۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هجرت کتاب

څلورم فصل

خدای پاک حضرت موسیٰ ته د معجزو د ښودلو قدرت ورکوي

۱حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <فرض کړه که چېرې اسراییلیان زما په خبرو باندې باور ونه کړي او ماته غوږ ونه نیسي او ووایي چې څښتن تاته نه دی ښکاره شوی، نو بیا څه وکړم؟>

۲څښتن له حضرت موسیٰ څخه پوښتنه وکړه: <ستا په لاس کې څه دي؟>

حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <امسا.>

۳خدای پاک وفرمایل: <هغه په ځمکه باندې وغورزوه.> کله چې هغه دا امسا په ځمکه وغورزوله، نو امسا په مار بدله شوه او هغه ورڅخه منډه کړه. ۴بیا څښتن ورته وفرمایل: <هغه د لکۍ څخه ونیسه.> نو حضرت موسیٰ هغه راونیوه او مار بېرته په امسا بدل شو. ۵څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <داسې کار وکړه. بیا به اسراییلیان باور وکړي چې زه تا لیدلی یم چې ستاسو د نیکونو ابراهیم، اسحاق او یعقوب خدای یم.>

۶خدای پاک حضرت موسیٰ ته بیا وفرمایل: <خپل لاس دې په ګرېوان کې ننباسه.> هغه همداسې وکړل او کله چې هغه خپل لاس له ګرېوان څخه راوویسته هغه ولیدل چې لاس یې د پوستکي په ناروغۍ باندې اخته شوی ؤ او لکه د واورې په شان سپین شوی ؤ. ۷خدای پاک بیا ورته وفرمایل: <لاس دې بېرته په ګرېوان کې ننباسه.> حضرت موسیٰ هماغه شان وکړل. کله چې هغه خپل لاس بېرته راوویسته، د هغه لاس د هغه د نور بدن په شان روغ ؤ. ۸څښتن وفرمایل: <که چېرې هغوی ستا په خبره باور ونه کړي یا په اولنۍ معجزې باندې قانع نه شي، نو بیا به په دې معجزې باندې قانع شي. ۹که چېرې د دغو دوو معجزو سره سره بیاهم هغوی ستا په خبره باور ونه کړي او ستا خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو د نیل د سیند څخه لږې اوبه راواخله او په ځمکه باندې یې توی کړه. هغه اوبه به په وینه بدلې شي.>

۱۰مګر حضرت موسیٰ وفرمایل: <څښتنه، ما مه لېږه. زه هیڅکله هم ښه ویاند نه وم. د اول نه هم نه وم او نه له هغه وخت څخه چې تا زما سره خبرې وکړې. زه په خبرو کولو کې کمزوری یم او ژبه مې نښلي.>

۱۱څښتن هغه ته وفرمایل: <هغه څوک دی چې انسان ته یې ژبه ورکړې ده؟ چا چې کاڼه، ګنګیان، بینا او ړانده پیدا کړل؟ زه څښتن یم او دا هرڅه کوم. ۱۲اوس لاړ شه! زه به ستا سره په خبرو کولو کې مرسته وکړم او درته وبه وایم چې څه ووایې.>

۱۳مګر حضرت موسیٰ وفرمایل: <څښتنه، ته بل څوک ولېږه چې دا کار وکړي.>

۱۴څښتن په حضرت موسیٰ باندې په قهر شو او ویې فرمایل: <آیا ستا ورور لاوي هارون نشته؟ هغه ښې خبرې کولی شي. هغه ستا د لیدنې کتنې دپاره راځي او ستا په لیدلو به خوشاله شي. ۱۵‏-۱۶زه به د خبرو کولو په وخت کې ستاسو دواړو سره یم او تاسو دواړو ته به ووایم چې څه وکړئ. هغه به ستا ویاند وي او ستا په ځای به خلکو ته خبرې کوي او ته به د هغه دپاره د خدای په شان یې او هغه ته به وایې چې داسې وایه. ۱۷اوس دا امسا واخله او په هغې باندې معجزې ښکاره کوه.>

