د هجرت کتاب

اته ویشتم فصل

د کاهنانو دپاره کالي

(هجرت ۳۹: ۱ - ۷)

۱ خپل ورور هارون او د هغه زامن ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار راوغواړه. هغوی د اسراییلو د خلکو څخه بېل کړه، ترڅو د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي. ۲ خپل ورور هارون دپاره ځانګړي کالي جوړ کړه، ترڅو هغه ته عزت او ښکلا ورکړي. ۳ ټولو هغو ماهرو خلکو ته چې ما ورته په داسې کارونو کې توان ورکړی دی ووایه چې د هارون دپاره کالي جوړ کړي، ترڅو هغه د کاهن په توګه زما خدمت ته وقف شي. ۴ هغه کالي چې هغوی یې باید جوړ کړي دا دي: سینه پوښ، سپېڅلی پېشبند، چپنه، اوبدل شوی کمیس، لونګۍ او یوه پټۍ. هغوی دې دا ځانګړي کالي ستا ورور هارون او د هغه د زامنو دپاره جوړ کړي، ترڅو هغوی وکولای شي چې د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي. ۵ هغه ماهر کس دې د ابي، بانجاني او سرو وړیو، د سرو زرو د تار او د ښه کتان څخه کار واخلي.

۶ د سرو زرو تار او د ابي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه سپېڅلی پېشبند جوړ کړه او په هغې کې دې ګلدوزي وشي. ۷ سپېڅلی پېشبند دې د اوږې دوه تسمې ولري چې د هغه په دواړو خواو باندې ونښلول شي چې پېشبند ورسره وتړل شي. ۸ ښه اوبدل شوی کمربند چې د هماغه موادو څخه جوړ شي، هغه دې د سپېڅلي پېشبند سره ونښلول شي چې د یوې ټوټې په شان ښکاره شي. ۹ دوه د عقیقو تیږې واخله او د یعقوب د زامنو د نومونو نقش ورباندې وباسه، ۱۰ یعنې د هغوی د عمر په ترتیب، شپږ نومونه په یوه تیږه باندې او پاتې شپږ په بله تیږه باندې. ۱۱ د یعقوب د زامنو د نومونو نقش په دوو تیږو باندې داسې وباسه لکه څنګه چې د غمي جوړوونکی د یو مهر نقش وباسي. بیا تیږې په هغو ځایونو کې ولګوه چې د سرو زرو د قابونو په شان جوړ شوي دي. ۱۲ هغه تیږې د سپېڅلي پېشبند د اوږې په تسمو باندې ولګوه چې د اسراییلو د دولسو قبیلو استازیتوب وکړي. په دې ډول به هارون د هغوی نومونه په خپلو اوږو باندې انتقالوي، ترڅو زه څښتن تل خپل قوم په یاد وساتم. ۱۳ د سرو زرو د قابونو په شان دوه ځایونه جوړ کړه ۱۴ او دوه د سوچه سرو زرو تاو شوي زنځیرونه د یوې رسۍ په شان جوړ کړه او په هغو ځایونو کې یې ولګوه.

سینه پوښ

(هجرت ۳۹: ۸ - ۲۱)

۱۵ د لوی کاهن دپاره سینه پوښ جوړ کړه چې د خدای د رضا د معلومولو دپاره ورڅخه کار واخلي. هغه دې د هماغو موادو څخه جوړ شي چې سپېڅلی پېشبند ورڅخه جوړ شوی دی او هماغسې ګلدوزي دې په کې وشي. ۱۶ هغه دې څلور کنجه وي، دوه ویشت سانتي دې اوږد وي او دوه ویشت سانتي دې پلن وي او دوه قاته دې وي. ۱۷ بیا په هغه باندې څلور قطاره قیمتي تیږې ولګوه. په لومړي قطار کې یو یاقوت، یو زیړ یاقوت او یو لعل ولګوه. ۱۸ په دوهم قطار کې یو زمرد، یوه د لاجوردو تیږه او یو الماس ولګوه. ۱۹ په درېم قطار کې یوه فیروزه، یو سپین عقیق او یو بانجاني یاقوت ولګوه ۲۰ او په څلورم قطار کې یو شینکی یاقوت، د عقیقو یوه تیږه او یو کوارتز ولګوه. هغه دې په داسې ځایونو کې ولګول شي چې د سرو زرو د قابونو په شان جوړ شوي دي. ۲۱ دولس تیږې دې وي، د یعقوب د زامنو د هر نوم دپاره یوه یوه تیږه. په هرې یوې کې دې د یو مهر په شان نقش وويستل شي او د دولسو قبیلو څخه دې د یوې قبیلې نوم په کې وي. ۲۲ د سینه پوښ دپاره د سوچه سرو زرو څخه داسې زنځیرونه جوړ کړه چې د یوې رسۍ په شان تاو شوي وي. ۲۳ دوه د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه او د سینه پوښ په پورتنیو کنجونو یې ونښلوه ۲۴ او په دغو دوو کړیو باندې دوه د سرو زرو زنځیرونه وتړه. ۲۵ د زنځیرونو دوه نور سرونه د هغو ځایونو پورې وتړه چې د سرو زرو څخه جوړ شویو قابونو په شان دي او په دې ډول یې د سپېڅلي پېشبند د اوږې د تسمو په مخکینۍ برخې باندې ونښلوه. ۲۶ بیا د سرو زرو دوه کړۍ ګانې جوړې کړه او د سینه پوښ په لاندېنیو کنجونو پورې یې ونښلوه. هغه دې په دنننۍ څنډې باندې د سپېڅلي پېشبند په څنګ کې وي. ۲۷ دوه نورې کړۍ ګانې جوړې کړه او د اوږې د تسمو په لاندېنۍ برخه کې یې ونښلوه چې د سپېڅلي پېشبند په مخکینۍ برخې باندې بخۍ ته نژدې او د سپېڅلي پېشبند د کمربند دپاسه دي. ۲۸ د سینه پوښ کړۍ ګانې دې د سپېڅلي پېشبند د کړۍ ګانو سره چې د کمربند سره وصل دي په ابي مزي باندې وتړل شي، ترڅو سینه پوښ د سپېڅلي پېشبند څخه لېرې نه شي.

