د پیدایښت کتاب

دریم فصل

د انسان اولنۍ ګناه

۱د هغو ټولو وحشي حیواناتو د ډلې څخه چې څښتن خدای جوړ کړي وو، مار ډېر مکرجن ؤ. یوه ورځ هغه ښځې ته راغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <آیا په رښتیا سره خدای پاک تاسو ته ویلي دي چې په باغ کې د هیڅ یوې ونې مېوه ونه خورئ؟>

۲ښځې ځواب ورکړ: <خدای پاک فرمایلي دي چې مونږ کولی شو د باغ د ټولو ونو د مېوو څخه وخورو، ۳بې له هغې ونې څخه چې د باغ په منځ کې ده. هغه مونږ ته فرمایلي دي چې د هغې ونې مېوه مه خورئ حتیٰ هغې ته لاس هم مه وروړئ، که داسې مو وکړل نو تاسو به مړه شئ.>

۴مار ښځې ته وویل: <ډاډه اوسئ تاسو به مړه نه شئ. ۵خدای پاک پوهیږي چې که چېرې تاسو د دې ونې مېوه وخورئ نو ستاسو سترګې به خلاصې شي او تاسو به د خدای پاک په شان شئ او په ښو او بدو شیانو باندې به پوه شئ.> ۶ښځې ونې ته په ځیر وکتل او هغه ونه د هغې په نظر کې ښکلې او مېوه یې خوندوره ښکاره شوه، فکر یې وکړ چې دا ونه به د پوهې د حاصلولو دپاره څومره ښه وي. نو هغه مېوه یې راواخیستله او ویې وخوړله او خپل مېړه ته یې چې د هغې سره ؤ هم ورکړه او هغه هم وخوړله. ۷په هماغه وخت کې د هغوی سترګې وغړېدلې او پوه شول چې لوڅ دي نو د اینځر پاڼې یې یو تر بله سره وګنډلې او ځانونه یې ورباندې پټ کړل. ۸مازدیګر کله چې باد لګېده، حضرت آدم او د هغه ښځې د څښتن خدای د قدمونو اواز واورېد چې په باغ کې ګرځېده. هغوی ووېرېدل او ځانونه یې د ونو ترشا پټ کړل. ۹څښتن خدای په حضرت آدم باندې غږ وکړ: <ته چېرته یې؟>

۱۰هغه ځواب ورکړ: <په باغ کې مې ستا د قدمونو اواز واورېد، ووېرېدم او خپل ځان مې پټ کړ ځکه چې لوڅ وم.>

۱۱خدای پاک ورڅخه پوښتنه وکړه: <تاته چا وویل چې لوڅ یې؟ آیا د هغې ونې مېوه دې خوړلې ده چې ما درته ویلي وو چې هغه مه خوره؟>

۱۲حضرت آدم وفرمایل: <هغې ښځې چې تا ماته راکړې ده، دا مېوه راکړه او ما وخوړله.>

۱۳نو څښتن خدای د ښځې څخه پوښتنه وکړه: <تا څه وکړل؟>

ښځې ځواب ورکړ: <مار زه وغولولم او ما هغه مېوه وخوړله.>

۱۴نو څښتن خدای مار ته وویل: <په دې سبب چې تا دا کار کړی دی ته به د نورو ټولو کورني او وحشي حیواناتو څخه زیات لعنتي یې! ټول عمر به په سینه باندې ښوئېږې او خاورې به خورې. ۱۵زه به داسې وکړم چې ته او دا ښځه به د یو بل څخه کرکه کوئ. ستا د نسل او د ښځې د نسل ترمنځ به همېشه دښمني وي. هغه به ستا سر ټکوي او ته به د هغه پونده چیچې.>

۱۶څښتن خدای ښځې ته وفرمایل: <د اولاد د زېږولو په وخت کې به ستا دردونه زیات کړم، خو ته به د مېړه شوق کوې او هغه به په تا باندې حکم چلوي.>

۱۷څښتن حضرت آدم ته وفرمایل: <دا چې تا د خپلې ښځې خبره اورېدلې ده او د هغې ونې مېوه دې وخوړله چې ما درته ویلي وو چې هغه ونه خورې، نو دا ځمکه ستا په سبب لعنتي شوه او ته به ټول عمر د هغې څخه په ډېر زحمت سره خوراک لاس ته راوړې. ۱۸ځمکه به هرزه بوټي او اغزي راشنه کوي او ته به ځنګلي بوټي خورې. ۱۹د خپل تندي په خولو باندې به خواړه خورې، تر هغه وخته پورې چې بېرته هغې خاورې ته وروګرځې د کومې څخه چې جوړ شوی یې، ځکه چې ته خاوره یې او بېرته به خاورې ته ورګرځې.>

۲۰حضرت آدم په خپلې ښځې باندې حوا نوم کېښود ځکه چې هغه به د ټولو انسانانو مور وي. ۲۱څښتن خدای د حضرت آدم او د هغه د ښځې دپاره د حیوان د پوستکي څخه کالي جوړ کړل او هغوی ته یې ورواغوستل.

حضرت آدم او بي بي حوا له باغ څخه شړل کیږي

۲۲څښتن خدای وفرمایل: <اوس چې آدم زمونږ په شان شو چې ښه او بد پېژني باید دا اجازه ورنه کړای شي چې د ژوندانه د ونې څخه مېوه وخوري او تر ابده پورې ژوندی پاتې شي.> ۲۳نو څښتن خدای دوی د عدن د باغ څخه وشړل چې لاړ شي او په هغې ځمکې باندې کار وکړي چې د هغې د خاورې څخه حضرت آدم جوړ شوی ؤ. ۲۴حضرت آدم یې وشاړه او د عدن د باغ لمرخاته خواته د ننوتلو په دروازه کې یې کیروبیان او هغه اور لرونکې توره چې هرې خواته به تاوېدله، ودرول ترڅو څوک ونه شي کولی چې د ژوندانه ونې ته ورنژدې شي.