د هجرت کتاب

درېم فصل

خدای د موسی سره خبرې کوي

۱ یوه ورځ موسی د خپل خسر یعنې د مدیان کاهن یترون رمه څروله او موسی د رمې سره د دښتې په لاره د حوریب یعنې د سینا سپېڅلي غره ته راغی. ۲ هلته هغه ته د یو بوټي له منځ څخه د اور په لمبو کې د څښتن فرښته ورښکاره شوه. موسی ولیدل چې بوټي اور اخیستی ؤ، خو نه سوځېده. ۳ هغه د ځان سره وویل: «دا عجیبه خبره ده! زه ځم وګورم چې دا بوټی ولې نه سوځي.»

۴ کله چې څښتن ولیدل چې موسی بوټي ته ورنژدې کیږي، هغه غږ ورته وکړ: «ای موسی، ای موسی!» موسی په ځواب کې وویل: «زه حاضر یم.» ۵ خدای ورته وویل: «نژدې مه راځه، خپلې څپلۍ وباسه. په کومه ځمکه باندې چې ته ولاړ یې، هغه ځمکه سپېڅلې ده. ۶ زه ستا د نیکونو ابراهیم خدای، د اسحاق خدای او د یعقوب خدای یم.» موسی خپل مخ پټ کړ، ځکه چې هغه وېرېده چې خدای ته وګوري.

۷ څښتن وویل: «ما ولیدل چې زما د قوم سره په مصر کې څومره ظالمانه چلند کیږي. ما اورېدلي چې هغوی ماته زاري کوي چې د خپلو ظالمانو مشرانو څخه خلاص شي. زه د هغوی د ټولو تکلیفونو څخه خبر یم. ۸ نو زه راښکته شوی یم چې هغوی د مصریانو څخه وژغورم. زه به خپل قوم د مصر څخه داسې هېواد ته بوځم چې پراخ وي او ښه حاصلخېزه ځمکه په کې وي. زه به هغوی ته هغه ځمکه ورکړم چې کنعانیان، حیتیان، اموریان، فرزیان، حویان او یبوسیان په کې اوسیږي. ۹ زما قوم ماته د مرستې دپاره زارۍ کولې او ما لیدلي دي چې مصریان په هغوی باندې څومره ظلم کوي. ۱۰ اوس فرعون ته ورشه! زه تا هلته لېږم، ترڅو زما قوم یعنې اسراییلیان له هغې خاورې څخه راوباسې.»

۱۱ خو موسی خدای ته وویل: «زه څوک یم چې فرعون ته ورشم او اسراییلیان له مصر څخه وباسم؟» ۱۲ خدای په ځواب کې وویل: «زه به ستا سره مل یم. او دا به تاته یوه نښه وي چې دا زه یم چې ته مې ولېږلې: کله چې ته د اسراییلو قوم د مصر څخه راوباسې، تاسو به په دې غره باندې د خدای عبادت وکړئ.»

۱۳ موسی خدای ته وویل: «کله چې زه اسراییلیانو ته ورشم او هغوی ته ووایم چې زه ستاسو د نیکونو خدای رالېږلی یم، هغوی به زما څخه ستا د نوم پوښتنه وکړي، نو زه هغوی ته څه ځواب ورکړم؟» ۱۴‏-۱۵ خدای موسی ته په ځواب کې وویل: «زه هغه څوک یم چې یم. هغوی ته ووایه چې هغه چا زه رالېږلی یم چې خپل ځان ته ‹زه یم› وایي. اسراییلیانو ته ووایه چې زه څښتن ستاسو د نیکونو یعنې ابراهیم، اسحاق او د یعقوب خدای رالېږلی یم او دا به تر ابده پورې زما نوم وي او راتلونکي نسلونه به هم په دې نوم ما یادوي. ۱۶ لاړ شه او د اسراییلو مشران سره راټول کړه او ورته ووایه چې څښتن ستاسو د نیکونو یعنې ابراهیم، اسحاق او د یعقوب خدای ماته راښکاره شو. هغوی ته ووایه چې زه تاسو ته راغلی یم او لیدلي مې دي چې مصریان تاسو سره څومره بد چلند کوي. ۱۷ زه دا وعده کوم چې تاسو به د مصر د تکلیفونو څخه خلاص کړم. او زه به تاسو ته غني او حاصلخېزه ځمکه درکړم چېرته چې کنعانیان، حیتیان، اموریان، فرزیان، حویان او یبوسیان اوسیږي.

۱۸ د اسراییلو مشران به ستا خبرو ته غوږ کېږدي. بیا هغوی د مصر پاچا ته وروله او ورته ووایئ: د عبرانیانو څښتن خدای مونږ ته راښکاره شوی دی. مونږ پرېږده چې په دښته کې درې ورځې سفر وکړو چې هغه ته قربانۍ وړاندې کړو. ۱۹ زه پوهېږم چې د مصر پاچا به تاسو پرېنږدي چې لاړ شئ، ترڅو چې هغه مجبور نه شي. ۲۰ نو زه به د خپل قدرت څخه کار واخلم او مصریانو ته به په هر ډول معجزو باندې سزا ورکړم. له هغې وروسته به هغه تاسو پرېږدي چې لاړ شئ.

۲۱ زه به مصریان دې ته مجبور کړم چې ستاسو عزت وکړي، نو کله چې زما قوم ځي، هغوی به خالي لاس نه ځي. ۲۲ هره اسراییلۍ ښځه به خپلې مصرۍ ګاونډۍ یا بلې مصرۍ ښځې ته چې د هغې په کور کې اوسیږي، ورشي او د هغې څخه به د سرو او سپینو زرو زېورات او کالي واخلي او خپلو لورګانو او زامنو ته به یې واغوندي. کله چې د مصر څخه وځئ، نو د مصریانو شتمني به د ځان سره یوسئ.»