Next chapter

د حضرت حبقُوق نبى کِتاب - ماخذ انبياء

درېم باب

د حضرت حبقُوق دُعا

۱د حبقُوق پېغمبر دُعا. ۲اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د شُهرت نه خبر يم، ستا د عجيبه کارونو په وجه زۀ په يره کښې يم، اے مالِکه خُدايه. زمونږ د ژوند په ورځو کښې خپل کار تازه کړه، زمونږ په وخت کښې هغه دوباره څرګند کړه. او په خپله غصه کښې دې رحم ياد ساته. ۳خُدائ پاک د تيمان نه راروان دے، د فاران د غرونو نه هغه مقدس ذات راروان دے. ‎د هغۀ د شان او شوکت نه آسمانونه ډک شوى دى او د هغۀ ثناء صِفت زمکه ډکه کړې ده. ۴د هغۀ شان او شوکت لکه د راختونکى نمر په شان وو، او د هغۀ د لاس نه رڼاګانې ځلېدلې، په کوم کښې چې د هغۀ قدرت پټ انغښتے وو. ۵وبا د هغۀ نه مخکښې لاړه، او طاعون د هغۀ قدمونو پسې وو. ۶هغه چې ودرېدو، او زمکه يې خوځوله، هغۀ کتل او قومونه يې لړزول. پخوانى غرونه ذرې ذرې کېدل، او د ډيرې زمانې غونډۍ راغورزېدلې. د شروع نه د هغۀ تلل داسې دى. ۷ما د کوشن د خلقو خېمې په مصيبت کښې وليدلې، د ميديانيانو د اوسېدو ځائ په تکليف کښې. ۸آيا تۀ سيندونو ته غصه وې، اے مالِکه خُدايه؟ ولې ستا قهر د نِهرونو خلاف وو؟ ولې تۀ د سمندر خلاف غصه وې کله چې تۀ په خپلو آسونو او د فتحې په جنګى ګاډو سور وې؟ ۹تا خپله لينده راښکاره کړه، تا د ډېرو غشو دپاره آواز وکړو. تا دريابونو سره زمکه په مينځ دوه کړه. ۱۰غرونو تۀ وليدلې او ولړزېدل، د اوبو سېلابونه وبهېدل، ژورو اوبو شور جوړ کړو، او خپلې چپې يې اوچتې کړې. ۱۱او څنګه چې ستا د نېزې ځلا وپړقېدله او ستا د ويشتلے شوو غشو رڼا ته، په آسمان کښې نمر او سپوږمۍ په خپل ځائ ودرېدل. ۱۲په غصه کښې تۀ په زمکه وګرځېدلې، او په قهر کښې تا قومونه چخڼى کړل. ۱۳تۀ د خپلو خلقو بچ کولو دپاره بهر راغلې، چې خپل غوره کړے شوى بچ کړې. تا د بدعمله وطن مشر چخڼى کړل، تا هغوئ د سر نه تر پښو پورې بربنډ کړل. ۱۴هغوئ د خوشحالۍ نه داسې چغې وهلې لکه چې غريبانان يې د څۀ مخالفت نه بغېر لوټ کړل. تا په خپلو نېزو د هغوئ سرونه مات کړل کله چې د هغۀ جنګيالو زمونږ د تس نس کولو دپاره په مونږ حمله وکړه. ۱۵تا سمندر د خپلو آسونو د پښو لاندې کړو، زورَورې اوبۀ دې په تاوېدو کړې. ۱۶ما واورېدل او زړۀ مې په رپېدو شو، زما شونډې په هغه آواز سره په رپېدو شوې، زما هډُوکى وراستۀ شول، او زما پښې په لړزېدو شوې. تر اوسه زۀ د مصيبت د هغه ورځې په صبر سره انتظار کوم چې په هغه قوم به راشى څوک چې په مونږ حمله کوى. ۱۷اګر کۀ د اينځرو ونه غوټۍ نۀ کوى او د انګورو په بوټو کښې انګور نشته، اګر کۀ د زيتُونو فصل ناکام شى او پټى غله نۀ پېدا کوى، اګر کۀ په شپول کښې ګډې نشته او څاروى په پنډال کښې نشته، ۱۸خو بيا هم به زۀ په مالِک خُدائ خوشحاله شم. زۀ به په خُدائ پاک په خپل خلاصونکى خوشحاله شم. ۱۹قادر مطلق خُدائ زما طاقت دے. هغه زما پښې لکه د هوسۍ د پښو په شان کوى، هغه ما د دې جوګه کوى چې په اوچتو ځايونو وګرځم. دا دُعا د موسيقۍ د مشر دپاره ده چې د رباب د تارونو سره ده.

Next chapter