د هجرت کتاب

څلورم فصل

خدای موسی ته د معجزو د ښودلو قدرت ورکوي

۱ موسی په ځواب کې وویل: «فرض کړه که چېرې اسراییلیان زما په خبرو باندې باور ونه کړي او ماته غوږ ونه نیسي او ووایي چې څښتن تاته نه دی ښکاره شوی، نو بیا څه وکړم؟» ۲ څښتن د موسی څخه پوښتنه وکړه: «ستا په لاس کې څه دي؟» موسی په ځواب کې وویل: «امسا.» ۳ خدای وویل: «هغه په ځمکه باندې وغورځوه.» کله چې هغه امسا په ځمکه وغورځوله، نو امسا په مار بدله شوه او هغه ورڅخه منډه کړه. ۴ بیا څښتن ورته وویل: «هغه د لکۍ څخه ونیسه.» نو موسی هغه راونیوه او مار بېرته په امسا بدل شو. ۵ څښتن موسی ته وویل: «داسې کار وکړه. بیا به اسراییلیان باور وکړي چې تا زه لیدلی یم چې ستاسو د نیکونو ابراهیم، اسحاق او یعقوب خدای یم.»

۶ خدای موسی ته بیا وویل: «خپل لاس دې په ګرېوان کې ننباسه.» هغه همداسې وکړل او کله چې هغه خپل لاس د ګرېوان څخه راوویسته هغه ولیدل چې لاس یې د پوستکي په ناروغۍ باندې اخته شوی ؤ او لکه د واورې په شان سپین شوی ؤ. ۷ خدای بیا ورته وویل: «لاس دې بېرته په ګرېوان کې ننباسه.» موسی هماغه شان وکړل. کله چې هغه خپل لاس بېرته راوویسته، د هغه لاس د هغه د نور بدن په شان روغ ؤ. ۸ څښتن وویل: «که چېرې هغوی ستا په خبره باور ونه کړي یا په لومړنۍ معجزې باندې قانع نه شي، نو بیا به په دې معجزې باندې قانع شي. ۹ که چېرې د دغو دوو معجزو سره سره بیاهم هغوی په تا باور ونه کړي او ستا خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو د نیل د سیند څخه لږې اوبه راواخله او په ځمکه باندې یې توی کړه. هغه اوبه به په وینه بدلې شي.»

۱۰ خو موسی وویل: «څښتنه، ما مه لېږه. زه هېڅکله هم ښه ویاند نه وم. د اول نه هم نه وم او نه له هغه وخت څخه چې تا زما سره خبرې وکړې. زه په خبرو کولو کې کمزوری یم او ژبه مې نښلي.» ۱۱ څښتن هغه ته وویل: «هغه څوک دی چې انسان ته یې ژبه ورکړې ده؟ چا کاڼه، ګونګیان، بینا او ړانده پیدا کړل؟ زه څښتن یم او دا هرڅه کوم. ۱۲ اوس لاړ شه! زه به ستا سره په خبرو کولو کې مرسته وکړم او درته وبه وایم چې څه ووایې.» ۱۳ خو موسی وویل: «څښتنه، ته بل څوک ولېږه چې دا کار وکړي.» ۱۴ څښتن په موسی باندې په قهر شو او ویې ویل: «ایا ستا ورور لاوي هارون نشته؟ هغه ښې خبرې کولای شي. هغه ستا د لیدنې کتنې دپاره راځي او ستا په لیدلو به خوشحاله شي. ۱۵‏-۱۶ زه به د خبرو کولو په وخت کې ستاسو دواړو سره یم او تاسو دواړو ته به ووایم چې څه وکړئ. هغه به ستا ویاند وي او ستا په ځای به خلکو ته خبرې کوي او ته به د هغه دپاره د خدای په شان یې او هغه ته به وایې چې داسې وایه. ۱۷ اوس دا امسا واخله او په هغې باندې معجزې ښکاره کوه.»

موسی مصر ته ستنیږي

۱۸ موسی خپل خسر یعنې یترون ته ورغی او هغه ته یې وویل: «ما پرېږده چې مصر ته لاړ شم چې وګورم زما خپلوان لا ژوندي دي او که نه.» یترون هغه ته وویل: «ځه په خیر لاړ شې.» ۱۹ موسی لا د مدیان په خاوره کې ؤ چې څښتن هغه ته وویل: «مصر ته ستون شه. چا چې غوښتل تا ووژني هغوی اوس مړه دي.» ۲۰ نو موسی خپله ښځه او زامن په خره باندې سپاره کړل او د مصر په لور روان شو. موسی هغه امسا هم له ځان سره یووړه د کومې په هکله چې خدای ورته ویلي وو.

۲۱ څښتن بیا موسی ته وویل: «اوس چې ته بېرته مصر ته روان یې، فرعون ته هغه معجزې وښایه چې تاته مې د هغو د ښودلو قدرت درکړی دی. خو زه به د فرعون زړه سخت کړم او هغه به قوم پرېنږدي چې لاړ شي. ۲۲ بیا فرعون ته ووایه چې څښتن وایي: ‹اسراییل زما دپاره لکه د مشر زوی په شان دی.› ۲۳ ما تاته حکم وکړ چې هغوی پرېږده چې د مصر څخه ووځي او زما عبادت وکړي، خو تا انکار وکړ. نو اوس به زه ستا مشر زوی ووژنم.»

۲۴ د مصر په لاره کې چېرته چې هغوی شپه تېروله، څښتن د موسی سره مخامخ شو او نژدې ؤ چې هغه ووژني. ۲۵‏-۲۶ خو صفورې خپل زوی په تېره تیږه باندې سنت کړ او د سنتېدلو پوستکی یې د موسی په پښو باندې وواهه او د سنت ګیرۍ د رواج له مخې یې وویل: «زما ګرانه زویه، دا د سنتولو وینه به ستا ساتنه وکړي.» نو څښتن موسی ته زیان ونه رساوه.

۲۷ څښتن هارون ته وویل: «د موسی د لیدلو دپاره دښتې ته لاړ شه.» نو هارون د موسی د لیدلو دپاره سپېڅلي غره ته لاړ او کله چې ورسره مخامخ شو، هغه یې ښکل کړ. ۲۸ بیا موسی هغه ټول شیان چې څښتن ورته ویلي وو او همدارنګه د هغو معجزو په هکله چې هغه ته یې د هغو د ښودلو حکم ورکړی ؤ، هارون ته وویل. ۲۹ نو موسی او هارون مصر ته لاړل او د اسراییلو ټول مشران یې راټول کړل. ۳۰ هغه ټول شیان چې څښتن موسی ته ویلي وو، هارون هغوی ته بیان کړل او بیا موسی خلکو ته هغه معجزې وروښودلې. ۳۱ مشران زر په دې باندې قانع شول چې موسی او هارون د څښتن له خوا رالېږل شوي دي. کله چې هغوی پوه شول چې څښتن د هغوی بدبختي لیدلې ده او د هغوی دپاره زیات اندېښمن دی، نو ټول په سجده شول او عبادت یې وکړ.