د هجرت کتاب

نهه ویشتم فصل

د کاهنانو وقف کېدل

(لاویان ۸: ۱ - ۳۶)

۱ دا هغه مراسم دي چې د کاهنانو په توګه د هارون او د هغه د زامنو د وقف کولو دپاره دې سرته ورسیږي: یو داسې خوسی او دوه پسونه واخله چې کوم عیب په کې نه وي. ۲ د غنمو د ډېرو ښو اوړو څخه فطیرې ډوډۍ پخې کړه. ځینې د زیتونو په تېلو کې پخې کړه، ځینې بې له تېلو او ځینې یې د کلچو په شکل چې تېل ورباندې موښل شوي وي پخې کړه. ۳ دا ټولې ډوډۍ په یوې ټوکرۍ کې واچوه او کله چې ته راځې او هغه غویی او دوه پسونه ماته قرباني کوې، نو هغه درسره راوړه.

۴ بیا هارون او د هغه زامن د سپېڅلې خېمې د دروازې خولې ته راوله او غسل ورته ورکړه. ۵ دا کالي واخله او هارون ته یې ورواغونده: کمیس، هغه چپنه چې د سپېڅلي پېشبند لاندې اغوستل کیږي، سپېڅلی پېشبند او سینه پوښ. سپېڅلی پېشبند په کمربند باندې وتړه. ۶ هغه ته لونګۍ په سر کړه او په هغې لونګۍ باندې سپېڅلی نښان ولګوه. ۷ بیا د مسح کولو تېل واخله او د هغه په سر باندې یې توی کړه او مسح یې کړه. ۸ د هغه زامن راوله او کمیسونه ورته واغونده ۹ او خولۍ ګانې ورته په سر کړه. بیا د هارون او د هغه د زامنو په ملاګانو باندې پټۍ ګانې وتړه. په دې ډول به هارون او د هغه زامن وټاکې. هغوی او د هغوی اولاده به د تل دپاره د کاهنانو په توګه زما خدمت کوي.

۱۰ غویی د سپېڅلې خېمې مخې ته راوله او هارون او د هغه زامن به د هغه په سر باندې خپل لاسونه کېږدي. ۱۱ هغه د خېمې د دروازې په خوله کې زما په حضور کې حلال کړه. ۱۲ د غویي لږه وینه واخله او په خپله ګوته یې په هغو ښکرونو باندې چې د قربانۍ د ځای په کنجونو کې دي وسولوه. بیا پاتې وینه د قربانۍ د ځای په بېخ کې توی کړه. ۱۳ بیا ټوله هغه وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، د اینې ډېره ښه برخه او د هغه دوه پښتورګي چې وازګه ورباندې پرته وي، واخله او هغه ماته د یوې نذرانې په توګه د قربانۍ په ځای باندې وسوځوه. ۱۴ خو د غویي غوښه، پوستکی او خوشایي د کمپ څخه دباندې وسوځوه. دا د ګناه یوه نذرانه ده چې د کاهنانو د ګناهونو د پاکولو دپاره ده.

۱۵ د هغو پسونو څخه یو پسه واخله او هارون او د هغه زامن به خپل لاسونه د هغه په سر باندې کېږدي. ۱۶ هغه حلال کړه او وینه یې واخله او د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې یې وشینده. ۱۷ پسه ټوټې ټوټې کړه او د نس دنننۍ برخې او پښې یې ووینځه او د سر او د نورو ټوټو سره یې کېږده. ۱۸ بیا ټول پسه د قربانۍ په ځای باندې وسوځوه. دا زما یعنې څښتن دپاره یوه سوځېدونکې نذرانه ده چې بوی یې په ما باندې ښه لګیږي.

۱۹ هغه بل پسه واخله او هارون او د هغه زامن به خپل لاسونه د هغه په سر باندې کېږدي. ۲۰ هغه حلال کړه. لږه وینه یې واخله او د هارون او د هغه د زامنو د ښي غوږونو په نرمیو، د ښي لاسونو په غټو ګوتو او د ښي پښو په غټو ګوتو باندې یې وسولوه. بیا پاتې وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشینده. ۲۱ د هغې وینې څخه لږه وینه چې د قربانۍ په ځای باندې پرته ده، واخله او لږ د مسح کولو تېل واخله او په هارون او د هغه په زامنو او د هغوی په کالیو باندې یې وشینده. بیا به هغه، د هغه زامن او د هغوی کالي ماته وقف شي.

۲۲ د پسه وازګه، لم، هغه وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، د اینې ډېره ښه برخه، دوه پښتورګي د وازګې سره چې ورباندې پرته وي او ښي ورون، دا ټول ورڅخه پرې کړه. دا پسه د ټاکنې د مراسمو دپاره دی. ۲۳ د هغې ټوکرۍ څخه د هر ډول ډوډۍ نه یوه یوه ډوډۍ راواخله ۲۴ او دا ټول د هارون او د هغه د زامنو په لاسونو کې کېږده. بیا هغوی دې هغه پورته ونیسي، ترڅو دا وښایي چې هغه ماته وقف شوي دي. ۲۵ بیا یې د هغوی د لاسونو څخه راواخله او د قربانۍ په ځای باندې یې د سوځېدونکې نذرانې سره وسوځوه چې بوی یې په ما څښتن باندې ښه لګیږي.

