چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ بیا څښتن موسی ته وویل: ۲ «ګوره، ما بزل ییل د اوري زوی او د حور لمسی د یهودا د قبیلې څخه غوره کړی دی ۳ او هغه مې د خپل روح څخه ډک کړی دی او په هر ډول هنري کار کې مې ورته مهارت، توان او پوهه ورکړې ده. ۴ هغه کولای شي چې د سرو زرو، سپینو زرو او برنجو څخه ښکلي شیان جوړ کړي، ۵ قیمتي تیږې پرې کړي او تیارې یې کړي، د لرګیو کار او هر ډول هنري کار وکړي. ۶ ما اهولیاب د اخیسامک زوی چې د دان له قبیلې څخه دی، د دې دپاره ټاکلی دی چې د هغه مرستیال وي. برسېره پردې ما ټولو کسبګرو ته چې د هغوی سره کار کوي، ځانګړی مهارت ورکړی دی، ترڅو وکولای شي هغه ټول شیان جوړ کړي چې په تا باندې مې حکم کړی دی: ۷ لکه سپېڅلې خېمه، د لوظ صندوق د سرپوښ سره چې ورباندې پروت وي او د خېمې نور ټول سامان، ۸ مېز او د هغه سامان، د سوچه سرو زرو څراغدان او د هغه ټول سامان، د خوشبویۍ د سوځولو دپاره د قربانۍ ځای، ۹ د سوځېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه ټول لوښي، تشت او د هغه پایه، ۱۰ د هارون کاهن او د هغه د زامنو دپاره ښکلي کالي چې کله هغوی د کاهنانو په توګه خدمت کوي ۱۱ او د مسح کولو تېل او د سپېڅلي ځای دپاره خوشبویي. هغوی دې دا شیان هماغسې جوړ کړي لکه څنګه چې ما درته حکم کړی دی.»
۱۲ بیا څښتن موسی ته وویل: ۱۳ «د اسراییلو خلکو ته داسې ووایه: تاسو باید سبت ورځ ولمانځئ. دا به تل ترتله زما او ستاسو ترمنځ یوه نښه وي، ترڅو تاسو پوه شئ چې زه څښتن یم او تاسو مې د خپل قوم په توګه ټاکلي یئ. ۱۴ د سبت ورځ ولمانځئ، ځکه چې دا ستاسو دپاره سپېڅلې ده. هرڅوک چې د هغې بې عزتي کوي، باید ووژل شي او هرڅوک چې په دې ورځ کار وکړي، باید زما له قوم څخه وشړل شي. ۱۵ تاسو د کار کولو دپاره شپږ ورځې لرئ، خو اوومه ورځ د سبت یعنې د ارام کولو سپېڅلې ورځ ده چې ما څښتن ته وقف کړای شوې ده. هرڅوک چې په دې ورځ کار وکړي، هغه دې ووژل شي. ۱۶ اسراییلیان دې د سبت د ورځې څخه پیروي وکړي. هغه دې د یو لوظ په توګه د تل دپاره ولمانځي. ۱۷ دا به تل زما او د اسراییلیانو ترمنځ یوه نښه وي، ځکه چې ما څښتن ځمکه او اسمانونه په شپږو ورځو کې جوړ کړل او په اوومه ورځ مې کار بس کړ او ارام مې وکړ.»
۱۸ کله چې د سینا په غره باندې څښتن د موسی سره خبرې خلاصې کړې، نو د تیږو هغه دوه لوحې چې په خپله یې ورباندې حکمونه لیکلي وو، موسی ته ورکړې.