کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د حبقوق نبي کتاب
درېم فصل
د حبقوق پیغمبر دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره)
۱ دا د حبقوق پیغمبر دعا ده چې د سندرې په شکل ده.
۲ ای څښتنه، تا چې کړي کوم کارونه
ترې خبر یمه زه او په ما راغلې وېره
تا چې کول کوم کارونه پخوا
اوس یې بیا وکړه زمانه کې زمونږ
او کله چې ته په قهر یې نو اوسه رحیم
۳ خدای راروان دی یوځل بیا له ادومه څخه
سپېڅلی خدای دی راروان د فاران له غره نه
دي اسمانونه پټ د هغه په شان او شوکت
او ثنا او صفت نه یې ده ډکه ځمکه
۴ هغه راځي د برېښنا له رڼا سره
رڼا ځلیږي د لاسونو نه یې
چې په کې پټ دی قدرت د هغه
۵ د ځان نه مخکې هغه لېږي وبا
او وژونکی مرض
چې روان شي په هغه پسې
۶ کله چې ودریږي هغه نو ولړزیږي ځمکه
په رپېدو شي د دنیا ټول خلک په یو نظر د هغه
پخواني غرونه شي ټوټې ټوټې
او ښکته راولویږي زړې غونډۍ
هغه غونډۍ چې ګرځېده به هغه ورباندې
په پخوا وختو کې
۷ ما ولیدل په مصیبت کې د کوشان کوچیان
او لړزېدل خلک د مدیان
۸ ایا سیندونو ته په قهر کړلې ای څښتنه؟
ایا دریاب ته په غضب کړلې
کله چې ته وې راروان په اسونو باندې
او توفاني ورېځ وه ستا دپاره جنګي ګاډۍ
چې خلاصون راوړ تا خپل قوم ته؟
۹ تا تیاره کړله خپله لینده
شولې تیار چې کړې ګوزار خپل غشي
تا وشکوله ځمکه او شول جاري سیندونه
۱۰ کله چې غرونو ولیدلې ته نو هغه ولړزېدل
او جاري شول سیلابونه
جوړ کړلو شور د بحیرې اوبو
او شولې راپورته څپې د هغو
۱۱ په ځلېدلو ستا د تېزو غشو
ستا د ځلانده نېزې په رڼا
ودرېدل خپل ځای کې لمر او سپوږمۍ
۱۲ وګرځېدلې په قهر ټولې دنیا کې
په خپل غضب کې تا قومونه کړل ترپښو لاندې
۱۳ ته ووتلې چې خپل قوم وژغورې
چې ته وژغورې خپل غوره شوی پاچا
تا کړ نابود د بدکارانو مشر
او پیروان دې د هغوی تباه کړل
۱۴ سوری سوری کړلو ستا غشو
قوماندان د هغه د لښکر
کله چې راغلل جنګیالي د هغوی
لکه توفان په شان چې کړي خپاره مونږه
وو خوشحاله هغوی د هغو خلکو په شان
چې کړي په پټه ظلم په غریبانو باندې
۱۵ تا ترپښو لاندې کړ دریاب خپلو اسونو باندې
او وکړل ځګونه زورورو اوبو
حبقوق په څښتن باندې توکل کوي
۱۶ کله چې اورم دا شیان نو ورپېږمه زه
له وېرې ورپیږي شونډې زما
شل شي بدن زما
او پښې مې ورپیږي
خو په ارامۍ کړم انتظار د هغه وخت چې راشي
چې سزا ورکړي هغو خلکو ته خدای
چې کړي حمله په مونږه
۱۷ که ونه نیسي مېوه د انځرو ونې
او ونه نیسي انګور تاک د انګورو
که حاصل ورنه کړي زیتون
او په پټیو کې ونه شي غله
که شي مړه پسونه او وزې ټولې
او غوجل خالي شي له غویانو څخه
۱۸ خو زه به بیاهم خوښ او خوشحاله یمه
زه به خوښ شم چې ژغورونکی دی
څښتن خدای زما
۱۹ څښتن خدای دی زما قوت
قوي کوي زما پښې لکه هوسۍ په شان
او ما خوندي ساتي په غرونو کې
فصل قبلی
فصل بعدی