۲۹ هرکله چې هارون سپېڅلي ځای ته ورننوځي، هغه به هغه سینه پوښ اغوندي چې د اسراییلو د قبیلو نومونه ورباندې لیکل شوي دي. هغه به دا نومونه د خپل زړه دپاسه وړي، ترڅو زه څښتن تل خپل قوم رایادوم. ۳۰ اوریم او تمیم په سینه پوښ کې د هغه د زړه دپاسه کېږده. نو کله چې هارون زما پاک حضور ته راځي، هغه به یې وړي. په داسې وختونو کې باید هغه تل دا سینه پوښ واغوندي، ترڅو د اسراییلو د قوم دپاره زما رضا معلومه کړي.

د کاهنانو نور کالي

(هجرت ۳۹: ۲۲ - ۳۱)

۳۱ هغه چپنه چې د سپېڅلي پېشبند لاندې اغوستل کیږي، هغه ټوله دې د ابي ټوټې څخه جوړه شي. ۳۲ د هغې په منځ کې دې د سر دپاره یو سوری پرېښودل شي او د سوري ګردچاپېره دې یوه غاړه وګنډل شي، ترڅو چپنه ونه شلیږي. ۳۳ د چپنې د لمنې په څنډه باندې د ابي، بانجاني او سرو وړیو څخه داسې انار جوړ کړه چې په منځ کې یې د سرو زرو زنګونه وي. ۳۴ د سرو زرو زنګونه او انار دې د چپنې د لمنې ګردچاپېره د یو بل ترمنځ راشي. ۳۵ هارون دې د کاهن په توګه د خدمت کولو په وخت کې دغه چپنه واغوندي. کله چې هغه زما حضور ته په سپېڅلي ځای کې راننوځي یا کله چې هغه ځي، د زنګونو اواز به اورېدل کیږي او هغه به نه وژل کیږي.

۳۶ د سوچه سرو زرو څخه یو ګل جوړ کړه او په هغه باندې د دې لغتونو یعنې ‹څښتن ته وقف شوی› یو نقش وباسه لکه څنګه چې په یو مهر باندې ویستل کیږي. ۳۷ هغه ګل په یو ابي مزي باندې د لونګۍ په مخکینۍ برخې پورې وتړه. ۳۸ هارون دې هغه په خپل تندي باندې وتړي، ترڅو زه څښتن هغه ټولې سپېڅلې نذرانې چې اسراییلیان یې ماته وقف کوي قبولې کړم، حتی که چېرې خلک د هغو په وړاندې کولو کې کومه سهوه هم وکړي.

۳۹ د هارون دپاره د ښه کتان څخه کمیس او یوه لونګۍ جوړ کړه. پټۍ هم جوړه کړه او هغه دې ګلدوزي شي.

۴۰ د هارون د زامنو دپاره کمیسونه، پټۍ ګانې او خولۍ ګانې جوړې کړه چې هغوی ته عزت او ښکلا ورکړي. ۴۱ خپل ورور هارون او د هغه زامنو ته دغه کالي ورواغونده. هغوی د زیتون په تېلو باندې مسح کړه او مقرر یې کړه. هغوی وقف کړه، ترڅو د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي. ۴۲ د هغوی دپاره د کتان داسې نېکرونه جوړ کړه چې د ملا څخه نیولې تر ورنونو پورې ورسیږي چې بدنونه یې ښکاره نه شي. ۴۳ کله چې هارون او د هغه زامن سپېڅلې خېمې ته ورننوځي یا د قربانۍ ځای ته ورنژدې کیږي چې په سپېڅلي ځای کې د کاهنانو په توګه خدمت وکړي، باید تل هغه واغوندي ترڅو هغوی خپل ځانونه ګناهکار نه کړي او مړه نه شي. دا دې د هارون او د هغه د اولادې دپاره یو تلپاتې حکم وي.