۲۶ کله چې ته د هارون د ټاکلو دپاره د پسه سینه واخلې، نو لومړی باید هغه پورته ونیسې، ترڅو دا وښایي چې دا غوښه ماته وقف شوې ده. دا به ستا برخه وي. ۲۷‏-۲۸ په راتلونکې کې کله چې د اسراییلیانو څخه څوک د کاهن د وقف کېدلو په مراسمو کې او یا د سلامتۍ د نذرانې د وړاندې کولو په وخت کې د پسه سینه او ورون وړاندې کوي، نو غوښه به یې زما وي، خو کاهنان کولای شي هغه وخوري. دا قانون به هېڅکله نه بدلیږي.

۲۹ د هارون سپېڅلي کالي به د هغه له مرګ څخه وروسته د هغه اولادې ته پاتې شي، ترڅو هغوی په کې مسح شي او وټاکل شي. ۳۰ د هارون زوی چې د هغه څخه وروسته کاهن کیږي او سپېڅلې خېمې ته ورننوځي چې په سپېڅلي ځای کې خدمت وکړي، نو هغه دې اووه ورځې دا کالي واغوندي.

۳۱ هغه پسه چې د ټاکنې د مراسمو دپاره دی، واخله او غوښه یې په یو پاک ځای کې پخه کړه. ۳۲ د سپېڅلې خېمې د دروازې په خولې کې دې هارون او د هغه زامن د پسه غوښه او هغه ډوډۍ چې په ټوکرۍ کې پاتې ده، وخوري. ۳۳ یوازې هغوی کولای شي چې د ټاکنې په مراسمو کې هغه غوښه او ډوډۍ چې د هغوی د کفارې د ادا کولو دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي، وخوري. عادي خلک نه شي کولای هغه وخوري، ځکه چې دا شیان سپېڅلي دي. ۳۴ که چېرې یو څه غوښه یا ډوډۍ ونه خوړل شي او تر سهاره پورې پاتې شي، هغه وسوځوه. هغه باید ونه خوړل شي، ځکه چې سپېڅلي دي.

۳۵ لکه څنګه چې ما درته حکم کړی دی د هارون او د هغه د زامنو د ټاکنې مراسم دې په اوو ورځو کې سرته ورسیږي. ۳۶ ته باید هره ورځ یو غویی حلال کړې او ماته یې وړاندې کړې، ترڅو د هغوی ګناه وبخښم او د قربانۍ ځای پاک شي. برسېره پردې باید د زیتونو تېل واخلې او د قربانۍ ځای ورباندې مسح کړې چې سپېڅلی شي. ۳۷ اووه ورځې دا کار وکړه. بیا به د قربانۍ ځای دومره سپېڅلی شي چې هرڅوک یا هر شی چې د هغه سره ولګیږي، هغه به هم سپېڅلی شي.

ورځنۍ نذرانې

(شمېر ۲۸: ۱ - ۸)

۳۸ ته باید هره ورځ د قربانۍ په ځای باندې دوه یو کلن وري قرباني کړې. ۳۹ یو په سهار کې قرباني کړه او بل په ماښام کې. ۴۰ د لومړني وري سره یو کیلو ګرام ښه اوړه وړاندې کړه چې یو لیتر سوچه د زیتونو تېل ورسره ګډ وي او د څښلو د نذرانې په توګه یو لیتر شراب هم وړاندې کړه. ۴۱ دوهم وری په ماښام کې قرباني کړه او د هغه سره هماغه اندازه اوړه، د زیتونو تېل او شراب وړاندې کړه لکه څنګه چې په سهار کې دې وکړل. دا زما دپاره یوه سوځېدونکې نذرانه ده او د هغې بوی په ما باندې ښه لګیږي. ۴۲ دا سوځېدونکې نذرانه دې د تل دپاره هره ورځ د سپېڅلې خېمې د دروازې په خولې کې زما حضور ته وړاندې شي. زه به هلته د اسراییلو د خلکو سره لیدنه او کتنه وکړم او تا سره به خبرې وکړم. ۴۳ د اسراییلیانو سره به هم هلته لیدنه او کتنه وکړم او هغه ځای به زما د جلال په وسیله پاک شي. ۴۴ نو زه به خېمه او د قربانۍ ځای سپېڅلی کړم او هارون او د هغه زامن به د دې دپاره پاک کړم چې د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي. ۴۵ بیا به زه د اسراییلو د خلکو په منځ کې اوسېږم او د هغوی خدای به یم. ۴۶ هغوی به په دې پوه شي چې زه د هغوی څښتن خدای یم، چا چې هغوی له مصر څخه راوویستل، ترڅو د هغوی په منځ کې واوسېږم. زه د هغوی څښتن خدای یم.