فصل قبلی

د حبقوق نبي کتاب

لومړی فصل

۱ دا هغه پیغام دی چې څښتن حبقوق پیغمبر ته په رویا کې وښود.

حبقوق پیغمبر د بې‌انصافۍ نه شکایت کوي

۲ ای څښتنه، زه به ترڅو پورې تاته د مرستې دپاره فریاد کوم، خو ته ځواب نه راکوې؟ زه درته د ظلم په هکله چیغې وهم، خو ته مونږ نه ژغورې؟ ۳ ته ولې ما مجبوروې چې دا بې انصافي ووینم؟ ته څنګه کولای شې چې داسې بد کارونه ووینې او هغه وزغمې؟ ګردچاپېره مې تباهي او ظلم روان دی او په هرځای کې جنګ او جګړې روانې دي. ۴ هېڅوک قانون نه مراعت کوِِي او هېڅکله د انصاف څخه کار نه اخیستل کیږي. بدکاره خلک تل په محکمو کې بې‌ګناه خلکو ته ماتې ورکوي او د عدالت کولو مخه نیول کیږي.

د څښتن ځواب

۵ څښتن خپل قوم ته وویل: «خپل شاوخوا قومونو ته ګورئ او تاسو چې هرڅه وینئ، نو ډېر حیران به شئ. زه به ستاسو د ژوند په دوران کې داسې یو کار وکړم که تاسو ورڅخه خبر هم شئ، نو باور به ونه کړئ. ۶ زه به بابلیان چې ظالمان او بې‌رحمه خلک دي، قدرت ته ورسوم. هغوی به په ټوله نړۍ کې مخ په وړاندې روان وي او نور وطنونه به نیسي. ۷ هغوی وېره او ډار خپروي او دومره مغروره دي چې فکر کوي هر کار چې دوی یې کوي، هغه سم او قانوني دی.

۸ د هغوی اسونه د پړانګانو نه تېز دي او د وږیو لېوانو نه ظالمان دي. د هغوی اس سواران د لېرې وطنونو نه راځي او د هغوی اسونه په ځمکه باندې په تېزۍ سره روان دي. هغوی لکه د عقاب په شان غوټه وهي او په خپل ښکار باندې حمله کوي. ۹ د هغوی لښکرې په بې‌رحمۍ سره مخ په وړاندې روانې وي او څنګه چې هغوی رانژدې کیږي، نو ټول ورڅخه وېریږي. د هغوی د اسیرانو شمېر د شګو په شان دی. ۱۰ هغوی د پاچاهانو سره سپک چلند کوي او په لوړ‌رتبه مامورینو پورې خاندي. هغوی په کومې کلا باندې نه ایساریږي، د هغې د دېوال سره د خاورو ډېرۍ جوړوي او هغه نیسي. ۱۱ بیا هغوی د باد په شان تېریږي او ورکیږي. هغه ګناهکار خلک دي، ځکه چې خپل قوت خپل خدای بولي.»

حبقوق یوځل بیا څښتن ته شکایت کوي

۱۲ ای څښتنه، ته له ازله زما خدای یې. ته زما سپېڅلی او ابدي خدای یې، زما څښتن خدای او زما ساتونکی یې. تا بابلیان غوره کړي دي چې د نورو په هکله قضاوت وکړي او هغوی ته دې قوت ورکړی، ترڅو نورو ته د هغوی د ګناهونو له امله سزا ورکړي. ۱۳ خو ته څنګه کولای شې چې دا ټګان او بدکاره خلک وزغمې؟ ته سپېڅلی یې، نو په دې خاطر بدیو ته نه شې کتلی او ته نه شې کولای چې د خلکو بدکاري وزغمې. کله چې هغوی هغه خلک تباه کوي چې د دوی نه ډېر نېکان دي، نو بیا ولې چوپ پاتې کېږې؟

۱۴ ته څنګه کولای شې د خلکو سره د ماهیانو او خزندګانو په شان چې کوم مشر نه لري چې لارښوونه یې وکړي، چلند وکړې؟ ۱۵ بابلیان خلک د ماهیانو په شان په چنګکونو رانیسي. هغوی خلک په جالونو کې راکاږي او د هغوی په نیولو باندې خوشحالي کوي! ۱۶ تر دې چې هغوی خپلو جالونو ته عبادت کوي او هغو ته قربانۍ وړاندې کوي، ځکه چې د هغوی جالونه هغوی ته دا توان ورکوي چې په عیش او عشرت کې ژوند وکړي او ښه خواړه وخوري. ۱۷ ایا ته هغوی ته اجازه ورکوې چې په دې ډول د تل دپاره په بې‌رحمۍ سره قومونه له منځه یوسي؟

فصل قبلی