Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ نو ځمکه او اسمانونه او نور ټول شیان جوړ شول. ۲ په اوومه ورځ خدای هغه ټول کارونه چې کول یې، سرته ورسول او کار یې بس کړ. ۳ خدای اوومه ورځ مبارکه وبلله او هغه یې ځانګړې وګرځوله، ځکه چې په هغه ورځ هغه پیدایښت پوره کړ او کار یې بس کړ. ۴ په دې ډول ځمکه او اسمانونه پیدا شول.
کله چې څښتن خدای اسمانونه او ځمکه جوړ کړل، ۵ تر هغه وخته پورې لا هېڅ واښه یا نور بوټي راشنه شوي نه وو، ځکه چې څښتن خدای باران نه ؤ اورولی او څوک نه ؤ چې په ځمکه باندې کار وکړي. ۶ نو د ځمکې څخه د اوبو ویالې راووتلې او د ځمکې مخ ته یې اوبه ورکړې.
۷ څښتن خدای خاوره راواخیستله او د هغې څخه یې انسان جوړ کړ او د هغه په پوزه کې یې د ژوندون روح پو کړ او هغه ژوندی بدن شو. ۸ څښتن خدای په عدن کې لمرخاته خواته یو باغ جوړ کړ او هغه انسان چې هغه جوړ کړی ؤ، هغه ته یې په دې باغ کې ځای ورکړ. ۹ څښتن خدای په دې باغ کې هر ډول ښایسته او مېوه لرونکې ونې راشنې کړلې او د باغ په منځ کې دوه نورې ونې وې. یوه د ژوندانه ونه او بله د ښو او بدو د پېژندلو ونه.
۱۰ د عدن څخه یو سیند جاري شو چې باغ ته اوبه ورکړي او دا سیند بیا په څلورو سیندونو باندې ووېشل شو. ۱۱ د لومړني سیند نوم فیشون دی چې د حویله په ټول هېواد باندې راتاو شوی دی او هلته سره زر دي، ۱۲ چې د هغه ځای سره زر ډېر ښه دي. د خوشبویۍ مواد او د عقیقو تیږې هم په کې پیدا کیږي. ۱۳ دوهم یې د جیحون سیند دی چې د کوش د ټولې ځمکې څخه راتاو شوی دی. ۱۴ درېم سیند د دجلې په نوم یادیږي چې د آشور لمرخاته خواته بهیږي او څلورم د فرات سیند دی.
۱۵ نو څښتن خدای آدم ته د عدن په باغ کې ځای ورکړ چې د هغه خدمت او ساتنه وکړي. ۱۶ څښتن خدای آدم ته وویل: «د باغ د ټولو ونو څخه مېوه خوړلی شې. ۱۷ خو د ښو او بدو د پېژندلو د ونې څخه نه، ځکه کله چې د هغې ونې مېوه وخورې بې له شکه چې مړ به شې.»
۱۸ څښتن خدای وویل: «دا ښه نه دی چې آدم دې یوازې اوسي، زه به د هغه دپاره یوه مناسبه ملګرې جوړوم چې د هغه سره مرسته وکړي.» ۱۹ نو بیا څښتن خدای د خاورې څخه ټول حیوانات او مرغان جوړ کړل او هغه یې آدم ته راوستل، ترڅو وګوري چې په هغوی باندې کوم نوم ږدي. په دې ډول په هغوی ټولو باندې نومونه کېښودل شول. ۲۰ نو آدم په ټولو کورني او وحشي حیواناتو او مرغانو باندې نومونه کېښودل.
د هغوی څخه یو هم د آدم دپاره مناسب ملګری نه ؤ. ۲۱ نو څښتن خدای آدم په درانه خوب باندې ویده کړ او د هغه د پوښتیو څخه یې یوه راواخیستله او د هغې ځای یې په غوښه باندې ډک کړ. ۲۲ څښتن خدای د هغې پوښتۍ څخه ښځه جوړه کړه او هغه یې آدم ته راوستله. ۲۳ آدم وویل:
دلته اوس شته یو څوک زما په شان
اخیستل شوی یې هډوکی زما د هډوکو څخه
او غوښه یې زما د غوښې څخه
د هغې نوم دی ښځه
ځکه اخیستل شوې هغه د سړي څخه ده
۲۴ له همدې امله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره یوځای کیږي او دواړه یو بدن شي.
۲۵ سره د دې چې آدم او د هغه ښځه دواړه لوڅ وو، خو دوی نه شرمېدل.