د پیدایښت کتاب

څلورم فصل

قاین او هابیل

۱ آدم د حوا سره یوځای شو او حوا امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. حوا وویل: «زه به په هغه باندې قاین نوم کېږدم، ځکه چې هغه مې د څښتن په مرسته راوړ.» ۲ وروسته بیا د هغې بل زوی هابیل پیدا شو. هابیل شپون شو، خو قاین بزګر شو. ۳ لږه موده وروسته قاین د خپلې ځمکې د حاصلاتو یوه برخه د څښتن حضور ته نذرانه وړاندې کړه. ۴ او هابیل هم خپل لومړنی زېږول شوی وری قرباني کړ او ډېره ښه برخه یې د څښتن حضور ته نذرانه وړاندې کړه. څښتن هابیل او د هغه نذرانه قبوله کړه. ۵ خو قاین او د هغه نذرانه یې قبوله نه کړه، نو قاین ډېر په قهر شو او خپل سر یې ښکته واچاوه. ۶ څښتن قاین ته وویل: «ته ولې په قهر شوې؟ او ولې دې خپل سر ښکته اچولی دی؟ ۷ که ښه کار دې کړی وای، ایا قبول شوی به نه وای؟ خو ښه دې نه دي کړي. اوس ګناه د دې موقعې په لټه کې ده چې په تا باندې حمله وکړي، هغه غواړي چې حکم درباندې وچلوي، خو ته باید په هغې باندې غالب شې.»

۸ قاین خپل ورور هابیل ته وویل: «راځه چې پټي ته لاړ شو.» هغه وخت چې دوی په پټي کې وو، قاین په خپل ورور هابیل باندې حمله وکړه او ویې واژه. ۹ بیا څښتن د قاین څخه پوښتنه وکړه: «ستا ورور هابیل چېرته دی؟» هغه ځواب ورکړ: «زه څه خبر یم؟ ایا زه د خپل ورور ساتونکی یم؟» ۱۰ بیا څښتن وویل: «تا څه وکړل؟ خپل ورور دې وواژه او د هغه وینه په ځمکه باندې تویه شوه. اوس ستا د ورور وینه ماته فریاد کوي چې سزا درکړم. ۱۱ زه به په تا باندې لعنت ووایم، ځکه چې تا هابیل وواژه او د هغه وینه دې په ځمکه باندې توی کړه. ته به هېڅکله په دې ځمکه باندې کښت ونه کړې. ۱۲ که ته په دې ځمکه باندې خواري وکړې، هغه به ستا دپاره هېڅ حاصل درنه کړي. ته به بې‌کوره یې او خپل پاتې عمر به بې‌کوره او په سرګردانۍ کې تېروې.» ۱۳ قاین وویل: «ته ماته داسې سخته سزا راکوې چې زه یې د زغملو توان نه لرم. ۱۴ ما نن د دې خاورې څخه شړې، چې خپل کور پرېږدم او ستا د حضور څخه لېرې لاړ شم. زه به بې‌کوره او سرګردانه ګرځم او هرڅوک چې ما پیدا کړي، نو وبه مې وژني.» ۱۵ څښتن ځواب ورکړ: «نه! که څوک تا ووژني، زه به هغه ته اووه چنده سزا ورکړم.» نو څښتن په قاین باندې یوه نښه کېښودله چې دا به د هغه چا دپاره خبرداری وي څوک چې وغواړي قاین ووژني. ۱۶ قاین د څښتن د حضور څخه لاړ. هغه په نود یعنې سرګردانۍ نومي ځای کې چې د عدن لمرخاته خواته پروت ؤ، ژوند اختیار کړ.

د قاین اولاده

۱۷ قاین د خپلې ښځې سره یوځای شو او زوی یې پیدا شو او په هغه باندې یې خنوخ نوم کېښود. هغه یو ښار جوړ کړ او د خپل زوی خنوخ نوم یې ورباندې کېښود. ۱۸ د خنوخ څخه عیراد پیدا شو او د عیراد څخه محویاییل پیدا شو، د محویاییل څخه متوشاییل پیدا شو او د متوشاییل څخه لمک پیدا شو. ۱۹ لمک دوه ښځې وکړې، د یوې نوم عاده ؤ او د بلې نوم ظله ؤ. ۲۰ د عادې څخه یابال پیدا شو او هغه لومړنی کس ؤ چې کورني حیوانات یې روزل او په خېمو کې اوسېده. ۲۱ د هغه د ورور نوم یوبال ؤ او هغه لومړنی کس ؤ چې رباب او شپېلۍ به یې وهله. ۲۲ د ظلې څخه هم توبل قاین پیدا شو او هغه اهنګر ؤ او د برنجو او اوسپنې څخه به یې د کار هر ډول وسایل جوړول. نعمه د توبل قاین خور وه.

۲۳ یوه ورځ لمک خپلو ښځو ته وویل:

ای عادې او ظلې زما خبرې واورئ

ما یو ځوان سړی وژلی ځکه زه یې وم وهلی

۲۴ که بدل د قاین اخیستل کیږي اووه وارې

نو د لمک به اخیستی شي اووه اویا وارې

شیت او انوش

۲۵ آدم بیا د خپلې ښځې سره یوځای شو او زوی یې پیدا شو او د هغه نوم یې شیت کېښود. هغې وویل: «دا ځکه چې خدای ماته د هابیل په ځای چې د خپل ورور قاین له لاسه ووژل شو، بل زوی راکړ.» ۲۶ د شیت زوی پیدا شو او د هغه نوم یې انوش کېښود. په همدې وخت کې خلکو د څښتن عبادت کول پیل کړل.