چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ د خوشبویۍ د سوځولو دپاره د اکاسۍ د لرګي څخه د قربانۍ ځای جوړ کړه. ۲ هغه باید څلور کنجه وي. پنځه څلوېښت سانتي باید اوږد وي او پنځه څلوېښت سانتي پلن او نوي سانتي باید لوړ وي. د هغه ښکرونه چې په څلورو کنجونو کې دي، هغه دې د قربانۍ د ځای سره د یوې ټوټې لرګي څخه جوړ شي. ۳ د هغه پاسنۍ برخې، څلور واړه خواو او ښکرونو ته د سرو زرو پوښ ورکړه او ګردچاپېره څنډې یې د سرو زرو څخه جوړې کړه. ۴ د څنډو لاندې د قربانۍ د ځای دپاره دوه د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه، یعنې په دواړو خواو باندې یې یوه یوه جوړه کړه چې هغه میلې ونیسي چې د هغې په وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. ۵ میلې د اکاسۍ د لرګي څخه جوړې کړه او د سرو زرو پوښ ورته ورکړه. ۶ د قربانۍ ځای د هغې پردې مخې ته کېږده چې د لوظ د صندوق په مخکې ده، یعنې د هغه سرپوښ مخې ته چې د لوظ په صندوق باندې پروت دی. په هغه ځای کې به زه ستا سره لیدنه کتنه کوم. ۷ هر سهار کله چې هارون د څراغونو د تیارولو دپاره راځي، په هغې باندې دې خوشبویي وسوځوي. ۸ کله چې هغه په ماښام کې څراغونه لګوي، باید همداسې وکړي. دغه د خوشبویۍ نذرانه دې پرته له کوم ځنډه تل ترتله جاري وي. ۹ د قربانۍ په دې ځای باندې هېڅ حرامه خوشبویي یا کومه سوځېدونکې نذرانه یا د غلې دانې نذرانه مه وړاندې کوئ او په هغې باندې د څښلو نذرانه مه اچوئ. ۱۰ په کال کې دې یوځل هارون د قربانۍ د ځای د پاکولو دپاره په څلورو ښکرونو باندې د هغه حیوان د وینې د سولولو مراسم سرته ورسوي کوم چې د ګناه دپاره قرباني کیږي. دا کار دې تل ترتله هر کال تر سره شي. دغه د قربانۍ ځای دې په پوره توګه سپېڅلی شي او ما یعنې څښتن ته دې وقف شي.»
۱۱ بیا څښتن موسی ته وویل: ۱۲ «کله چې ته د اسراییلیانو سرشمېرنه کوې، هر یو باید څښتن ته د شمېرلو په وخت کې د خپل ژوند په خاطر بیه ادا کړي. بیا چې کله هغوی شمېرې، هېڅ بلا به په هغوی باندې نازله نه شي. ۱۳ هر یو تن چې په سرشمېرنه کې شاملیږي، هغه دې د هغه مثقال له مخې چې په سپېڅلي ځای کې ورڅخه کار اخیستل کیږي او شپږ ګرامه وزن ولري، یو مثقال ورکړي. دغه یو مثقال ماته یوه نذرانه ده. ۱۴ هر یو تن چې په سرشمېرنه کې شمېرل کیږي، یعنې هر یو سړی چې عمر یې شل کاله یا د شلو کالو څخه زیات وي، هغه دې دا نذرانه څښتن ته ورکړي. ۱۵ کله چې تاسو څښتن ته نذرانه وړاندې کوئ چې د خپل ژوند دپاره کفاره ادا کړئ، نو څوک چې شتمن وي هغه دې د یوې سکې څخه زیات نه ورکوي او څوک چې غریب وي هغه دې د یوې سکې څخه کم نه ورکوي. ۱۶ د اسراییلو د خلکو څخه د دغې کفارې پیسې راټولې کړه او د سپېڅلې خېمې په ساتنه او څارنه کې یې مصرف کړه. دا پیسې به د هغوی د ژوند په خاطر کفاره وي او زه به هغوی رایادوم چې ویې ساتم.»