حضرت موسیٰ مصر ته ستنیږي

۱۸حضرت موسیٰ خپل خسر یعنې یترون ته ورغی او هغه ته یې وفرمایل: <ما پرېږده چې مصر ته لاړ شم چې وګورم زما خپلوان لا ژوندي دي او که نه.>

یترون هغه ته وویل: <ځه په خیر لاړ شې.>

۱۹حضرت موسیٰ لا د مدیان په خاوره کې ؤ چې څښتن هغه ته وفرمایل: <مصر ته ستون شه. چا چې غوښتل تا ووژني هغوی اوس مړه دي.> ۲۰نو حضرت موسیٰ خپله ښځه او زامن په خره باندې سپاره کړل او د مصر په لور روان شو. حضرت موسیٰ هغه امسا هم له ځان سره یووړه د کومې په هکله چې خدای پاک ورته فرمایلي وو.

۲۱څښتن بیا حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <اوس چې ته بېرته مصر ته روان یې، فرعون ته هغه معجزې وښایه چې تاته مې د هغو د ښودلو قدرت درکړی دی. مګر زه به د فرعون زړه سخت کړم او هغه به قوم پرېنږدي چې لاړ شي. ۲۲بیا فرعون ته ووایه چې څښتن فرمایي: اسراییل زما دپاره لکه د مشر زوی په شان دي. ۲۳ما تاته امر وکړ چې هغوی پرېږده چې د مصر څخه ووزي او زما عبادت وکړي، مګر تا انکار وکړ. نو اوس به زه ستا مشر زوی ووژنم.>

۲۴د مصر په لاره کې چېرته چې هغوی شپه تېروله، څښتن د حضرت موسیٰ سره مخامخ شو او نژدې ؤ چې هغه ووژني. ۲۵‏-۲۶خو صفورې خپل زوی په تېره تیږه باندې سنت کړ او د سنتېدو پوستکی یې د هغه په پښو باندې وواهه او د سنت ګیرۍ د رواج له مخې یې وویل: <زما ګرانه زویه، دا وینه به ستا ساتنه وکړي.> نو څښتن حضرت موسیٰ ته زیان ونه رساوه.

۲۷څښتن حضرت هارون ته وفرمایل: <د موسیٰ د لیدلو دپاره دښتې ته لاړ شه.> نو حضرت هارون د حضرت موسیٰ د لیدلو دپاره مقدس غره ته لاړ او کله چې ورسره مخامخ شو هغه یې ښکل کړ. ۲۸بیا حضرت موسیٰ هغه ټول شیان چې څښتن ورته فرمایلي وو او همدارنګه د هغو معجزو په هکله چې هغه ته یې د هغو د ښودلو حکم ورکړی ؤ حضرت هارون ته وفرمایل. ۲۹نو حضرت موسیٰ او حضرت هارون مصر ته لاړل او د اسراییلو ټول مشران یې راغونډ کړل. ۳۰هغه ټول شیان چې څښتن حضرت موسیٰ ته فرمایلي وو حضرت هارون هغوی ته بیان کړل او بیا حضرت موسیٰ خلکو ته هغه معجزې وروښودلې. ۳۱مشران ژر په دې باندې قانع شول چې حضرت موسیٰ او حضرت هارون د څښتن له خوا رالېږل شوي دي. کله چې هغوی پوه شول چې څښتن د هغوی بدبختي لیدلې ده او د هغوی دپاره زیات اندېښمن دی، نو ټول په سجده پرېوتل او عبادت یې وکړ.


Fatal error: Uncaught Error: Call to undefined function isbot() in /home/afghanbibles/inc/footer.php:166 Stack trace: #0 /home/afghanbibles/bible.php(1450): include() #1 {main} thrown in /home/afghanbibles/inc/footer.php on line 166