Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د هغو ټولو وحشي حیواناتو د ډلې څخه چې څښتن خدای جوړ کړي وو، مار ډېر مکرجن ؤ. یوه ورځ هغه ښځې ته راغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا په رښتیا خدای تاسو ته ویلي دي چې په باغ کې د هېڅ یوې ونې مېوه ونه خورئ؟» ۲ ښځې ځواب ورکړ: «خدای ویلي دي چې مونږ کولای شو د باغ د ټولو ونو د مېوو څخه وخورو، ۳ بې له هغې ونې څخه چې د باغ په منځ کې ده. هغه مونږ ته ویلي دي چې د هغې ونې مېوه مه خورئ او حتی هغې ته لاس هم مه وروړئ، که داسې مو وکړل، نو تاسو به مړه شئ.» ۴ مار ښځې ته وویل: «ډاډه اوسئ، تاسو به مړه نه شئ. ۵ خدای پوهیږي چې که چېرې تاسو د دې ونې مېوه وخورئ، نو ستاسو سترګې به خلاصې شي او تاسو به د خدای په شان شئ او په ښو او بدو شیانو باندې به پوه شئ.» ۶ ښځې ونې ته په ځیر وکتل او هغه ونه د هغې په نظر کې ښکلې او مېوه یې خوندوره ښکاره شوه، فکر یې وکړ چې دا ونه به د پوهې د حاصلولو دپاره څومره ښه وي. نو هغه مېوه یې راواخیستله او ویې خوړله او خپل مېړه ته یې چې د هغې سره ؤ، هم ورکړه او هغه هم وخوړله. ۷ په هماغه وخت کې د هغوی سترګې وغړېدلې او پوه شول چې لوڅ دي، نو د انځر پاڼې یې یو تر بله سره وګنډلې او ځانونه یې ورباندې پټ کړل.
۸ مازدیګر کله چې باد لګېده، آدم او د هغه ښځې د څښتن خدای د قدمونو اواز واورېد چې په باغ کې ګرځېده. هغوی ووېرېدل او ځانونه یې د ونو ترشا پټ کړل. ۹ څښتن خدای په آدم باندې غږ وکړ: «ته چېرته یې؟» ۱۰ هغه ځواب ورکړ: «په باغ کې مې ستا د قدمونو اواز واورېد، ووېرېدم او خپل ځان مې پټ کړ، ځکه چې لوڅ وم.» ۱۱ خدای ورڅخه پوښتنه وکړه: «چا درته وویل چې ته لوڅ یې؟ ایا د هغې ونې مېوه دې خوړلې ده چې ما درته ویلي وو چې هغه مه خوره؟» ۱۲ آدم وویل: «هغې ښځې چې تا ماته راکړې ده، دا مېوه راکړه او ما وخوړله.» ۱۳ نو څښتن خدای د ښځې څخه پوښتنه وکړه: «تا څه وکړل؟» ښځې ځواب ورکړ: «مار زه وغولولم او ما هغه مېوه وخوړله.»
۱۴ نو څښتن خدای مار ته وویل: «په دې سبب چې تا دا کار کړی دی، ته به د نورو ټولو کورني او وحشي حیواناتو څخه زیات لعنتي یې! ټول عمر به په سینه باندې ښویېږې او خاورې به خورې. ۱۵ زه به داسې وکړم چې ته او دا ښځه به د یو بل څخه کرکه کوئ. ستا د نسل او د ښځې د نسل ترمنځ به تل دښمني وي. هغه به ستا سر ټکوي او ته به د هغه پونده چیچې.»
۱۶ څښتن خدای ښځې ته وویل: «د اولاد د زېږولو په وخت کې به ستا دردونه زیات کړم، خو ته به د مېړه شوق کوې او هغه به په تا باندې حکم چلوي.»
۱۷ څښتن آدم ته وویل: «دا چې تا د خپلې ښځې خبره اورېدلې ده او د هغې ونې مېوه دې وخوړله چې ما درته ویلي وو چې هغه ونه خورې، نو دا ځمکه ستا په سبب لعنتي شوه او ته به ټول عمر د هغې څخه په ډېر زحمت سره خوراک لاسته راوړې. ۱۸ ځمکه به هرزه بوټي او اغزي راشنه کوي او ته به ځنګلي بوټي خورې. ۱۹ د خپل تندي په خولو باندې به خواړه ترلاسه کوې، تر هغه وخته پورې چې بېرته هغې خاورې ته وروګرځې د کومې څخه چې جوړ شوی یې، ځکه چې ته خاوره یې او بېرته به خاورې ته ورګرځې.»
۲۰ آدم په خپلې ښځې باندې حوا نوم کېښود ځکه چې هغه به د ټولو انسانانو مور وي. ۲۱ څښتن خدای د آدم او د هغه د ښځې دپاره د حیوان د پوستکي څخه کالي جوړ کړل او هغوی ته یې ورواغوستل.
۲۲ څښتن خدای وویل: «اوس چې آدم زمونږ په شان شو چې ښه او بد پېژني، باید دا اجازه ورنه کړای شي چې د ژوندانه د ونې څخه مېوه وخوري او تر ابده پورې ژوندی پاتې شي.» ۲۳ نو څښتن خدای دوی د عدن د باغ څخه وشړل چې لاړ شي او په هغې ځمکې باندې کار وکړي چې د هغې د خاورې څخه آدم جوړ شوی ؤ. ۲۴ آدم یې وشاړه او د عدن د باغ لمرخاته خواته د ننوتلو په دروازه کې یې اسماني مخلوقات او هغه اور لرونکې توره چې هرې خواته به تاوېدله، ودرول، ترڅو څوک ونه شي کولای چې د ژوندانه ونې ته ورنژدې شي.