه انتخاب کړي یئ. ۱۴ د سبت ورځ ولمانځئ ځکه چې دا ستاسو دپاره مقدسه ده. هرڅوک چې د هغې بې حرمتي کوي باید ووژل شي او هرڅوک چې په دې ورځ کار وکړي باید زما له قوم څخه وشړل شي. ۱۵ تاسو د کار کولو دپاره شپږ ورځې لرئ، مګر اوومه ورځ سبت یعنې د ارام کولو ورځ ده چې ما څښتن ته وقف کړای شوې ده. هرڅوک چې په دې ورځ کار وکړي هغه دې ووژل شي. ۱۶ اسراییلیان دې د سبت د ورځې څخه پیروي وکړي. هغه دې د یو لوظ په توګه د تل دپاره ولمانځي. ۱۷ دا به همېشه زما او د اسراییلیانو ترمنځ یوه نښه وي، ځکه چې ما څښتن اسمان او ځمکه په شپږو ورځو کې جوړ کړل او په اوومه ورځ مې کار بس کړ او ارام مې وکړ.>

۱۸ کله چې د سینا په غره باندې څښتن د حضرت موسیٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو د تیږو هغه دوه لوحې چې په خپله یې ورباندې حکمونه لیکلي وو حضرت موسیٰ ته ورکړې.