۱۷ بیا څښتن موسی ته وویل: ۱۸ «د وینځلو دپاره د برنجو یو تشت جوړ کړه چې برنجي پایې ولري. هغه د سپېڅلې خېمې او د قربانۍ د ځای ترمنځ کېږده او اوبه په کې واچوه. ۱۹ هارون او د هغه زامن دې د هغه څخه اوبه واخلي او خپل لاسونه او پښې دې ووینځي. ۲۰ هرکله چې هغوی سپېڅلې خېمې ته ورننوځي، نو خپل لاسونه او پښې به وینځي، ترڅو مړه نه شي. همدارنګه کله چې هغوی د قربانۍ ځای ته ورنژدې کیږي چې ماته په اور باندې یوه نذرانه وړاندې کړي، ۲۱ نو هغوی باید خپل لاسونه او پښې ووینځي، ترڅو مړه نه شي. دا یو حکم دی چې هارون او د هغه اولاده باید د تل دپاره د هغه څخه پیروي وکړي.»
۲۲ بیا څښتن موسی ته وویل: ۲۳ «دا لاندېنۍ ښې مسالې واخله: شپږ کیلو ګرامه د مر کنډ چې د مایع په شکل وي، درې کیلو ګرامه خوشبویه دالچیني، درې کیلو ګرامه خوشبویه باڼس، ۲۴ شپږ کیلو ګرامه د سناد د پاڼو شیره، (ټول دې د هغه وزن له مخې وي چې په سپېڅلي ځای کې ورڅخه کار اخیستل کیږي) او څلور لیتره د زیتونو تېل. ۲۵ له هغو څخه د مسح کولو سپېڅلي تېل جوړ کړه. دا دې د عطرو په شان یو مخلوط وي. ۲۶ بیا د دغو شیانو په مسح کولو کې ورڅخه کار واخله: سپېڅلې خېمه او د لوظ صندوق، ۲۷ مېز او د هغه ټول سامان، څراغدان او د هغه سامان، د خوشبویۍ د سوځولو د قربانۍ ځای، ۲۸ د سوځېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه ټول لوښي او تشت د هغه د پایو سره. ۲۹ په دې ډول دغه شیان وقف کړه او هغه به دومره سپېڅلي شي چې هرڅوک یا هر شی د هغو سره ولګیږي، نو هغه به هم سپېڅلی شي.
۳۰ هارون او د هغه زامن مسح کړه او وقف کړه، ترڅو هغوی د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي. ۳۱ اسراییلیانو ته داسې ووایه: دا د مسح کولو سپېڅلي تېل به تل ترتله زما د خدمت دپاره کارول کیږي. ۳۲ هغه د عادي خلکو په بدنونو باندې مه تویوئ او د داسې ترکیب څخه هېڅ تېل مه جوړوئ. هغه پاک دي او تاسو یې باید پاک وګڼئ. ۳۳ هرڅوک چې دا ډول عطر جوړ کړي او هرڅوک چې هغه پرته له کاهنه په بل چا باندې وسولوي باید زما د قوم څخه وشړل شي.»
۳۴ بیا څښتن موسی ته وویل: «دغه خوشبویه مسالې واخله لکه کنډ، خوشبویه صدف او سوچه او قیمتي خوشبویي. دا ټول دې په یوه اندازه وي. ۳۵ د خوشبویۍ د جوړولو دپاره د هغو څخه کار واخله او د عطرو په شان یو مخلوط جوړ کړه. په هغو کې مالګه ورزیاته کړه چې هغه سوچه او پاکه وساتي. ۳۶ له هغې څخه لږ د پوډرو په شان میده میده کړه او په سپېڅلې خېمه کې یې د لوظ د صندوق مخې ته په هغه ځای کې کېږده چې زه درسره لیدنه او کتنه کوم. هغه به تاسو ته ډېره سپېڅلې وي. ۳۷ د خپلو ځانونو دپاره له دې ترکیب څخه هېڅ خوشبویي مه جوړوئ. هغه زما څښتن په خاطر سپېڅلې وګڼئ. ۳۸ هرڅوک چې داسې یو شی جوړ کړي چې د خوشبویۍ څخه یې خوند واخلي، باید زما له قوم څخه وشړل شي.»